ورکې هيلې
وږمه سبا عامر
له يوې دردونکې تورې شپې نه پس ديوه روښانه سهار احساس يې وکړ. هغه به دسهار درارسيدو اودماښام اوتورې شپې دراتلو اټکل دهغه نري سوري نه کاوه چې دهغه له سترګونه په يونيم ګز کې رامعلوميده .سهار مهال به په سوري کې تته رڼا راننوته ،ورو ورو به په کراره کراره دلمر وړانګې هم راننوتې ،اودده سره يوځاى ترخاورلاندې نيم ډوبې ځوانې ښځې اودښونځي چپړاسي ته به يې هم افتابي سلام وکړو . خودلمر دورانګوسره به يوازې ده ستړې مشې اومخه ښه کاوه ، ولې چې دځوانې ښځې اودښونځي دچپړاسي له تنه دهستۍ وږمه و تلې وه . دسهار له رڼا سره سم ،ترهغه مهاله چې دلمر وړانګې به له تنګ سوري نه وتلې ،اوله دې تياره قبر نه به تېريدلې ،ديوې مرموزې اوخاموشې ژړاغږ ،چې زګېروى به هم ورسره مل وو ، کله کله ، يوځل له واړه سوري نه سر رادننه کړ اودهغه په غوږو کې به يې دژوندون دموسيقۍ نغمه وغږوله . ددې مرموزا وازسره يوه لويه هوساينه اوخوشحالي مله وه .
اوس يې پښو دغزېدوسره عادت اخيستى و،نوريې دى نه زوراوه ، ان دومره چې دپښو دپنجوپه دردونو هم نه پوهېده . په دې تېرو يوولسو ورځوکې يې نعرې ډېرې وهلې وې ، خودتېر ماښام نه دځوانې ښځې اوچپړاسي دبدن خوسا وږمې هغه ډېر زوراوه .دکورنۍ تر نورو غړوهغه خپلې مېرمنې سارا ته ډېر په قهر و، چې ولې يې تپوس نه کوي ،اوددې نسکور شوي چت دلاندې نه، دى ولې نه راباسي ؟ وړه لوريې يسرا اوهارون شپږکلن زوى يې ورته ډېر ډېر يادېدل . له مور اوپلارنه هم ګيله من و،چې دى خويې يوازېنى زوى په اوو خويندوکې و،
هغه صحنه يې سترګو ته ودرېدله چې ، کله يې واده ته يوه شپه پاتې وه ،نوهغه مازيګر دکور په برنډه کې يې مورناسته وه او دکلي نورې ښځې اودده واده کړ ي خوايندې ، خوريونه اوخورزې هم راټولې وې ، ټول خوشحاله وو ، دى په خپله کوټه کې په خپل چپرکټ باندې اوږد غزيدلى و،اوپه ټيپ کې يې دمحمدرفيع سندره اوريده . په هغه ورځ يې مور دکلي ښځوته کيسه کوله ،اوهغه کيسه ده هم په پټه اوريدلې وه چې هغې وويل ،ماد خپل زوى لپاره په اووزيارتونو نظر منلى و، چې خداى راکړ خوکله چې په سارا باندې مين شو اودسارا پلار له دې رشتې نه انکار وکړ ،نوبيا هغو اوو زيارتونوته ورغلم اودخپل زوى دمينې دارمان دپوره کيدلو سوال مې هم وکړ . دمورداخبره دتل لپاره دهغه په زړه کې نقش شوې وه ، اوس ګيله ځکه ورتله چې ولې موريې هم ،چې دومره پرې مينه وه ، چې کله يې هم له ده پرته ژوند نه غوښت ، نن دى له دخاورودلاندې څخه نه راباسي . لوږه تنده ورڅخه هېر شوي وو ، ولې چې ددومره شپو په تېريدو سره اشتهايې سوځېدلې وه . دى له ځايه نه شوخوځيدلى ، ولې چې لوى کانکريټ په ده داسې رابرابر شوى و، چې دوتلو امکان يې نه و . اودهغه يوه لوى کانکريټ چې دده خواته پروت و، دهغه دلاندې دځوانې ښځې اوچپړاسي نيمه نيمه تنه راغلي وه . نن ورځ هم دنورو ورځوپه څېر دهغه واړه سوري نه يونازک زګيروي دده زړه وبرېښاوه . دازګيروى ده له ورځوڅخه اوريده ، خوده ډېرزيارويست چې خپلې نعرې تردې زګېروي پورې ورسوي ،خوشيمه يې نه درلوده ، داسې ښکاريده چې دده مرۍ نوره خوپه شوې ، ولې چې اوس دهرې نعرې سره ، دهغه په مرۍ باندې درد نور زور راوړ . هغه دنورو ورځوپه خلاف نن هغه نرى زګيروى هم وانه وريده ، اونورنو هغه زګېروى هم له ده نه ورک شو. دزګيروي دورکيدوسره سم د ده په زړه ناهيلۍ قبضه وکړه ، هغه زګيروى ده ته دژوند لويه اسره وربښله . هغې نري زګيروي ده ته دژوند تصوير وړاندې کاوه ، خودزګيروي له ورکيدوسره سم له ده نه دژوند تصوير هم دورکيدوکې په حال کې و، اوس وار په وار هغه سهارورپه زړه کيده چې دى نوى ټولګي ته ننوتلى و، لا يې خپلو زده کوونکوسره سهار په خير نه و، ويلى چې تر پښو لاندې يې ځمکه په رپېديدو شوه ، اوده دزده کوونکونه مخکې په منډه پيل کړه ، له يوه ګزار سره نورپه ځان پوه نه شو ، کله چې سترګې يې خلاصى کړې يوازې دچپړاسي له خولې يې دومره واريده ،معلم صيب، نورې دهغه سترګې دده په لوري پاتې شوې چې تر اوسه ورته ګوري . دورځې به دومره نه وېريدو، لکه دشپې په تياره کې چې به له ځوانې ښځې اوچپړاسي نه وېرېده ، هره شپه به دماشومتوب دزمانو هغه ويرونکي کيسې به يې په ذهن راخورې شوې ، شپه بيا راروانه وه ، چې دترک اوتروک اوازيې غوږ وروتخناوه ، شېبه لا تېره نه وه چې دچت لويه برخه يې له سره پورته شوه ، اوپه يوه نا اشنا سړي باندې يې سترګې ولګيدې ، نورکسان هم نامعلومه خلک وو ،دومره پوهېده چې دناروغانوپه تذکره کې يې واچاوه اويوې لويې ميدانۍ ته يې ويوړو ، ده سا وويسته اونورې يې سترګې په درانده خوب لاړلې ، ولې چې په تېرو يور لسو شپوکې يې خوب نه وکړى ، له يوه اوږد اوخوندورخوب نه يې سترګې راوغړولې ، په دې ارمان چې خپل هارون اويسرا له سارا اومورسره وويني ، کله چې يې سترګې وغړولې ،نوپه وران کلي کې يې يوهم اشنا کس ترسترګونه شو . چې هرې خواته يې سترګې غړ ولې پرته له کنډوالواود نړيدلي کلي نه يې بل څه نه ترسترګوکيده .