که څه هم زه په خپل زړه پوری آزار کومه
په عاشقانو زه سلام هر وخت بار بار کومه
داسی به راشی یوه ورځ او زه به نور نه یمه
نــور په دنیــا بــاندی زه کله اعتبــــار کومه
دیــدن د ښکلو کــوم ځــان لره ارمــان لرمه
دا خطر زه چی قبلوم او د یــار څــار کومه
هغه شاعر چی د وطن په ضد شعرونه وایی
زه پــه دا هسی شــــاعرانــو یو ګذار کومــه
د معشوقې بغیر صفت نه کــوم ګورئ خلکو
زه په تشبیه او استعاره ځان تری زار کومه
خالد ته بیا ووایه لاړ شــه د مکې په لــوری
تل په غوږوکی یی زه داسی پررهار کـومه

سمیع الله خالد سهاک
دسامبر ۰۶، ۲۰۲۱
مونتری، کالیفورنیا