یو ه پلار دخپل زوي دپوهې کچې د معلومولو لپار و ویل : میاو ،میاو .زوی یې وویل پیشو. بیا یې وویل : عف ،عف وې ویل چې سپی . پلار یې د پوښتنې کچه لوړه کړه وې ویل: هی، هی زوی یې دا غږ نه وه اورېدلی وې وېل آبا. په افغانستان کې څلور لسیزې د پخوانی مقام لقب نومی تر عنوان لاندې ځینې کسان داسې ځا نونه حق په جانب راښیی چې ګواکې رښتیا! په هرڅه کې په کافی اندازه مهارت او تجربه لری او بیلکل ددوی غوښتنې او ګر وېږنې سمې دی نن سبا داددې بحثونو «تودې اوسړې خبرې»«اخر خط» او نور.... یولوری دی او دبحث بل لوری دادی کله چې دغه کسان په تیرو فاسدو ادارو کې ښه سم فعاله وه او پخوانی نومونه یا ا لقاب،دالرې ناستې او ولاړې ،راکړه او ورکړوکې یی هم له همدې لارې ګټې تر لاسه کړل اوس په ډاګه هم دمخالفت چیغی وهی او هم تېرې ادارې سمې غندې او بیا دطلوع یا اریانا چینلونه له لارې نظام چلنج کوی او دبحث لوری منفی ګرایی ته ،شخصی خودخواهیو ،زور ګویی او له منطقی سوچ څخه باسی؟ د دې مظلو م،تږی وږی ،ستړی ستومان او دلوړو اوژورو اتل
ملت په دې حساسو شرایطو کې په نورو ټپونو باندې هم مالګه پاشی دا دبیان دازادی کوم شا خ او برګ تشکیلوی؟ چې موږ یې پاڼې نه شو پېژندلی موږ په ډاګه ګورو چې ملی او اسلا می ارزښتونه شخصی کوی اوهسې وخت سوزی.
داسمه ده چې ذبیح الله مجاهد د بیان دآزادی دنه سانسورولو خبره په اټکل کوی ولې سانسورول وخت غواړی هم اصول لری او هم اخلاقی دسپلین .په ځینو وختو کې یې ډېره ښه پایله لرلی ده ، امتحان شوې اوکار یې ورکړی.دلته به زه یو مثال راوړم :
آریانا سعید کثافت ، فرهنګ خرڅونکې، بربنډه چې نه یې هنر منلی شی او نه یې افغانی فرهنګ په یونیسکو کې د کوم «سرزمین من» په استازیتوب د ستاره افغان زمزمه کوی؟ ایا په وار وار یې همدغه وږی ملت دلوېدیځ کلتور ته نه دی هڅولی؟ دهغې افراط ګرایی له بهرنی تلویزیون څخه وګوری چې خواخوږی او خپل سری یې یو ښکر نه لری نور هرڅه ور باندې ختم دی!نوځکه یو نیسکو کې دښځو دحقوقو آزادی په نوم د بې عفتی لارو ته ډنډورې رامنځ ته کوی چې تقریبا مشابه ترمینا لوژی کې شکریه بارکزۍ په خط کشی ګیلو او ګذارو کې چې دسیاست تعریف دمقناطیس په مثبت او منفی لوری کې مثال راوړی نه پو هېږم چې دغه فزیک یی چېرې لوستی؟داهم درسنیو بې وخته بی کفایته او بې هویته غوغاده.د فوزیې کوفی، او یو شمېر نورو محلی او غیرمحلی پخوانیو ندافانو ،کسانو ، فرصت طلبو اوپه خپلو څېرو مینوعلنی مخالفت دسانسور له اصولو څخه وځی علاج کول یې په کاردی .نستوڼی کې دښمن ته ځای ورکول سمه ستراتیژی نه ده.ملت د تیارو خواته بیایی او له دې تشې یې ډیر تاوانونه لیدلی دی.
دا باید زموږ لپاره ځانګړې وی چې څرنګه یودبل ترڅنګ ژوند وکړو که موږ غواړو او که نه غواړو باید کاری ټولنه ولرو او له نړۍ سره تعامل دا زموږ ملی ګټې او ارزښتونه تامینولی شی. موږ به عین زمان کې دیو او بل همکاری ته جدی ضرورت لرو. دغه علم او هنر په کاردی حتی که بېطرف او یا مخالف هم یو .موږ په ټولو ملی او اسلامی ارزښتونو، ستونزو او تګلارو کې دیوې بېړۍ مسافر یو دلته جامع ،هراړخېزه،دهرچا په ګته دامن او سولې کورنی او ڼړیوال دریځ په کاردی خیر مو په سوله ، عدالت ،مساوات او یووالی کې دی .
نړیواله تولنه هم باید له دې تګلاری ووځی چې بې اتفاقی واچوه او حکومت وکړه! دوچې غوغا شموله سناریو نه څه نه جوړیږی نه دڼړۍ په ګته ده او نه دافغانستان اوسیمې. موږ ولیدل چې «مودی هندو» هم دټول شموله ناندرۍ وهلی دهندوستان په دومره مذاهبو،کثیر القومی اوپه تیره بیا د هند مسلمانانو لپاره ټولشموله چا وړاندیز کړی؟ داکنفرانسونه باید افغانستان کې جوړشوی وای.
ما یوه کاپی انګریزی شعر دسولې په نوم ټول افغان ته استولی دی ولې وګورم کومه کا پی مې چې دافغان ولس په استازیتوب یونیسکو ته استولی په رښتیا دملګرو ملتو سازمان او یا یونیسکو دخپلې کلیزې په درشل کې دښوڼې اوروزنې د میراث په توګه د «سرزمین من» په مقایسه خپلو نړیوالو نشراتو کې دافغان ولس په نوم خپروی اوکه نه؟