دداغستاني شاعر رسول حمزه توف ددرېوونظمونو پښتو ژباړه :

ژباړونکى  ::  نجيب عامر

درې سندرې
درې سندرې
دانسان دزړګي تل ته ننووځي
درې سندرې
دغمونو خوشاليوښکارندويې
دسندرودې لړۍکې
يوه ډېره خوندوره
يوه مور يې خپل بچي ته
دزانګو په خوا کې وايي
اودوهمه هغه سانده
چې يې مور ځان سره وايي
دبچي دجسد خواکې
دهغه دکنګل اننګيو
اويخ وجود
په سر دلاس وهلو پرمهال
دسندرو درېمه بيلګه
ده هغه چې يې تل وايي
سندر غاړي په جهان کې
 

    جال 

دانړۍ يو سمندر دى
اومونږ واړه ټول کبان يو
دسهار سپينه رڼاکې
دماښام په تروګمۍ کې
په اوبو کې مونږ لمبيږو
کب نيوونکي تور اوسپين هم
سمندر په غاړه غاړه
جال په لاس راته ولاړ دي
نواى وخته راته وايه
چې زما لمبر دى کله
ما دشپې په جال کې نيسې
که دورځې په چنګک کې


قيدي
ددې وخت ددغه عصر
شاعران اوليکوالان زما همځولي
خو يو زه مې د خپل ځان برابر نه يم
زه يوازې يم ،جلايم
زه دځان وجود کې کې بند يم
په عمري سزا محکوم يم
مابې ياره اوبې څوک ته
څوک پوښتنې له رانغلل
نه څوک دوست او نه همځولى
خويوڅوک دماشوم توب نه مې ملګرى
راروان دې چې مې خلاص کړي له دې بنده
داجل دا فرښته به راله راشي
زمازه به زما ځان څخه جداکړي
خو زما وجود به بياهم
دپخواپه څېر تنها وي
……………………………………………..