الله په هغو سترګو جادوګرو کې جادو
وه نغښتې يې بلا بلا خبرو کې جادو
اوس ټوله د جانان ده،دووسترګو کې راټوله
پخوا وه د بنګال لارو ګودرو کې جادو
وړې ! ګومان مې نه شي ستا خبرو ته مې پرېږدي
دا ستا د سپينو لېچو په مر مرو کې جادو
داستا د اننګو بوسه مې داسې لېونى کړي
کټ مټ لکه موادو مخدرو کې جادو
شاعر دى چې له خولې نه جنتي سرونه کاږي
فنکاردى چې کوي خپلو سندرو کې جادو
ياران يې ويده کړي په اوده د شاعرۍ
عامر ده خوره کړې سخن ورو کې جا دو
د اګست نهمه ٢٠٠٥
پېښور _حيات اباد
05.10.2007
- zarpana
وږمه سبا عامر
اوريدلي مې و، خوليدلي مې نه و ، دمشرانو دخولې متل دى(( چې اوبو اخيستى ځګ ته هم لاس اچوي )) داسې ښکاري چې مېرمن بينظيره هم اوبو اخيستې، نوموړې څوورځې مخکې اعلان وکړ چې کله دصدراعظمۍ چوکۍ لاس ته راوړي نوسم دلاسه به دپاکستان داتوم بم پلار قدير خان امريکا ته سپاري .
ددې خبرې په اعلان سره نوموړې دامريکايي چارواکو زړه ښه خوشحاله کړ ،خوله دې بې خبره و...
06.10.2007
- zarpana
پاچا به څوک وي ؟؟؟وږمه سباعامر خبره که له پخوانوڅخه راواخلو، له يوې خوانه به پکې برکت وي اوله بلې خوا نه به پکې خوند سره له رنګه موجود وي . تاسو به هم په کيسو اونکلونو...