غزل
عادت مې شو د پېغلو په اوربل غزل ليکل
يوه پاڼه که بله وای چارګل مې دجانان و
څه نوې تجربه ده په شوتل غزل ليکل
ای شېخه راته وايه عبادت که رياضت دی
له سترګومرغلرې تويول غزل ليکل
دا څه عادت دې واخېستو عامره بې روزګاره
بې واره په جامونو پرېوتل غزل ليکل
۱مارچ،۲۰۰۲
ننګرهار