يوه غزله
نجيب عامر
سهار له کوره اوځمه ماښام کورته راځم
خو اوس هم لا هماغسې ناکام کور ته را ځم
ګلاب ګلاب سرخي په مخ له ځانه سره وېسم
سوری سوری په زړه لکه بادام کورته را ځم
ياران راته سپوږمۍ په سر قسم راکړي چې وڅکه
زه مست په بنګاوه لکه خيام کور ته را ځم
هم د لته دي ر ا جمع زما ټولې بد مرغۍ
زه اخلم له خپل ځانه انتقام کور ته را ځم
پا چا يمه تر نيمو شپو بنډار کې د يارانو
بيا غلو غوندې را اوړمه په بام کور ته را ځم
09.10.2007
- zarpana
ورکې هيلې
وږمه سبا عامر
له يوې دردونکې تورې شپې نه پس ديوه روښانه سهار احساس يې وکړ. هغه به دسهار درارسيدو اودماښام اوتورې شپې دراتلو اټکل دهغه نري سوري نه کاو...
11.10.2007
- zarpana
دداغستاني شاعر رسول حمزه توف ددرېوونظمونو پښتو ژباړه :
ژباړونکى :: نجيب عامر
درې سندرېدرې سندرې دانسان دزړګي تل ته ننووځيدرې سندرېدغمونو خوشاليوښکارندويېدسندرودې لړۍکېيوه ډېره خوندورهيوه مور يې خپل بچي تهدزانګو په خوا کې وايي اودوهمه هغه سانده چې يې مور ځان سره واييدبچي دجسد خواکېدهغه...