د ۲۰۰۱زکال په اکتوبر کې په افغانستان له پوځي برید سره سم د امریکا متحدو ایالتونو د منځنۍ آسیا له پنځو دولتونو سره نږدې همکاري او اړیکې رامنځ ته کړې او په دې توګه امریکا په افغانستان کې د خپلو پوځي عملیاتو لپاره د منځنۍ آسیاهېوادونو مرسته او ملاتړ تر لاسه کړ. د منځنۍ آسیا هېوادونو غوښتل په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت، د روسیې او چین د رول او اغېزې د پراختیا د مخنیوي او د اقتصادي مرستو ترلاسه کولو په موخه په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائیتلاف له ځواکونو سره همکاري وکړي او امریکا ته اجازه ورکړي چې د دوی له خاورې اوفضاء څخه افغانستان ته دخپل پرسونل او توکو دلېږد په موخه دترانزیتی لارې په تو ګه ګټې تر لاسه کړی چې تر لاسه یې کړې . دمنځنۍ اسیا هېوا دونو درې ګټې ترلاسه کړلې سیاسی ، اقتصادی( باج ګیری) او سیمه ایزه . اوس دالقاعده او داعش په پلمه دا فغانستان د اسلاامی امارت په ر سمیت پېژندلو څخه ډډه کوی ځکه دوی په سیمه کې ځان له دې مسولیت ګډ نه ګڼی حال داچې دغه پدیده دسیمې ټولو هېوادونو ګډه مبارزه ده او یوازې د افغانستان میراث نه دی. دوه لسیزې افغانستان دنامعلوم تروریزم په نوم توپانونه وګالل.
د دې ترڅنګ د منځنۍ آسیا دولتونو د حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان له مرکزي حکومت څخه ډیپلوماتیک ملاتړ پیل کړ او په دې توګه یې افغانستان کې د سترو نړیوالو پروژو له تطبیق سره مرسته وکړه له افغانستان سره جغرافیایي نږدې والی او د طالبانو پر ضد جګړه کې له امریکا سره همکاري د امریکا او منځنۍ آسیاګټې یو له بل سره وتړلې او په سیمه کې یې د امریکا شتون په بې ساري ډول زیات کړ.د لوېدیځ سیاسي او مالي ملاتړ او همکاریو د سیمې له هېوادونو سره د کورنیو او سیمه ایزو ستونزو په حل کې ډېره مر سته وکړه، خو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دادی د امریکا په بهرني سیاست کې بدلون راځی د منځنۍ آسیادولتونو د ارزښت او اهمیت له کمېدو سرمخامخ کیږی د منځنۍ آسیادولتونه یو ځل بیا د پخوا په څېر له ګڼو ستونزو سره به مخامخ شي. لوژستیکي اسانتیاوې برابرول او پوځي اډې ور کول د افغانستان په جګړه کې له امریکا سره د منځنۍ آسیا دولتونو د همکارۍ مهمه برخه جوړوله. د ۲۰۰۲ زکال له پیل کېدو وړاندې واشنګټن له قرغیزستان او ازبکستان سره تړونونه لاس لیک کړل چې له مخې به
یې امریکایي ځواکونو په یادو هېوادونو کې پوځي اډې جوړې کړي او په دې توګه امریکا د قرغیزستان په مناس او د ازبکستان په خان آباد کې خپل پوځونه ځای پرځای کړل. د امریکا هوایي ځواکونه له مناس پوځي اډې څخه افغانستان ته د ځواکونو د استولو او بېرته ایستلو د 1 ترانزیټي لارې او الوتکو ته د تېلو برابرولو په موخه استفاده کوله.دې وخت کې دغو هېوادونو خپلې ګټې ترلاسه کړې.
تر ۲۰۱۲ زکال پورې له۴۰۰۰۰۰ څخه زیات امریکایي پرسونل د مناس اډې له لارې افغانستان ته تللی او بېرته ستانه شوي وو. په ۲۰۰۵ز. کال کې د ازبکستان په اندیجان کې له تاوتریخوالي وروسته امریکا په ازبک چارواکو سختې نیوکې وکړې چې په پایله کې یې ازبکستان په خان آباد کې د امریکا پوځي اډه بنده کړه. تر ۲۰۰۵ زکال پورې امریکایي ځواکونو د خان آباد له پوځي اډې څخه د هوایي او ځمکني ترانسپور ت د یوې لاري په توګه استفاده کو له، د دې ترڅنګ په یاده پوځي اډه کې ځانګړې امریکایي ځواکونه او جنګي الوتکې هم ځای پرځای شوې وې. آیساف له تاجیکستان سره مستقیمه پوځي همکاري درلوده چې له مخې یې د نړیوال ائیتلاف جنګي الوتکو د تېلو اخیستلو په موخه د تاجیکستان له هوایي او فضاء میدانونو استفاده کوله او د دې ترڅنګ فرانسوي جنګي الوتکې د دوشنبې په هوایي ډګر کې ځای پرځای شوې وې.ترکمنستان د تیلو اخیستلو او بشري مرستو د امریکا او منځنۍ آسیا هېوادونو اړیکې رسولو په موخه د نړیوال ائتلاف هوایي الوتکو له خپلې فضاء او خاورې د استفادې کولو اجازه ورکړې وه او قزاقستان نړیوال ائیتلاف الوتکو له خپلې فضاء او هوایي میدانونو څخه د ګټې اخیستلو اجازه ورکړې وه. همدارنګه په ۲۰۱۳ زکال کې قزاقستان فرانسویانو ته له یو ې نوې ترانزیټي لارې څخه د ګټې اخیستلو اجازه ورکړه. په ۲۰۰۹ زکال کې امریکا او د ناټو غړو هېوادونو له روسیې او د منځنۍ آسیا هېوادونو سره تړونونه لاس لیک کړل چې له مخې به يې په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو ته د شمال له لارې غیر جنګي توکي لکه: موټر، د بیا رغونې وسایل او شخصی توکي لېږدېدل او په دې توګه په افغانستان مېشتو امریکایي او ناټو ځواکونو له شمال ترانزیټي لارې څخه ګټه اخیستل پیل کړل.
د شمال ترانزیټي لارې له پرانېستلو وړاندې په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو ته ۹۰ سلنه توکي د پاکستان د کراچۍ بندر او ځمکې له لارې لېږدېدل د ۲۰۱۱ زکال په وروستیو کې امریکایي سرتېرو ته ۳۰ سلنه د اړتیا وړ توکي د شمال له لارې، ۳۱ سلنه د هوا له لارې او ۲۹ سلنه د پاکستان له لارې لېږدېدل.
د امریکا متحدینو او ملګرو هېوادونو هم د شمال ترانزيټي لارې په وسیله په افغانستان کې خپلو مېشتو سر تېرو د اړتیا وړ توکي استول، د شمال له لارې افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو ته د توکو لېږد د منځنۍ آسیاهېوادونو لپاره د پام وړ مالی او ستراتېژیکې ګټې له ځان سره درلودې. دا چې امریکا دترانزيټ او لوژستیک په برخه کې د منځنۍ آسیاهېوادونو مرستې ته اړ تیا درلوده له همدې امله یې د منځنۍ آسیا په دولتي مشرانو نیوکې بندې کړې.د پاکستان د ترانزيټي لارې په پرتله د شامل ترانزیټي لار خوندي او د ډاډ وړ وه، خو سره له دې د پاکستان ترانزیټي لارې په پرتله د شامل ترانزیټي لار له مالي پلوه په لوړ قیمت تما مېده هر کانتینر چې د شمال له لارې لېږدېده پرې ۱۷۵۰۰ ډالر لګښت او هر کانتینر چې د پاکستان له لارې لېږدېده پرې ۷۲۰۰ ډالر لګښت راتلو. له ترکمنستان پرته د منځنۍ آسیاڅلورو دولتونو چې ناټو او امریکايي ځواکونو ته یې ځمکنۍ لارې ورکړې وې هر کال یې۵۰۰ میلیونه ډالره د ترانزیټ په توګه ترلاسه کول.د ۲۰۱۲ زکال په جون کې ناټو سازمان قرغیزستان، قزاقستان او ازبکستان سره یو نوی تړون لاس لیک کړ چې له مخې به یې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې د شمال له لارې ناټو سازمان خپل وسایل او توکي بېرته وړل.د ناټو مالی مرستې د دې سبب شوې چې د منځنۍ آسیا هېوادونه خپل منځي اختلا فو نو څخه تېر شی او ناټو سازمان ته د ترانزیټي لارې له ورکولو سره توافق وکړي. باید وویل شي چې د ناټو مالی مرستې د منځنۍ آسیا په هېوادونو کې د اداري فساد د پراختیا سبب شوې د منځنۍ آسیاهېوادونه په افغانستان کې له پراختیايي پروژو سره مرسته او همکاري کوله. قزاقستان په خپلو پوهنتونو کې افغان محصلینو او چارواکو ته د روزنې شرایط برابر کړي وو.او له افغانستان سره یې د ۸ میلیونو ډالرو مرستې ژمنه کړې وه.
د آسیايي پراختیايي بانک په مالی مرسته د ازبکستان د ریل مي شرکت له حیرتان څخه تر مزار شریف پورې ریل لاره جوړه کړې چې په ۲۰۱۱ ز. کال کې ترې ګټه اخیستل پیل شو ل او په دې توګه افغانستان د ریل لارېې په وسیله له بهرنۍ نړۍ سره وصل شو. تاشکند غواړي چې پورتنۍ د ریل لاره د افغانستان نورو سیمو ته هم وغزوي او په دې توګه به ازبکستان لپاره ددې زمینه برابره شی چې د سویيل آسیا له هېوادونو سره سوداګرۍ ته پراختیا ورکړي. ازبکستان له نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار کوي څو په آمو دریا باندې نوي پلونه جوړ کړي. په دې وروستیو کلونو کې ازبکستان افغانستان ته د بریښنا په یو ستر صادرونکي هېواد بدل شوی دی د نړیوالې ټولنې په مرسته له ازبکستان څخه افغانستان د بریښنا د لېږد لینون وغځول شول، د یادولو وړ ده چې ازبکستان په ۲۰۱۳ زکال کې ۱،۲بیلیون کیلو واټه بریښنا په افغانستان پلورلې وه.
ترکمنستان له افغانستان سره د بیارغونې په ځینو پروژو کې مرسته کړې او دغه هېواد د ټاپي پروژې له تطبیق څخه په کلکه ملاتړ کوي. قرغزستان د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوالې ادارې ته اجازه ورکړې چې له خاورې یې په استفادې د افغانستان بېلا بېلو برخو ته مرستې ورسوي. ددې ترڅنګ قرغزستان په خپله خاوره کې یو شمېر افغان کډوالو ته د اوسېدو اجازه ور کړې. تاجیکستان او قرغیزستان د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د تطبیق لپاره له یو شمېر هېوادونو او نړیوالو بانکونو د مالی مرستو ترلاسه کولو غوښتنه کړې. د کاسا ۱۰۰۰ پروژې په وسیله به د قرغیزستان او تاجیکستان بریښنا افغانستان او پاکستان ته ولېږدول شی.
تاجکستان او قرغیزستان د خپلې بریښنا د صادرولو او پلورلو لپاره یو شمېر پروګرامونه رامنځ ته کړي، خو د ازبکستان مشران بیا هڅه کوي چې د خپلې بریښنا د تولید ظرفیت زیات کړي او خپلې بریښنا ته مارکیټ پیدا کړي.د تاجیکستان او قرغیزستان له لوري د بندونو جوړول او د بریښنا صادرول به له یوه لوري د ازبکستان زراعت ته زیان ورسوي او له بل لوري به له سیاسی پلوه د ازبکستان موقف کمزوری کړي. نور بیا.......
د میډلبری نړیوال پوهنتون: دنړیوالو مطالعاتو اوتحقیقاتو مرکز