چې غمزده صيب مرکه نه کوي نو څه وکړو ..............؟
وروستۍ برخه
  نجيب عامر

استاذرحيم غمزده ته مې وويل زوى دې توريالي راته ويلي چې يوورځ راشه چې کله راغلې هغه خپله مجبوريږي مرکه درسره کوي .هغه راته په خندا وويل رانه شې ګنې  سم وهل به رانه وخورې .زړه مې و چې هغه داسمعيل شاهد ډايلاګ ورته ووايم چې ((پنځه شپيته تاڼې مې ډزولي دي .....زه ګوره مجرم دپوندو نه پيژنم .)) خوورغبرګه مې کړه .(( په خپل عمر کې مې دخبريالۍ په ميدان کې دلويو لويو وزيرانو سره ، قوماندانانو سره اومشرانو سره مرکې کړي چا نه يم وهلى پرېږده چې ستا دلاسه وهل وخورم دابه يو لوى وياړوي .))هغه راته په ځواب کې وويل (( هغوى تاسې کله وهي ،ستاسې لاره ورسره يوه وي .))


زه پوهېدم چې استاذ غمزده اوس خپل ژوند داسې عيار کړى چې خاموشي يې خوښه ده ،دزړه هغه زور يې نه دى پاتې چې دستيژسرته به پاڅيدلو او خلک به يې خاموشه کړل .اوس هغه  دسندرو دنيا يې که څه هم خوښه ده خو دزړه مزي يې ورسره شکيدلې ښکاري او هم دالامل دى چې درسره بحث ته حاضريږي اوښه مجلس درسره کوي خو دژورناليزم په اصطلاح (( اف دي ريکارډ )) .
زه ورسره څوساعته ناست وم کاش کې ټولې خبرې مې په ذهن کې پاتې واى نواوس به مې پوره يوکتاب پرې ليکلى واى خودې ټيپونو اودثبت وسايلو مونږ نه تنبلان جوړکړي اوس چې دا سبيل مړى ټيپ راسره نه وي خبرې ټولې په هوا کې رانه الوزي .هغه په خپلو خبرو کې راته دا هم وويل چې په دې وروستيو کې دخپل کوم ډېر نزدې ملګري په مجبورولوجلال اباد ته تللى و اوهلته يې دوالي ګل اغا شيرزي له خوا په جوړشوي کوم سندريز بنډار کې همبرخه اخيستې وه
.


يوه بله خاطره يې راته بيان کړه چې دکابل په راډيو تلويزيون کې احمد ظاهر ددې لپاره چې ده ورته کومه پښتو سندره نه ويله د سټوډيو دروازه يې په شوخۍ پرې بنده کړې وه اوورته يې ويلي وو ترڅو دوه پښتو غزلې هم دا اوس راته ونه وايې او دراډيو لپاره يې ثبت نه کړې دروازه به هم داسې بنده وي اوستا سره سره ټول سازندګان به هم کوټه قلفي وي .استاذ رحيم غمزده داخاطره ډېر په مهربانه لهجه کې بيانوله اوبيايې دا ومنله چې داحمد ظاهر ضد ته يې وسله کېښودله او هغه مهال يې دوه غزلونه ورته وويل ( کاش کې په ياد پاتې واى چې کوم دوه غزلونه ))
په داسې حال کې چې په خونه کې داسحاق او دابراهيم جان نور ميلمانه هم ناست وو او زمونږ مجلس ته يې غوږ نيولى وماا نګيرله چې دوى ته هم زمونږ خوږ جنګ مزه ورکړې ده نو ما استاذ ته يو ځل بيا مخ ورواړولو اوورته مې وويل (( زه نو مجبور يم ،چې يوورځ دې په کومه سټوډيو کې داحمد ظاهر په څېر ګير کړم نو بيا به خامخا مرکه راسره وکړې ....)) کور دې يې ودان وي راته يې ونه ويل چې ته چېرته او احمد ظاهر چيرته ؟
هغه په نه ويلو کې هم ډېر څه ويل زياته يې کړه (( اوس زمونږ وخت تللى ،څه موده مخکې يو چاواده ته زه او توريالى (دغمزده صيب هنرمند زوى) بولي وو...ما چې ددوى جامو ته وکتل نو زړه کې مې تيرشول چې دالکه چې دغزل اواصيلې موسيقۍ اورېدونکي دي نو څو غزلې مې ورته وويلې ،په دې کې يو مشر راغى اوورو غوندې يې راته په غوږ کې وويل (مشره که خفه کيږې نه دې الک ته موقع ورکړه چې دځوانانو په طبع يو څه ووايي ،) ما ورته ويل سمه ده توريالي ته مې ويل بچى تکړه شه ورته .زه ترې پورته شوم ،څپلۍ مې واچولې ،هغه مشر بيا راغى اوراته يې وويل څه کوې ماورته ويل (اودس کوم چې لمونځ وکړم ،) هغه راغبرګه کړه (په دې کوټه کې جاى نماز شته لمونځ دې وکړه او که ويده کېدلې نو کټ بستره هم شته .))
استاذ غمزده داهرڅه په دې خاطر ماته ويلې چې راته وښايي اولس څومره دوى ته ارزښت ورکوي .او زما په اند هغه ملامته هم نه دى چې خفه دى ځکه چې په داسې (( دل ازاره )) موسم کې هر حساس سړى خفه کيږي .


يوه خاطره يې بله هم راته وويله چې دامريکا غږ نه ورته کومې خبريالې ټيليفون کړى و نو ددود سره سم يې دده حال احوال پوښتلى و،ددوى مقدماتي خبرو چې څنګه يې او چيرې يې ؟ نزدې يو ساعت وخت نيولى و، بيا وروسته هغې خبريالې ورته ويلي وو(( ښه استاذکه ته اماده يې ،اوس به زه دسټوډيو مايک روښانه کړم او مرکه به پيل کړو .......)) استاذ غم زده په داسې حال کې چې دخپلو خبرو نه يې ښه ډېره مزه اخيسته راته وويل (( ما ورته په ځواب کې وويل چې زه خو د چا سره مرکه نه کوم .هغې راته په حيرانۍ وويل (زمادې يوساعت مصرف وکړو،وخت دې رانه ونيولواوپيسې دې راته مصرف کړې اواوس وايې چې مرکه نه کوم ،) ماورته وويل چې تا به په سر کې ويلي وو چې زه مرکه درسره کوم نو ما به اول نه درته انکار کړى واى .)) داستاذ رحيم غمزده دې خبرې خوشاله کوم چې ځه ! زه يوازې نه يم ډېر نور يې هم بې نوا شړلي دي .
هغه په خپلو خبرو کې دا هم راته وويل چې دنزدې درېوو زرو نويو سندروطرزونه يا کمپوز يې په سينه کې زخيره کړى دى اودباندې يې ځکه نه راوباسي چې بيا خلک يې ترېنه غلا کوي اوبيا دده نوم هم ورسره نه اخلي .ما ورته وويل چې خالد ملک اوس اوس دده يو غزل (( ليلا ليلا ليلا ..... ځار شم له تا ليلا .....زما خوښيږي ستا د سرو شونډو موسکا ليلا ......)) ويلى اوهغه خو دايادونه هم کوي چې داشعر اوکمپوز درحيم غمزده دى ،ده راته په ځواب کې وويل (خو دانه وايي چې زما دخورجين نه يې دا څنګه غلا کړى دى ))


ابراهيم اميري استاذ غمزده ته وويل اوس خو وخت نه لرم خوبيا چې فرصت وي يوه شپه به کېنواوتر سهاره به مجلس او بحث کوو او زه به قناعت درکوم خو که قناعت وکړې .استاذ ورته وويل (( داسې بله شپه به په نصيب سره راځي ....)) رښتيا هم چې داسې بله شپه به په نصيب سره راځي .اميري به پراګ ته ستون شي او زه به هم په خپلو کارو کې بوخت شم او خداى خبر چې ددغه ستر استاذ سره دبيا ليدلو چانس به کله راته پيدا کيږي .