د کوچني ګلالي ماشوم حیدر جان د ژغورنې هڅې ناکامه شوې او نور یې غږ د تل لپاره غلی شو. ډېره دردناکه پېښه وه او ټول افغانان یې وردول. څوک دولت، څوک ملت او څوک هم د کور او کلي خلک ملامتوي. دا ډول پېښې په افغانستان کې کمې ندي، خو دا لومړی ځل دی چې دومره زیات یې په رسنیو کې غبرګون و.
په یاد مې دي، چې څو کاله وړاندې د قرغه په بند کې تنکي ځوانان غرق شوي وو، کورنۍ يې غوښتل چې د دولتي مسؤولینو په مرسته يې مړي پيدا کړي. د دغه مسؤولینو ابتکار دا و، چې چنګک يې په لاس په کښتیو کې به یو خوا او بل خوا به په اوبو کې روان وو، په دې نیت که کوم چنګک په مړي پورې ونښلي او پيدا شي، خو دغه نوښت (!) کار ورنکړ او تر څو چې مړي و نه پړسیدل او د اوبه سر ته راپورته نشول، پلټونکي يې په موندلو کې پاتې راغلل.
هغه مهال چې زه په کابل کې وم، ډېرو عاجلو ناروغانو یا د پېښو ټپيانو ته به د امبولانس موټر په خپل وخت نه رسيدل یا به که ورسېدل تر روغتونه د موټرو او خلکو د ګڼو ګوڼو له کبله زیات شمېر په خپل وخت نه رسېدل او په لاره کې به يې ساه ورکړه. همداراز په کابل کې ډېر لوی مارکيټونه د اطفایو د نه رسېدلو له کبله د اور خوراک شول.
زه خوست ته ډېر ځم، د ګرمۍ په موسم کې مې ډېر ځله ماران ليدلي دي چې په باغونو او کورونو کې ګرځي. له هر چا نه مې چې پوښتلي، چې که مار مو وچيچي د ژغورولو لپاره درمل یا چمتووالی لرئ، خو د هو ځواب مې ندی اوریدلی.
پځوا وختونو کې چې د برمې وهل او کوهیان کم وو، زیاتره خلکو به د اړتیا اوبه په کورنو او کلیو کې په ډنډونو کې زېرمه کولې، چې زیات شمېر ماشومان په کې ډوب شوي دي.
په طبیعي پېښو لکه زلزله، د ځمکو ښويدنه، سیلابونو او نورو کې ډېرو زیاتوو خلکو ژوند له لاسه ورکړی، چې دلیل يې همدا زموږ نه چمتووالی او بې پروايي ده.
په پای کې وړاندیز کوم، چې هغه کارونه چې زیات لګښت او پانګې ته اړتیا نه لري، خلک دې په خپله ورته پام وکړي، لکه له ډنډونو د موانعو راتاوول، د څاګانو پوښل، په کور یا کلي کې د لومړنیو مرستو صندوقونو جوړل او د لومړنیو مرستو رسولو زده کړه. د دولت په کچه دې دولت تر خپله وسه تیاری وکړي او د نورو هېوادونو له تجربو دې ګټه پورته کړي.
درنښت