وَمَنْ لَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ

ژباړه : كوم خلك چې د الله له نازل كړي دستور سره سمې فيصلې ونه كړي هماغوى كافران دي.

 


حکومت باید چه مسلمان او سلامي  وي ؟ ، او که عادل حکومت ؟ . علماء ویلي چه : «الملک یبقی مع الکفر و لایبقی معالظلم» ژباړه : حکومت د کفر سره دوام کوي ( باقي به وي ) اما د ظلم سره دوام نکوي ( باقي نه پاتیږي) 

 


پوښتنه دا ده چه : د حکومت په ساختار کښي  شریعت څومره رول لري، تر دې لمخه چه پوښتني ته جواب ووایو ،لنډي مقدمې ته  به ولاړ سو 

 


د نړۍ ټول  انسانان دینداره دي ، ادیان دوه نوعه دي ، څوک اهل کتاب دي او څوک بې کتاب دي د اسلام له نظره . 

تنها ۷ ٪ خلګ د مځمکي پر مخ بې دینه دي 

د ۱۹۳ ملکونو له جملې تقریبا ۵۰ ملکونه د مسلمانانو دي ، او ۹۶ حکومتونه سکیولر ساختار لري 

او اروپایی ملکونه سخت سکیور حکومتونه لري ، اول لس اعلی درجه او سوکاله حکومتونه سته چه  ملت ئې په خوښي خوشحالي کي ژوند تېروي ، لس سره ملکونه په یورپ کښي دي ، نیوزیلنډ تنها ملک دی چه په اروپا کښي ندی ، لمړی او دوهمه درجه دی د امن او امان ملک دی ، البته چه نیوزیلنډ هم سکیولر ساختار لري 

امریکا هغه ملک دی چه د سکیولر دعوا لري ، خو په امن او امان درلودلو ملکونو په ۱۱ او ۱۲ سمه درجه کښي ځای لري، او ملت ئې ستر دینداره خلګ دي ، په تناسب د یورپ ، د یورپین یونین په سنداو وثیقه  کښي د خدای نوم ندی لیکل سوی ، د امریکا د یونین په وثیقه کښي د خدای نوم لیکل سوی دی . 

او د نړۍ په بې امنه ملکونو کښي یمن ، سوریه ، سومالیا ، جنوبي سودان او افغانستان ٩ همه درجه كښي کښي  کرار لري . 

 


اسلام د نړۍ پر مخ يو منلی دین دی او و جهان ته ئې  ستر اخلاق راوړي او د اسلام د اسماني اخلاقو له برکته نن دانګلستان ښځي په سوکالي کښی ژوند تر سره کوي ، او روسیې حکومت   ، جهان د کاریګرو و حقوقو ته وهڅولی ،اسلام اخلاق خپاره کړل ، او د روسانو حکومت  د ساختار په سبب Social Security  او د متقاعدينو لپاره اقتصادي تضمین  منځ ته راغلی 

 


اسلام او بل هر سماوي دین هر څه په ځان کښي لري ، کوم چه تړاو لري له اخلاقو او عبادت  سره . 

 


د قرآن په نص کښي  د زراعت صناعت او تخنیک او تکنالوجۍ ، مواصلاتو  ، ترافیک ، دعامي روغتیا  لپاره په ځان کښي  هیڅ نه لري ، د صحت عامې لپاره د وباء مرض په باب داسي روایت سته چه : «إذَا سمِعْتُمْ الطَّاعُونَ بِأَرْضٍ، فَلاَتَدْخُلُوهَا، وَإذَا وقَعَ بِأَرْضٍ، وَأَنْتُمْ فِيهَا، فَلاَ تَخْرُجُوا مِنْهَا» ژباړه : که مو  پر ځمکه د طاعون مرض واوېدل هغی ځمکی ته سفر مه کوی ، او که مرض پر هغه ځمکه واقع سي چه ته پکښي اوسېږي نو د هغې ځمکي مه راوځه . 

 


او د زراعت په باب داسي روایت راغلی چه : کوم وخت یواري مبارک علیه السلام په لار تللی خلګو د درختو پیوند کاوه ،مبارک د پیوند په باب  نظر څرګند کړی ؤ د سوالېې په شکل ، اصحابو د رسول الله نظر جدی نیولی ؤ ، راتلونکی کال ددرختو حاصلات کوم سوي وه ، مبارک پوښتنه وکړه چه ولی داسي پېښه ده ، اصحابو  ویل چه تاسو فرایلي چه پیوند ونکړی ؟   ، نو مبارک فرمایل چه "أنتم أعلم بأمور دنياكم" ژباړه : د دنیا په اومورو تاسو پوهېږی 

له دي حدیث مبارک نه دا څرکند کیږي ، چه دین د صنعتي او تعمیراتي او تخنیکي ابزارونو ته بیان نه لري 

خو داسي یو حدیث روایت سوی چه : لا يمَنَعَنَّ جارٌ جاره: أن يغرِزَ خَشَبَهُ في جداره، ژباړه : همسایه دی خپل همسایه نه منعه کوی چه پر دېوال ئې لرګي کېږدي ، یعني همسایه کولی سي چه په درو دیوالونو خونه جوړه کړي چه یودېوال د همسایه کار کړي 

دا کړنه يو ستر اخلاقي کار دی ، خو تنها په لس نفري قریه   او کلوالي ژوند کي ښه کار دي او په ښارونو کښي پر داسي اخلاقو، په طولل مدت کښي جنجال بناء کیږي ، په کوڅو کښي صوفان جوړ وي ، او په کور دننه بیا بام د همسایه وي اوخونه بیا دبل وي 

اوس دې خبري ته راځم چه د حکومتداري او دسیاسي امارت ( سیاسي مشر تابه )  او سماوي دین څه اړیکي لري ؟؟

 


۱)د حکومت ساختار ته اسلام کومه نقشه نه لري ، د سلف صالحینو د نظام ساختار ډېر ساده ؤ ، امارت یا مشرتابه ،  بعضي کړني د مصلحت او شورا له لاري  ترسره کول ، امارت او  قومي مشر  ټولي وظیفې تر سره کولې ، اما یوبیت المان ته ئې بل مشر ټاکلی ؤ  چه أبي عبيدة بن الجراح نومېدلی او رسول الله د امین لقب ور کړی و ، اوعشرمبشرینو له جملې نه ؤ ، د سلفو په عصر کښي د قدرت تقسیم نه ؤ ، ولي چه الخُلَفَاءُ الأربعةُ هغه خلګ وه چه ترانبیاء وروسته افضل ترین خلګ وه . 

ابو بکر صدیق امارت ( مشرتابه ) د غاړي وه ، او د قاضي  وظیفه ئې  هم تر سره کول ، حضرت عمر هم قضاء کوله خود ابوبکر صدیق له خوا رسمي د قاضي وظیفه نه وه  ور سپارل سوې   

د رسول الله صی الله علیه وسلم و په وخت کښي تنها د سیاسي اومورو په ساختار کي تنها بیت المال تاسیس سوی ؤ ،نور تاسیسات نوه ، حتیٰ محبس هم نه و اباد سوی ، لمړۍ بندیخانه حضرت علی رضی الله  عنه جوړه کړه  د کوفې پهښار کي د قصب ( نل ) نه ، یعني پاخه دېوالونه ئې نه درلودلل یعني د محبس دیوالونه د نلونو جوړ وه ، چه موږ پهوطني اصطلاح او  فارسي ژبه کښي چیغ ورته ویل کیږي ، کله چه یو بندی نلان مات کړي وه او فرار ئې کړی ؤ  ، نو بیادیوالونه د پخې خښتي اباد کړه ، 

خلفاء راشدینو تنها  دوې وظیفي تر سره کولی ، یو قضاء د خلکو ترمنځ او بل و غزا ته صحابه لېږل او د مقاتلینو تهمشرتابه (امارت ) ټاکل . 

يعني تنها  يي یو کار تر سره كولی چه هغه ؤ  يَحْكُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ  چه ددې معنی داسوه چه د خلګو تر منځ ئې پهکتاب الله حکم کولی ، او د الله دین ئې د ځمکي پر مخ خپرولی یعني : كان الخلفاء الرَّاشدون يسوسون النَّاسَ بالعدل  ژباره دخلکو خدمات يي په عدل سره تر سره کول . 

 


د نن ورځي د اسلامی ملکونو مشرتابه (امارت ) او پاچهان ، او ولس مشران د قضاء وظیفه نه تر سره کوي ، پس نديمکلف چه حکم په ( يحكم بما أنزل الله) وکړي ، دا چه صحاب کرام د قضاء وظیفه د غاړي وه ، نو پر فرض ده چه حکم په“ یحکم بما انزل الله “ کړیوای . 

پس د تیرو منطق  په استباط ، په نن عصر کښي تنها د جزايی محکمې پر قضاتو دا فرض ده چه حکم وکړي ، په قرآنيایاتونو باندي ، که په قران باندی حکم ونه کړ پس نو : فأولئك هم الكافرون. 

او بل و وزیر دفاع  ته فرض ده چه د خپل مشرتابه او امیر و فرمان ته د في سبيل الله  لپاره تیار سیت ولاړ وي که د فیسبیل الله د پاره ونه جنګېدلی ، نو !!! نو تر دغه حکم لاندي کیږي چه «كوم خلك چې د الله له نازل كړي قانون سره سمېفيصلې ونه كړي هماغوى كافران دي.

اوس خبره دې ځای ته راورسېده چه د حکومت پر  وزیر زراعت باندي فرض ده چه په وظیفه!!! کښي حکم وکړي ؟؟په «يَحْكُمْبِمَا أَنزَلَ اللَّهُ» نه په هیځ وجه نه ده ورته فرض . 

ایا د حکومت  پر وزیر مخابرت باندي دا فرض ده چه حکم په کلام الله سره وګړي ؟ ، جواب ئې نه دی په هیځ وجه پر فرض نده . 

د حکومت هیځ داسي شعبه نسته چه د دولت پر مأمور دي فرض وي چه حکم وکړي په بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ  سره 

خو یوه خبره سته چه د حکومت مامور به په شخصي ژوندانه کښي او په رسمي وظیفه کي د پیسو او مادي ګټي پربنا دستور کښي تحریفات نه تر سرکوي درب العزت حکم دی چه :« لا تشتروا بآياتي ثمنا قليلا» 

چه خبره راټوله کړو او نتیجه راوباسو  نو خبره دې ځای ته را سیږي 

 


حکومت ته لازمه ده چه خپل خاورین نظام د ساتني لپاره د قانون اساسي په حکمونو باندی حکم وکړي 

د ملک ټولي محکمې دي د خاورین جزايی قانون په احکامو حکم وکړي 

 


تنها او تنها پر هر مسلمان فرض ده چه شرعي محکمه  ئې په قراني احکامو حکم وکړي 

 


او د بانکونو پر مستقل ریاست ، پر مقام دا فرض ده ، «لا تاکلوا الربا اضعافا » او هم «لا تاکلوا الربا »

و حکومت ته نده لازم چه قران پر خلکو د پولیس یا محتسب په زور سره تطبیق کړي . قال الله تعالی : لا اقرا فی الدین

 


هر کله چه محکمه د قران په احکامو حکم ونه کړي ، دغه وخت نو د ټولني پر ټول ملت دغه ایة صدق کوي چه : وَمَنْلَمْ يَحْكُمْ بِمَا أَنزَلَ اللَّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ

 

په ټوله نړۍ کښي چه اسلامي ملکونه دي تر افغانستان د طالبانو تر امارت پوري ساختار ئې سکیولر دی ، 

 


حتي مبارک هم د خاوریني دنیا له پاره بېله د وحی ، د عقل محصول يعنی میثاق مدینه لیکلی ؤ 

چه مختلف قومونه او ادیان پر میثاق مدینه  راټول وه ، او د میثاق مدینې تر چتر لاندي راټول وه 

 


او عثماني ترکیې هم د مدینې په شان میثاق او قانون درلودي چه بعضي تاریخ دانان و عثماني خلافت ته سکیولرخلافت ګوته نیسي ، یعني د عثماني خلافت په وخت کښي تنها محکمې په قران حکم کولی ، او وزارة الدفاع د اعلاءكلمة الله له پاره تیارسیت ولاړه وه 

اود حکومت په بل هر بخش کي د عقل محصول (قانون ) سره سم اجراات کېدل