پر افغانستان د اسلامی امارت د بیا واکمن کیدولو څخه وروسته دادی د امریکا،ملګرو ملتونوسازمان،اروپا یی اتحادیې ، دافغانستان بې کفایته خشنو او پلورل شوبو ښځو او نرو پراخې توطیې، چیغې اونارې، بندیزونه او تحریمونه ددې سبب کیږی چې اسلامی امارت د مخکني امریکایی دوسری فاسد حکومت شتمنیو ته لاسرسی ونه مومي دا په داسې حال کې ده چې دامریکا متحده ایالات دوه لسیزې د نا تو په مر سته ددموکراسی تر نغارې لاندې دغه ولس په وچ سیاست،دسیسو،تباهیو او ناروا توګه وواژه د ولسمشر جو بایډن ادارې د افغانستان د ولس څه دپاسه اوه میلیارده ډالر پانګه په ناحقه قبضه کړی دا د طالبانو پانګه نه ده چې اوس نیمایی برخه یې بایدن بیرته افغا نانو ته دخیرات په توګه ورکوی د کوم نورم او قانون پر بنسټ او دکوم ڼړیوال دیپلوماتیک تعامل لپاره او څنګه؟داپه ډاګه د نړیوالو موازینو خلاف او غیرعادلانه پرېکړه ده.
دا پیسې په داسې حال کې نیول کیږی چې سیګار په خپله،ملګری ملتونه هم ،نړیواله ټولنه ورسره دافغانستان دبشری فاجعې موثق راپورونه ورکوی خو له بلې خوا افغا نستان یوځل بیا دبن دککړې معاهدې په انتریم فاسد حکومت له منځه وړلو ته چمتو کوی چې دادی افغانستان کې په میلیونو خلک د لوږې سره لکه کرونا په لوی لاس مخامخ کیږی چې بشري مرستو ته اړتیا لري. په لوبه کې بې منطقی داده چې وایی هم یې کره او هم یې رېبه! ڼړیوالو همدا لوبه له غوږو نیولی روس خنزیر خپلو ګټو پسې دی. اروپایی اتحادیه خبلو ، ګوندی او دمنخنۍ نیمه اشغال هېوادونه همداسې دانورهم درواخله دوی دفاجعې نارې وهی او هم بیرته فاجعه په سره خط سره تر شرایطو لاندې نیسی له بلې خو پخوانۍ افه ګانې لکه شکریه بارکزی، سیما سمر شعله ای، فوزیه کوفی، حبیبه سراج ډ مه آریا نا سعید بیا د اروپا داتحادیې په صحنه/ تالار کې ورته ګډا کوی تاسې ګوری چې همدا کاسه او کپړی دخلکو فقراو دالله ج لوری او رضا پرېږدی او په دهلیزونو کې د نا معلوم بشر د حقوقوپه نوم جاسوسی کې د ادې خپلوانو ته یی نارې وهی چې لیوه راغی! هدف په لیکنه کې دبشری فاجعې اندېښنه او تشویش دی نه سیاست . قدرت ، امریکا او یا طالب . کاشکې د یو شمېر سیاسی کارپوهانو، نړیوالو روابطو ، تحلیل ګرو هویت تر یوه حده پورې روښانه وای چې دا په دې کاروان کې څه وایی؟ ځینې دافغانستان په هکله معلومات لری خو په بهرنیو چارو کې خبر هم نه دی هغه چې بهر کې تکړه دی کورنی فرهنک نه پوهیږی بله برخه په دواړه خواوو کې پڅ دی. یوشمیر بیا په نوم او تلویزیون را ښکاره کېدل غنیمت ګنی.داد فرهنګ کږه خوا ده.پوښتنه کوونکی هم کله غونډاری ولی او سم دریځ نه لری ځکه دلته دقضیې اړخ اوطرحه پوهېدل په کار دی نه شخصی ګونګسی او افسانې. که طالبان په سیمه کې افغاستان له دغو خټو راوباسی او داسلامی امارت ناپيلتو ب ښه مدیریت کړی دابه دافغانستان لپاره ستر ګام وی .تاسې وګوری چې
امریکا دې مرموز سیاست کې له طالبانوسره مذاکرات وکړل او با الاخره دغه مذاکرات ښه ول او که خراب هوکړه لیک اولاس لیک شول اوس د امریکا د بندیزونو له کبله یو شمیر هیوادونو او بانکونو هم د افغانستان شتمنۍ قبضه کړي حتی بې غیرته ، محافظه کاره او چا پلوس دوه مخی اسلامی هیوادونه ګونګ پاتې دی. دغه حالت دیوه هېواد ملی ارزښتونو اهمیت او اغېز راټيټؤی او یو معمولی فسبوکی اهمیت غوره کوی چې کمیت او کیفیت یې نور هم کمرنګه کیږی چې دغه ډول انترنیتی رسنۍ توله نړۍ بی اعتباره کړې.
اوس دایو ولس دی ډېر بی ګناه ماشومان ،یتیمان جنګ اوجګړو خوړلی انسانان دلته اوسیږی . امریکا ته شرم په کار دی چې دغه دول تصمیم نیسی لوبی کوی او یایی په لته کې دی.
بندیزونه د تهدید په معنا:
پر طالبانو باندې د متحده ایالاتو بندیزونه ۱۹۹۰ لسیزې ته رسیږي، کله چې دې ډلې دلومړي ځل لپاره په افغانستان کې واک ترلاسه کړ. دګلم جمو،مخالو ،چاپلوسواوکاسه لېسو اختر وه . دامریکې په هرچینل کې یوافغان جاسوس ناست وه هرچا د امریکې د مداخلې او بر بنډ تجاوز خوا نیولې وه.دوه لسیزو کې امریکا ددغه ملت په ورانېد و ، تباهی او بربادیوکې له ګلمجمو کارواخیست افغانان یی خپل منځ کې سره واچول دغه هېواد یې یوازې دترهګر او هراس افګن پنجابی او نور چا ویلې ایا امریکا په دومره سیاسی ظریت کې له همدې خلکو سره مذاکرات وکړل؟ امریکا کولای شی خپل سیاست کې بدلون راولی.
پر امریکا باندې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱ بریدونو وروسته د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر جورج ډبیلو بوش په بېړنی توګه ، په یو اجرایي فرمان کې طالبان دکړکېچ پلمه کړل حال داچې کیسه دعربانو وه چې اصلی محراق یی یوه معما ده . لا تر اوسه ددې معادلې واقعیت دامریکې په سیاست کې تر پؤښتنې لاندې دی . امریکا که اوس هم حقیقت ووایی سروخت دی. ددوه هېوادونو ترمنځ دغه ډول ناوړین او جګړې راځی مګر سیاست بیا دومره نه کمزوری کیږی چې دغه ډول تحریمو ته لاس واچول شی. دلته یوازې طالبان نه دی بلکې یو ولس دی چې اصلا له دې ډول سیاست سره کار نه لری.
دغه کار امریکایي مقاماتو ته دا ډول صلاحیت نه ورکوی او نه دا دغچ اخیستلو لاره ده هرڅه محاسبه لری امریکا یو شمیرافغانان له خپلوانو هم نږدی وبلل او هغه یې له هېواده را ویستل اولا لګیا دی. ایا امریکا له افغانستان سره متعادل اړیکی غواړی؟
اوس چې په افغانستان کې د اسلامی امارت حکومت واکمن دی، څرګنده نده چې آیا د ۲۰ کالو وړاندې بندیزونه ددې ډلې پر اوسني رژیم یا یواځې ددې ډلې پر هغو مخکنیو مقاماتو پلي کیږي چې د امریکا د بندیزونو په لست کې شامل دي داهم له نرخه وتلی کار دی. که چیرې خبره دغرامت راشی نو د دوه لسیزو خرچه به امریکا له ستر چلنج سره مخامخ کړی.ملګری ملتونه باید د افغانستان سره دپېچلې لارې سیاست غوره نه کړی دسیمې او نړیوالو څخه دافغا نستان ولس هیر نه کړی.