وږمه سبا عامر
اوريدلي مې و، خوليدلي مې نه و ، دمشرانو دخولې متل دى(( چې اوبو اخيستى ځګ ته هم لاس اچوي )) داسې ښکاري چې مېرمن بينظيره هم اوبو اخيستې، نوموړې څوورځې مخکې اعلان وکړ چې کله دصدراعظمۍ چوکۍ لاس ته راوړي نوسم دلاسه به دپاکستان داتوم بم پلار قدير خان امريکا ته سپاري .
ددې خبرې په اعلان سره نوموړې دامريکايي چارواکو زړه ښه خوشحاله کړ ،خوله دې بې خبره وه چې ښاغلى خان په پاکستانيانو څومره ګران دى . دبېنظيرې دابينظيره وړانديز دټولو پاکستانيانو په مغزو بد اثر وکړ اوهغه دچټک عکس العمل سره مخامخ شوه . څرنګه چې بي بي پښتنه نه وه، نوټينګه په وعده نه وه . خپلې توکړې لاړې يې بېرته اوچتې کړې او زرترزره يې بيانيه ورکړه چې هغې داسې نه دي ويلي ،دهغې خبرې غلطې انګيرل شوې دي . داسې ښکاري چې دنوازشريف له پاکستان څخه بېرته شړلو له بينظيرې لاره ورکه کړې ده . هغه اوس حيرانه ده چې دکومې لارې نه دسپينې ماڼۍ واکداران خوشحاله کړي ،ترڅوخپل منزل ته ورسيږي . په همدې موخه باندې يې دادى بله ټپه وغږوله . نوموړې بيان ورکړ چې کله دصدراعظمۍ په چوکۍ کښېناستله نو امريکا ته به اجازه ورکړي چې په قبايلي سيموکې داسامه بن لادن پلټنه وکړي . دنوموړې له دې بيان څخه ښکاري چې اسامه دپاکستان په قبايلي سيمه کې پټ دى . مشرف چې پوځي دريشي په ځان اوکلک داولس مشرۍ په چوکۍ ناست دى ، نولرې به نه وي چې دبي بي دابينظيره بيانونه دده کرسۍ له خطر سره مخامخ کړي ،که څه هم په دې وروستيوکې مشرف په خپله کله شخۍ سره دپاکستان ټول مخالف ګوندونه دمايوسۍ په ټغر کېنولي دي . اوپه عدالتونوکې هم ټولې فيصلې دمشرف په ګټه کيږي . خوداسې ښکاري چې دبېنظيرې بينظيره کارونو سړى وارخطا کړى .
په پاکستان کې داهغه تاريخي ورځې دي ،چې سياستوال ټول په منډه ښکاري . هريو دچوکۍپه لټه کې دى .
خو ترټولو مېرمن بينظيره ډېره دچوکۍ ليواله ښکاري . دهغې ليوالتياتر دې حده پورې ده که بريالۍ نه شوه ګمان کيږي چې له ډېره غمه بهليونۍشي .
بل پلو اولس نور دجنرل له اولس مشرى نه پوزې ته راغلى . خوداولس مشر ټاکل دهغو کارنه دى ،داولس له وسې وتلې خبره ده ، خودوى داانګېرلې ده چې ، پرته له جنرال نه بل څوک به داولس مشرۍ خوب هم ونه ويني . که څه هم دهغه په تن کې به دجنرالۍ دريشي نه وي اونه به يې په لاس کې ډنده وي . خوهغه دويښې زوى مخکې له مخکې په پوځ کې داسې کسان اونژدې انډيوالان ځاى په ځاى کړل اوخپل ځانته يې لاره دومره پخه کړه چې اوس به دديوې بلې دورې دپاره اولس مشر وي اودډنډې په ځاى به يې ريموټ کنټرول په لاس کې وي ،دهغهديوې بټنې په فشارسره به دپاکستان ټول پوځ خوځيږي راخوځيږي . اوهغه غرور يې لا پرې د پاسه چې دترهګرۍ پرضد دمبارزې له امله امريکا هم پرې مهربانه ده .
داکتوبر دريمه پېښور