ديو اجنبي  مينه وال دبرېښناليک په ځواب کې
وږمه سباعامر


دورځې دوه بجې وې ، دماپښين دلمانځه لپاره مې تيارۍ نيوه ، چې عامر په خواږه اندازکې دسترګوپه اشاره ځان خواته وروبللمه . نارې يې په دې ونه کړې چې نوې مې وړه ((پاڼه )) خوبولې وه . زه پوه شوم چې هغه خامخا په کمپيوټر باندې څه جالبه څيزليدلى ،چې ماورغواړي . کله چې خواته ورغلم نوموسکى شو، راته يې وويل  : (دابرښناليک ولوله چې څومره جالبه دى . )
..................................................................................................

راليږونکی :Ang Wang
د راليږونکي پته :ang_8000@hotmail.com
نيټه : 06-10-2007
جناب زرپاڼه بلاګ چلونکي:
تاسو په خپل ویب کي د یوي انجلۍ عکس او یا د پاکســـتاني پختنو په ژبه فوټو د خبر سره نشره وي . تاسو د هغۍ انجلۍ نه ددي اجازه اخستي ده چه د هغي عکس په خپل ویب کی نشر کوي .
بله خبره داده چه دا انجلۍ به د چالور،د چا خور،دچامور او د چا ښځه وي تاسو د هغو ټولو بي عزتي کوي .
چه تاسو دبل چا دتورسـریو عکسونه نشرولو اجازه ځان له ور کړي ده، تاسو بل چا ته ددي اجازه ور کړي ده چه هغه د تاسو د تورسریو فوټوګان په ویب کې نشر کړي .
آنګ ونګ
چینیز مسلم

............................................................................................................. 

دادى درنومينه والو، اولوستونکو !! تاسوهم راسره ددې وروربرېښناليک ولوست . زه بايد دې چينايي ځوان ته ووايم  چې دپيتې پوزې بلادې واخلم (انګ وانګه !) په دې وړو،وړوتنګوسترګودې ولې دې سترې نړۍ ته په واړه نظرګورې ؟ که خپه کيږي نه نودابه درته ووايم چې ددې سره ټيکري اوتوراوربل مېرمن زه پخپله يمه  . زما د خوار تصويرعمر  تراوسه يوکلنۍ ته لانه دى رسيدلى . خوکه رښتيا راباندې وايې په دې چې دجنۍ خطاب دې راته کړى و، نوخوشحاله شوم ،زړه مې ډاډه شو چې عامر به بله ناوې نه راباندې راوړي .
له ټوکوټکالو نه به تېرشو . زمونږ دزرپاڼې  درانه اوخواږه دوستان ،تل مونږ يوازې نه پرېږدي ، په خپلو برېښناليکونوموتل نازوي . زه به يې دلته دنومونوذکر نه کوم ،خودومره وايم چې ځينې دوستان دومره پېرزوينې وکړي چې زمونږ شعر ونه په خپل خواږه غږ باندې دېکلېمه کړي اوراوې ليږي اوځينې نورهم خواږه شي پاڼې سره دومره مينه وښايي چې خپل شعرونه اوليکنې راليږي چې ورته په زرپاڼه کې کېږدو . او يووورور خوخپل شعرونه هم راليږلي وو چې يې ورته ډيکليمه کړواود بينوا په جادوګر غږونو کې يې کېږدو، خوداچې داپاڼه زمونږ دليکونو،شعرونواونوروموادولپاره ځانګړې شوې ، بيا دلته ددې ملګرو په وړاندې پاتې راځو چې دوى دې نه رانه خپه کيږي .
که رښتيا خبره شي نودوستان ډېر دمينې نه ډک برېښناليکونه مااوعامرته راليږي . په خداى باوروکړئ چې په لوستلوسره يې زما پرمخ دخوښۍ اوپښتنې مينې اوښکې راروانې وي . ډېرموزړه غواړي چې ددوستانودنظرونولپاره تبصرې ازادې پرېږدو ، خودځينو(شوخو) دوستانودشوخۍ نه وېريږو چې بيا به موپه خوږه خوږه ښه وډبوي . اوځيني وخت دې خداى ژوند ورکړي د(انګ - وانګ )پشان دوستانوله خوانه هم داسې برېښناليکونه ترلاسه کوو چې دخنداترڅنګ موحيرانوي هم .
انګ وانګ راته په زړه ساده سړى ښکاره شو، که څه هم دژورناليزم په نړۍ کې دکالم ليکلو په باب کې دااصول دي چې دهرکالم ترڅنګ دليکوال تصوير ته ځاى ورکول کيږي . داچې ددوستانوپه اند له نيکه مرغه ووايم که له بده مرغه ووايم چې دپښتوپه ادب کې دکالم ليکلو په ميدان کې دښځينووليکوالو په منځ کې داقدم تراوسه لومړى مااوچت کړى . نوهمداوجه به وي چې زما تصوير دکالم ترخواځاى په ځاى کول دځينودوستانولپاره جالبه خبره ښکاري . په تصوير کې خوزه کوم کموالى  نه ګورمه . په پښتنيز اصولوبرابر لوپټه په سر اوپښتنې خوتل  پښتني اوربل په مخ پرېږدي . نوانګ وانګ ورور  دې په خپلو وړووړوچينايي سترګوباندې  دې لويې نړۍ ته په واړه نظر نه ګوري . په لويه نړۍ کې لوى ،لوى خدمتونه کيږي اودانړۍ جوړه دانسان دخدمت لپاره ده . مونږ ته دې خداى توفيق راکړي چې دخپلې ژبې او خپلو ژبه والوته دخدمت کولو جوګه شو .
اوکه دا دکوم پښتون ورورشوخي وي او خامخا يې د ځان نه دچين (ښاپيرک)جوړ کړي وي نو بايد ورته ووايم چې ستا پښتنه خورټوله د پښتو او پښتنو په ننګ ولاړه ده ،هېڅ اندېښنه مه کوه ،دومره برېتور اوشمله ور پښتانه وروڼه لري چې خداى مه کړه که يې لږه هم دپښتو څخه سرغړونه وکړه نو تا غوندې په مستعار نوم نه بلکه په خپل اصلي نوم به يې پويه کړي .
ايمان دې ښه راته معلوم دى
په رواجي برېتو دې مه وهه لاسونه