ژباړه او لنډیز د زمانې (Die Zeit) له اونیزې څخه

روسیې د اوکراین په ختیځ کې بېلتون غوښتونکې (لوهانسک او دونیڅک) دوې سیمې د خپلواکو جمهوریتونه په حیث په رسمیت وپیژندلې.
د نړیوالو خبرداریو سره سره، روسیې د اوکرایین په شرق کې دوې روسي ژبې سیمې (لوهانسک او دونیڅک) د خلکو جمهوریتونه د خپلواکو هیوادونو په حیث په رسمیت وپیژندل. ولادیمیر پوتین د یوې تلویزیوني وینا وروسته په دې اړه یو فرمان لاسلیک کړ. دا ډول اقدام به پوتین ته اجازه ورکړي چې په سیمو کې روسي سرتیري ځای پر ځای کړي. هغه وویل، ډاډمن دی چې د روسیې خلک به د ده د پرېکړې ملاتړ وکړي. کرملین وویل، پوتین تر وینا مخکې د هغه د پلانونو په اړه د آلمان چانسلر (صدراعظم) اولاف شولڅ ته خبر ورکړ. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون هم د پلانونو په اړه خبر شوی و.
د امریکا متحدو ایالاتو په دې وروستیو کې خبرداری ورکړ چې د مسکو لخوا ددې سیمو په رسمیت پیژندل به د "نړیوال قانون څخه جدي سرغړونه" وي. د لوېدیځو سرچینو په حواله، روسیې د اوکراین پر پوله شاوخوا ۱۵۰ زره سرتېري ځای پر ځای کړي، چې د روسیې د برید وېره یې زیاته کړې ده. خو کرملین د برید هر ډول اراده ردوي.
اروپايي اتحادیې پوتین ته ګواښ کړی چې که د اوکراین په ختیځ کې بېلتون غوښتونکې سیمې د خپلواکو جمهوریتونو په توګه په رسمیت وپېژني، له بندیزونو سره به مخامخ شي. د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل وویل چې په دې قضیه کې به "د روسیې پروړاندې مجازات د میز په سر کېږدي" چې د اروپايي اتحادیې هیوادونه په دې اړه پریکړه وکړي. بوریل د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو له وزیرانو سره د شاوخوا لسو ساعتونو مشورې وروسته وویل، «موږ پر ولسمشر پوتین غږ کوو چې نړیوال قانون او د مینسک تړونونو ته درناوی وکړي او د لوهانسک او دونیڅک خپلواکي په رسمیت ونه پیژني.»
د اروپايي کمیسیون د مشرې (اروسولا فان دیر لاین) په وینا، اروپايي اتحادیې لا د مخه پراخ اقتصادي او مالي بندیزونه چمتو کړي دي چې د متحده ایالاتو او نورو لویدیځو شریکانو سره په نږدې مشوره به روسيې په وړاندې پیل شي.
21.02.2022
سرچینه: https://www.zeit.de/politik/ausland/2022-02/russland-will-separatistengebiete-in-ostukraine-anerkennen