غزل
نجيب عامر
زه او ته چې يو روان په دغه لاره
دا زمونږ درومي کاروان په دغه لاره
کافران مسلمانان له حده ډېر دي
ما ورک کړى دى انسان په دغه لاره
ګلالۍ ! ما اوتا دواړو دي ورک کړي
يو زړګى او يو پېزوان په دغه لاره
دا رڼا اودا برېښنا؟ ځه چې ستنېږو
اشارې کوي اسمان په دغه لاره
مادځان دپاسه چتر ګلې بويه
که راګېره کړې باران په دغه لاره
ترې به وپوښتم چې ولې مرور يې؟
که مې وموندلوځان په دغه لاره
دانسان له سيوري لرې تنهايۍ کې
يا عامر ځي يا پيريان په دغه لاره
2005 فبروري 15
پېښور
11.10.2007
- zarpana
دداغستاني شاعر رسول حمزه توف ددرېوونظمونو پښتو ژباړه :
ژباړونکى :: نجيب عامر
درې سندرېدرې سندرې دانسان دزړګي تل ته ننووځيدرې سندرېدغمونو خوشاليوښکارندويېدسندرودې لړۍکېيوه ډېره خوندورهيوه مور يې خپل بچي تهدزانګو په خوا کې وايي اودوهمه هغه سانده چې يې مور ځان سره واييدبچي دجسد خواکېدهغه...
16.10.2007
- zarpana
په شپو کې تر سهاره کېناستل غزل ليکلعادت مې شو د پېغلو په اوربل غزل ليکليوه پاڼه که بله وای چارګل مې دجانان وڅه نوې تجربه ده په شوتل غزل ليکلای شېخه راته وايه عبادت که رياضت دیله سترګومرغلرې تويول غزل ليکلدا څه عادت دې واخېستو عامره بې روزګارهبې واره په جامونو پرېوتل غزل ليکل۱مارچ،۲۰۰۲ننګرهار...