دلته نفرتونه زیږیدلي دي
کرکې او کینې راټوکیدلي دی
دلته ورورګلوي او محبت چیرې
ټول یی په خپل لاس باندې ریبلي دي
دلته په یوبل باندې باور نشته
ځکه دښمنۍ را پاریدلي دي
دلته ټول ژوندون د اور لمبو کې دی
هر څه دوزخ اور کې سوځیدلي دي
دلته دیتیم تصویر ته وګوره
اوښکې تر لمنې څڅیدلي دي
دلته په قسم چې هر مور بوره ده
ځکه زوریدلي کړیدلي دي
دلته د دردونو او پرهر قصې
پورته تر اسمانه رسیدلي دي
دلته په ګناه باندې جنت ګټي
داسې انسانان تاسو لیدلي دي
دلته قضاوت سبا تاریخ کوي
هر څه یې دځان سره لیکلي دي
اوس لاهم وخت شته دی توبه وباسه
څومره ګناهونه که دې کړیدي
بس دی ټوپک مات کړه ګولۍ پوچې کړه
ډیرو پدې مات زړونه ګټلي دي
دا وه د ( وارث) د زړه یو څو ټکي
نن یی په قلم باندې را کښلي دي
اوسلو ناروې
21.02.2022
- نور محمد غفوري
ژباړه او لنډیز د زمانې (Die Zeit) له اونیزې څخه
روسیې د اوکراین په ختیځ کې بېلتون غوښتونکې (لوهانسک او دونیڅک) دوې سیمې د خپلواکو جمهوریتونه په حیث په رسمیت وپیژندلې. د نړیوالو خبرداریو سره سره، روسیې د اوکرایین په شرق کې دوې روسي ژبې سیمې (لوهانسک او دونیڅک) د خلکو جمهوریتونه د خپلواکو هیوادونو په حیث په رسمیت وپیژندل. ولادیمیر پوتین د یوې تلویزیوني وینا وروسته په دې اړه یو فرمان لاسلیک کړ. دا ډول اقدام به پوتین ته اجازه ورکړي چې په سیمو کې روسي سرتیري ځای پر ځای کړي. هغه وویل، ډ...
24.02.2022
- ع.شریف زاد
لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى لَا انْفِصَامَ لَهَا وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ. خنازیرو روسانو زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دېر ناوړه عجولانه او احمقانه تجاوز او یرغل وکړ، روسان دچپې ډلو یعنی خلق او پرچم مزدورانو اوغلامانو په مرسته اوغلطه محاسبه راغلل دا دافغانستان دتورتاریخ یوه توره او کرغېړنه بیلګه ده. دغه حقیقت ټولې ڼړۍ،ملګرو ملتونو اود بشر دحقوقو مدافعانو...