ګلالۍ لاس په قسم راسره کېږ ده
 
نجيب عامر


ستا ښکلا به مې هم وه يو څه نظر کې
ښاپېرۍ د باغ ارم بدرۍ جمالې
لکه دوه بلبلې غبرګې په بام ناستې
خو ښېدلې مې ستا دوه سترګې ملالې
  
دامنم چې ستا ځواني د بوډۍ ټال و
دامنم چې دې ښکلا يو قيامت و
بوالهوس نه وم که وږى د جمال وم
که نه ډېرو پېغلو کړى راته ست و
ما ځواني لکه د پېغلو وه ساتلې
که هرڅو مې زړه  غوښتل بغاوتونه
ځه ورځه د ښار له ښکلو تپوس وکړه
هغه ما چې يې اخيستي ازارونه
 
چې قدم به مې د کلي په مالت و
لوپټې به نڅېدلې په بامونو
ډېرو زلفې غوړولې په دې موخه
چې ما وتړي په ښکلو زنځيرونو
وېرېدلې غرڅنۍ معصومې سترګې
بل په مخ دې د حيا واړه رنګونه
دا هغه وو چې يې تاته درنزدې کړم
دا هغه وو چې يو ځاى مو شول روحونه
ګلالۍ چې ګلابي جامو کې راغلې
مانه هېر دې کړل د سرو ميو خمونه
تا چې ځاى د زړه په کور کې راله راکړو
درنه ځارشه ددې ځمکې ټول ښارونه
مونږ چې بيل ووسره دوه وو تاته يادشي
دا مکاره دنياګۍ وه څومره غلې
اوس چې يو شو ډېرې سترګې راپسې دي
ډېرې خولې ډېرې خبرې کړي ناولې
اوازې تر دروازې رارسېدلي
ډېرو مونږ پسې خوړلي قسمونه
که مو خپل که مو پردي دي راپسې دي
داسې وايي چې به مات مو کړي هډونه
ګلالۍ لاس په قسم راسره کېږده
په هم دې لاره قدم راسره کېږده
د ژوندون او د مرګي په هره پوله
درنه ځار پلونه دې سم راسره کېږده
2004  اکتوبر  16
پېښور