غرونه غرونه خوب څاڅکی اوبو تښتی
یار زما په سیند داوښکو بېدار نه شو
«رحمن بابا علی الرحمة »
موږهم د ډېرو خواخوږو،همکارو،همفکرو، پوهانو په غرونو- غرونو، مستو سېندونو ،سېلابونو اوښکو له ډېر درانه ولې خواږه خوبه دادی لا راویښ شوی نه یو او لا ویده پاتې یو لنډه دنیا او ۲۱ پېړۍ ده، نو ولې په خپل وخت کې هر یوه له را پېښو لانجو،کړکېچو نو ، سازشونو،تباهیو ،وژنو او ګواښونو خبر کړو،خو له بده مرغه د ډېرو غږونه دسارا دچیغې او غږ په څېر دهوا په اوچتو څپوکې ورک او پناه شول دمجرم او لامجرم،دجنایت کار او بې ګناه کوز مشر او برمشر او ددغو غږونوایستونکی هم ناهیلی او ډک زړونه له موږ نه دز مانې داستکبار او استعمار ګردونو ، طوفانونو اوغبارونوتالان او ترغه کړل.دزمانې اوتاریخ فاسد اوتاریخی غله په رڼا ورځ دالوتکو په واسطه وتښتېدل .په اسلامی جمهوریت داسلام نښه نه وه،باور نه وه عزت نه وه او نه ننګ!حمدالله خو له خوب اوس راپاڅیدلی فارن پالیسی کې یې چوشک په خوله کې دی.
کله ناکله خو داسې هم شوی دی چې دوخت بېدارګرواوازونو ته غوږ نیول څه،چې دخپلې خاورې پرېښودلوته هم اړ شوی دی چې ژوندۍ بېلګه یې مثنوی معنوی حضرت (مولاناجلال الدین محمد بلخی )عصر، سید جما الدین افغانی اوهمدارنګه دې ته ورته نور په لسګونو پوهان او اوچت شخصیتونه شته.هو! موږکوم ملت یو؟ موږ هغه ملت یو چې له پېړیو وروسته دخپلو نومیالیو په ارزښت پوهیږو.زموږ درددېدلې ،ځورېدلې ، کړېدلې، جنګ اوجګړو خوړلې ټولنه اوس هم په دې رنځ اخته ده تراوسه هم موږ خپل ملی مشران نه پېژنوخپله ژبه نه پوهیږو املاء او انشا، مو غلطه خو بیا نوروته د اصولو،صرف و نحو ، اوقاعدو اوبې قاعدو لافې او باټې وهو موږد یوتیوب اتڼونه نه یو ! خو په رټلو اوټاپه وهلو ، به یوه اوبل نوم اوله خپل نه پردی پسې منډې وهلو کې بیاله هر هیواد او هرې تولنې څخه مخکښ یو . اروا ښاد استاد الفت څومره عالی تدبیر کې په الفت سره وایی:
خدمتګار: هلته یو ړوند بې لارې روان وه.هغه پرسمه لار برابرکړمګر ړوند پوه نه شو چې زما رهبر څوک دی یواوبل په خواږه خوب ویده ول په څنګ کئ منګری سرا ر اوچت کړ هغه یې به بېړه وواژه او ویده همغسې ناخبره پاتې شو. دشپې جومات کې مسافر ځګروی کاوه سباوون خواته مړ شو او خپل زړه سوانده خد متګار یې ونه پېژاند هغه په لاره روان وه یوه ماشوم ته یې یو موټئ میوه ورکړه مګر یوه هم ونه پېژاند چې دی څوک دی.
له دې لويې لارې نه هغه دېرکاپی او اغزی لېرې کړل مګر څوک چې سباته پردې لاره راځی دهغه له خدمت څخه نه خبریږی اونه یې پېژنی.
«په رښتیاکې موږ د خپلې ټولنې خدمتګا ران نه پېژنو او باداران ډېر ښه په مزه پېژنو»
هو! د رښتینیو خواخوږو او مشرانوډنډه همداډول وی، چې ډیر د نوم ،قدرت،لفاظی ،شهرت،زراوزور اونورو خودخواهیو تږی نه وی یوازې او یوازې دخپلو خلکو دسلامتی غم ور سره وی دوزیر په سویه کاکتوس کې دروغ نه وایی دخدمت لپاره نه ورځ پيژنی او نه هم شپه او د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې دهېواد خدمت ته چمتو وی خو دا دیوې ټولنې مسولیت دی چې د ما ر چیچلو نه څنګه ځان وژغوری دعاء به کوو چې یو رمه دې خدای ج عز وجل بې شپانه نه کوی اویو ملت دې بې مشرتابه .