غلا ، قاچاق ، په مخدره موادو اعتياد ، مهاجرت ، اخلاقي فساد ، جرم او جنايت د همدې بېکارۍ محصول او نتيجه ده .
تر ټولو بدمرغه ټولنه هغه ده چې غړي ئې د خپل اخري شتمنۍ ( جسمي او فکري قوت او استعداد) د خرڅولو د پاره اخستونکي نه لري ، تر څو ددې لارې د خپل ځان او کورنۍ اعاشه او ابتدائي-طبيعي ضرورتونه ( خوراک ، پوښاک ، سرپناه ) پوره کړي .
داسې ټولنې به همېشه د جرم او جنايت ميدان وي او د سولې په ځای به جنګونه ، قتلونه او وينې تويول ورځنی مصروفیت وي .
متاءسفانه چې زموږ ټولنه هم ددې شومې پديدې(بېکاري او فقر) سره همېشه مخامخ وه او ده ، همدا وجهه ده چې د ناورينونو او مصيبتونو لړۍ په تکراري او دايروي شکل جريان لري ،د يوه مصيبت ختم د بل شروع کېدل دي او په دې د بدبختيو او ناخوالو په ډنډ کې زموږ اولس د مرګ تر نېټې لاس او پښې خوځوي ، خو نه يې دا خوسا ډنډ وچ کړ او نه ئې خپل ځانونه ځنې را وايستل .
اوس پوښتنه دا را ولاړيږي چې دا بيکاري ، فقر او بېوزلي زموږ ازلي او ميراثي برخه ده او که نور علتونه دي ؟
ايا موږ طبيعتاا ددې وړتيا نه لرو چې ددې مهلک او عذابوونکي مرض ( فقر ، بیکاري ) علاج وکړو او ځانونه ترې خلاص کړو او که نور عوامل دي چې زموږ مخه ئې ډب کړې ده ؟
د پورته پوښتنو په ځواب کې بايد وويل شي چې بېکاري او فقر نه زموږ ازلي قسمت دئ ، نه طبیعي ستونزه او نه موږ بې استعداده يو. هر څه( طبيعي منابع ، جوړ بدنونه او بشري قوه )شته ، خو د هغوی نه د استفادې مناسبه سياسي - اجتماعي فضا او چاپېريال وجود نه لري ، چې د بېکارۍ او فقر د ورکولو د پاره اقدام وشي .
د بېکارۍ او فقر د ورکولو د پاره تر ټولو مهم او بنسټيز رول د عدالت پياده کول په ټولنه کې دي .
عدالت يوازې په ازاده او د استبداد نه پاکه ټولنه کې راتللئ شي .
عدالت مانا د ټولنې د ټولو افرادو د پاره مساوي چانس په سياسي -تعليمي- اقتصادي- خدماتي برخو کې او طبيعي منابعو ته لاسرسۍ او ترې نه ګټه اخستنه ده ، چې دا اصل زموږ په ټولنه کې نه دئ عملي شوئ ، بلکې د هغې متضاد عمل شوئ دئ او فقط يوې کم شمېره طبقی په ټولنه کې په معيشتي او مادي منابعو په زور ، تزوير ، چالاکۍ ، تقلب ، تهديد ، ترور او فشار خپل انحصار او تسلط برقرار کړئ دئ او د ټولنې اکثريت يې ترې محروم ساتلئ دئ . چې دې طرزالعمل ته استبدادي ، ظالمانه او دیکتاتورانه ويل کيږي .
د بېکارۍ او فقر ستونزه په هېڅ ټولنه د دونيا کې په کلي ډول نه ده حل شوې، ځکه عدالت په تمامه مانا نه دئ پياده شوئ ، خو ځينو ټولنو په معقولو ، علمي او مدبرانه سياسي اقداماتو او کړنلارو افراطي ، فلاکتباره او فاجعه بار حالت ته لکه زموږ په هېواد کې خپله ټولنه نه ده پرې ايښئ او کوښښ يې دا دئ چې د بېکارۍ او بېوزلۍ کچه را ټيټه کړي او د ټولنيز انفجار او بې ثباتۍ پولې ته يې و نه رسوي .
پورته مو د بېکارۍ او فقر اصلي علت په ټولنه کې په نښه کړ چې د ټولنيز عدالت فقدان دئ .
خو عدالت به څوک پياده کوي ؟
د عدالت پياده کول په ټولنهکې د سياسي واکدارۍ او رهبرۍ دنده او مسؤليت دئ او دهمدې مسؤليت او دندې په اجراکولو کې يې مشروعيت او مقبوليت ارزول کيږي .
کومهسياسي واکمني چې عدالت نه شي پياده کولئ او يا هم د خپل واک چلولو ته، په زور او فشار دوام ورکوي استبدادي ، ظالمانه او دیکتاتورانه ده او زموږ بدبختي همدا وه او ده چې سياسي واکمني ، اداره او مدیریت استبدادي او دیکتاتورانه وو چې زموږ په ټول تاريخ کې د عدالت د پياده کولو په ځای ئې د بېعدالتۍ په اساس خپل واک چلولئ دئ او د بېکارۍ -فقر د ورکولو په عوض يې د اولس د فقير کولو په قېمت ځانونه ماړه کړي دي .
دلته بيا دا سوال را پيدا کيږي چې دا سياسي واکمني چې په استبدادي طريقه واک چلوي د چا د لوري حمايت کېدله ؟
د افغانستان مکتبيان د استبدادي واکمنۍ د دوام ګناه په ملايانو او روحانیونو اچوله او اچوي ئی او دا دليل راوړي چې ټول استبدادي حاکميتونه د ديني نخبه ګانو ( پېرانو ، حضرتانو ، ملايانو او روحانيونو ) د ديني فتواوو او حمايت له کبله بقا لرله او چون افغان اولس يو متدين او معتقد اولس دئ او خپلو ديني علماوو ته احترام لري ، کله چې ديني علما د حاکميت د مشروعيت تائيد کوي ،نو مقتديان به يې په منلو کې هېڅ شک نه کوي .
همدا شان روحانيون او د مدرسو فارغان بيا د استبداد واکداري د مکتبيانو ( چې ځانونه منورين او روښنفکران بولي ) کارنامه بولي چې د سياسي قدرت د ماشين د پرزو وظيفه اجرا کوي او خپله مکتبي زده کړه يې د استبداد د خيرن مخ د ښويوولو د پاره په کار اچوله . دوې اجرتي مستخدمين بولي چې د استبدادي واکدارۍ سره په فشاري او خشونتي برخو کې يې همکاري کوله او د استبداد د بقا سبب ګرزېدل .
که د خپل وطن تاريخ ته وګورو ددې دواړو ( مدرسه يانو او مکتبيانو ) استدلال تر يوه حده سم دئ او د استبداد دوام ته يې زمينه مساعده کړې ده .
استبداد دوه عمده وسيلې لري څو دوام پيدا کړي :
۱- فشار او زور ( اسلحه استعمالول ،فزيکي شکنجې ، ترور ، زندان او ...)
۲- په جهالت او تيارو کې خلک ساتل
د استبداد اوله وسيله فشار او زور تر هغه وخته کار ورکوي ، چې خلک ناپوهه ، د خپلو حقوقو نه ناخبره ، د اطلاعاتو نه بې خبره او د تفکر قوه يې راکده او منجمده وي . خو که خلک اګاه شي ، خپل حقوق و پېژني او د هغو د لاسته راوستلو د پاره فکر وکړي ، دا فکر په تحرک بدليږي ، منسجم کيږي او په داسې قوت بدليږي چې استبدادي قوت او زور يې د مقاومت توان نه لري او ورته تسلمیږي به .
همدا وجهه ده چې استبدادي حاکميتونو د خپل ناولي قدرت د دوام دپاره د خپل اولس چې رعيت ورته وائي د پوهېدلو او هوښيارېدلو مخه نيوله او نيسي ، ځکه که اولس بېدار او پوه شي ، نو د دوی د ظلم د ماڼۍ چپه کېدل حتمي دي .
د اولس د پوهولو او د جهالت او بې خبرۍ د تيارو نه را ايستل به څوک کوي ؟
طبعاا هغه څوک چې په څه پوهيږي او تعليم يې کړئ وي چې زموږ په ټولنه کې ديني عالمان ( روحانيون ) او د مکتبونو فارغان ددې دندې د اجراکولو وړتيا او مسؤليت لري . چې متاءسفانه ددې دواړو قشرونو يوې برخې ، ددې په ځای چې اولس د سواد ، علم او اطلاعاتو په اسلحه مسلح کړي ، بالمقابل خپل ظرفيتونه يې د استبدادي حاکميت د مشروعيت او دوام دپاره کارولي دي . نو هغه پورته ملامتيا چې دې دواړو قشرونو يو په بل اچوله او اچوي د دواړو په برخه کې صدق کوي او د استبدادي حاکميتونو په پاته کیدو کې يې خپله منفي او ضد اولسي وڼده اخستې ده او حاکميت ته د خدمت په خاطر يې د اولس سره جفا او غدر کړئ دئ .
همدا شان په دواړو قشرونو ( روحانيونو او مکتبياتو )کې داسې خلک هم وو او شته چې د استبداد او دهغه د مظالمو سره يې د خپل وجدان په امر توافق نه دئ کړئ . په ټولنه کې د مسلط ظلم او بېعدالتۍ سره د مبارزې لاره يې نيولې ده ، د بېعدالتۍ په ضد ئې غږ پورتهکړئ دئ ، خو د امکاناتو او ريسورسونو د فقدان او د مسلط استبداد د اختناق له کبله عيناا لکه خپل اولس د استبداد قرباني پاته شوي دي او د عدالت په پياده کولو کې ئې برياليتوب نه دئ حاصل کړئ .
د بل لوري روحاني او مکتبي ضد استبدادي قشر ددې توان هم نهدئ پيدا کړئ چې د خپلو خلکو په پوهولو ، بېدارولواو مسجم کولو د پاره د شريکې جبهې په راوستلو او د مشترک دوښمن ( استبداد) په مقابل په ګډه او مؤثره طريقه مبارزه وکړي او بې عدالتي چې د بېکارۍ او فقر اصلي منبع ده ورکه کړي ، بلکې د غلط فهمۍ او يو په بل د بدګمانۍ له وجهې ئې زيات وخت د استبدادي قدرت سره د مبارزې په ځای يو دبل په مقابل کې سنګرونه نيولي دي او خپل قوت يې د اصلي دوښمن په ځای يو د بل په ضد کارولئ دي اوهمدا علت دئ چې مبارزو يې مثمره نتيجه نه ده ورکړې .
په وروستيو څو لسيزو کې چې قدرت کله د مکتبيانو لاسته لوېدلئ دئ ، د خپل ټوپک خوله ئې په روحاني قشر ور خلاصه کړې ده او کله چې روحاني قشر قدرت حاصل کړئ د مکتبيانو د ريبلو پاليسي يې اختيار کړې ده او اصلي معضله چې د بېکارۍ او فقر له منځه وړل او عدالت پياده کول دي په خپل ځای پاته ده .
ډ پورته ترخو حقايقو او فکتورونو په نظر کې نيولو سره دې نتيجې ته رسيږو چې د بېکارۍ او بېوزلۍ نه د ټولنې د خلاصون د پاره بايد سياسي واکداراي او مديريت د مستبدينو او ديکتاتورانو د قبضې نه وايستل شي او سياسي قدرت په اولس د بادارۍ او اغائۍ په ځای د اولس د خدمتګارۍ حالت ته تغير وکړي .تر څو د ټولنيز عدالت د عملي کولو د پاره زمينه مساعده شي او د اولس ټولو افرادو ته د تعليم ، کار ، استعدادي رشد ، ابتکار او خلاقيت مساوي چانس برابرشي .
مادي او معنوي امتيازات او مزايا د ټولنې د افرادو د وړتيا ، ټولنې ته د خدمت او ګټې رسولو په اساس ووېشل شي ، نه د روابطو ، تزوير او فساد له لارې .
اوس چې الحمدلله سياسي واکمني ، اداره او مديريت په افغانستان کې د شريرو ، فاسدو او مستبدو عناصرو د وجود نه پاکه شوې او د اولس اصيل زامنو طالبان کرامو ( روحاني قشر) د قدرت واګې په لاس کې اخستي دي ، د بېکارۍ او فقر د ختمولو د پاره اولين قدم واخستل شو . نور به سياسي واکمني د زور ، تعذيب ، ترور او اختناق مرکز نه وي ، بلکې د ټولنيز عدالت ، مسؤليت او اولس ته د خدمت ادرس به وي او د اولس د هوښيارۍ ، بېدارۍ ، پوهېدلو او مهارتي کېدلو د پاره به هلې ځلې کوي ، څو د اولس د بېدارۍ ، پوهې ، هوښيارۍ او سياسي شعور کچه دومره لوړه شي چې د بېعدالتۍ او د خپلو حقوقو د نقض په صورت کې فوراا عکس العمل وښيي او د سياسي واکدارانو نه بې د فزيکي قوې د استعمال نه د حساب اخستلو جوګه شي . خو دا عظيمه وظيفه ( د اولس پوهول او خدمت ) په يوازې صورت نه کيږي ، بلکې د اولس د ټولنې هغه بل مسؤل اړخ ( مکتبيان) هم بايد ددې لوی تاريخي رسالت په اداکولو کې خپل سهم او مسؤليت ادا کړي .
لکه مخکې مو چې وويل د اولس د بېدارۍ او پوهولو وظيفه د روحانيونو او مکتبيانو په غاړه ده او دې دواړو مسؤلو قشرونو تر اوسه ،ددې مسؤليت نه ، يا سؤ استفاده کړې ( درباري روحانيون او استخدام شوي مکتبيان ) او يا د يوه سؤتفاهم او يو د بل په مقابل کې جبهه نيولو ( مبارز روحانيت او مبارز روښنفکران ) له کبله يې مبارزه بې ثمره پاته شوې ده او دګټې په ځای يې جبران ناپذيره زيانونه افغاني ټولنې ته رسولي دي .
له دې کبله نور بايد پخواني بې ګټې او زيان اوره میتودونه چې يو دبل سره د تقابل ، حذفولو او محو کولو په تفکر ولاړ وو ترک او په ځای يې د تعاون ، خدمتي رقابت او منطقي تفاهم له لارې ګډ هدف ته د رسېدو د پاره چې د ټولنيز عدالت پياده کول ، د اولس پوهول او پوهې ته هڅول او د بېکارۍ او فقر سره مؤثره او صادقانه مبارزه کول دي خپله لڼډمهاله او اوږدمهاله ستراتيژي و ګرزوي .
روحانيت او روښنفکران د ټولنې د جوړښتي بدن دوه مهم اورګانونه دي چې په دې بدن کې د غبرګو سترګو او غوږونو حيثيت لري . نو ټولنه به هغه وخت سالمه ليدل او او اوريدل ولري چې غبرګې سترګې او غوږونه په زماني او مکاني لحاظ فعال وي او ديوې سترګې او غوږ د فلج کولو کوښښ او طريقه مردوده شي .
د ااا پاليسي او اجندا چې په ديني -ملي ارزښتونو جوړه ده يو طلايي چانس او پراخه پلاتفورم د افغان اولس د ټولو اقشارو ( طالبانو ، ملايانو ، بزګرانو ، کارګرانو ، کسبه کارانو ، دوکاندارنو ، تجارانو ، زده کوونکو ، محصلينو ، ښوونکو ، استادانو ، هنرمندانو ، ليکوالانو ، طبيبانو ، انجينرانو ، حقوقدانانو ، متخصيصينو او نورو علمي -تخنيکي- تکنالوژيکي کدرونو ) دئ ، تر څو د خپلو وړتياوو او استعدادونو د ودې او انکشاف د پاره هر افغان ( ښځه او نر ) ددې لوی تاريخي فرصت نه ګټه پورته کړي او ددې وطن د ابادۍ ، سوکالۍ او رفاه دپاره زموږ د سرشاره ريسورنونو ( پراخه مځکې ، قېمتي کانونه ، پریمانه بشري قوه او مخلصه مديريت ) نه استفاده وکړي او په شريک تلاش سره د بېکارۍ او بېوزلۍ معزلې ته د پای ټکی کېښودل شي .
#د ابادۍ او خدمت جهاد