پاچا به څوک وي ؟؟؟
وږمه سباعامر
خبره که له پخوانوڅخه راواخلو، له يوې خوانه به پکې برکت وي اوله بلې خوا نه به پکې خوند سره له رنګه موجود وي . تاسو به هم په کيسو اونکلونوکې اوريدلي وي ،چې پخواوختونوکې به پاچايان په ډول ،ډول رسمونواوطريقو ټاکل کيدل ، ځينو قومونوبه يو باز خوشې کړ اوپه راټولوشويوکسانوکې چې به دبخت باز دچا په اوږه کښېناست نوهم هغه به داولس پاچا شو . بيا ځينو قومونورواج درلود چې يوه خاصه ورځ به يې ټاکلې وه په هغه ورځ چې به سهار لومړى دښار په دروازه څوک ننوووت نو هم هغه به بيا دښاراواولس پاچابه شو .
په ځينونورو قبيلوکې دود وچې دڅوزړورو کسانوپه منځ کې به دزوراوطاقت لوبه وشوه ، چې چابه ټولوته ماته ورکړه نوبيا به هغه داولس اوملک پاچا شو . اوتاريخونوهم ښودلې چې اکثره پاچاهۍ به په جګړو اواتلولۍ رامنځ ته کېدې . خواوس نه باز شته ،اونه دښاردروازه اونه دسکندر دجنګ لښکر ، اوسني پاچايان په ټول ټاکنوباندې ولاړ دي . داچې داټول ټاکنې څومره رېښتينې اوداولسونوله غوښتنوسره برابرې دي ،په دې يوازې دوخت پاچا او الله پوهيږي . په پاکستان کې هم ددې وخت رارسيدلى چې پاچا دې وټاکل شي . مشرف چې ددويم ځل لپاره يې ځان اولس مشرۍ ته کانديد کړى ،دهغه په وړاندې لږو ډېر سيالان هم ولاړدي . خودوه سيالان چې دده په وړاندې ولاړ دي اودرسنيو دخبروميدان يې هم تود ساتلى ، يويې دپاکستان پخوانى قاضي ((وجيهه الدين ))چې په عمرکې له مشرف نه مشر دى، اوبل ترمشرف په عمرکشر دپيپلز پارټۍ غړى ((مخدوم امين فهيم ))دى .
که سياسي حالت ته کتنه کوو نو په اوسني وخت کې مشرف ته خداى ورکړې ،دچا خبره ميدان ورته خالي دى . څنګه چې ټول ټاکنې داولس له خوانه دي ،دپارلمان له خواترسره کيږي او په پارلمان کې دمخالفو سياسي احزابو مشرانو ټولو استعفاوې ورکړي اوپاتې ځينو کسانو سره دبېنظيرې دمعاملې پشان دمشرف پخه معامله شوې ده، له بلې خوا په امريکا باندې هم مشرف ګران دى . نوپاتې قاضي صيب شو دهغه معامله ددې شعر پشان ده چې وايي .
نه دتورو پړق لري اونه دځغروشرنګ لري
جنګ له دى منصور روان ، توپ اونه تفنګ لري
نوزه قاضي صيب وجيهه الدين ته وايم :
که به زما په دعا کيږي .
رب دې پاچا که چې سلام ته دې درځمه .
اوراغلو مخدوم امين فهيم ته چې ،هغه خوارکى دبينظيرې دښکلو سترګو اشارو ته ګوري چې ښکاره نه ده چې دمشرف په وړاندې ودريږي اوکه نه ؟
مشرف داولس مشرۍ دچوکۍ دترلاسه کولولپاره دادى بل رنګ نه يې هم کارواخيست ،نوموړي اعلان وکړ چې د١٩٨٦کال څخه رانيولې تر ١٩٩٩کاله پورې دپاکستان په محکمو کې ښکېلو ټولو سياسي مجرمينو ته يې دهغوى سزا وبخښله . خوپرته له قديرخان نه چې هغه دپاکستان داټوم بم پلاردى اوپاکستان ته يې اتومي ځواک ورکړى اوترټولولويه خبره چې پاکستان يې په سيالانوکې درولى .
مشرف هغه تورمارته ورته دى چې دهيڅ پاړوګر دم پرې نه چليږي . دهرڅه دم شته خودتورماردم نشته ،په پاکستان کې که د زېړې لونګۍ مولانا دى ، که د قرقولۍ والاقاضي دى ،که سوباړى په لاس خان دى اوکه کندارۍ غاړې والا محمودخان دى ،ټول يې په مخه کړي دي .
کرزي ته خويې لاپخوا شترمرغ ويلي وو . دايې نه وواوريدلي (( چې خندۍ دغاړې غړوندى دى )) او س به مشرف هم دکرزي پشان جامې اغوندي اودجنرالۍ دريشي به اوباسي . نوراروان اختر به په مشرف دوه اختره وي . اوکرزى به ورته په ټيلفون کې دنغمې داسندره وايي چې
(( مبارک دې شه اختر نوي کالي دې مبارک
خوشحالي دې مبارک
داتودې مبارکۍ اوداسيالي دې مبارک
خوشحالي دې مبارک ))