دچين ماچين بنديوانې ښاپيرۍ
وږمه سباعامر
دجون دمياشتې په ٢٢مه باندې دشپې ناوخته په اسلام آبادکې دسورجومات ډنډه مارې جينکۍ اوهلکان په يوې چينايي ارايشګاه يا ((بيوټي پالر )) باندې ورننوتل اوپه وهلواوټکولوباندې يې ددې ارايشګاه نه شپږ چينايي جېنکۍ اودرى سړي راوويستل اودسره جومات په انګړيې وردننه کړل . ددې جومات دمهتمم غازى رشيد په دې کاروايۍ باندې ټوله ورځ دپاکستان په شمول دځينو نوروهيوادونوپه رسنيوکې تاوده خبرونه خپرېدل . چينايي جينکۍ په دې تورنيول شوې وې چې دوى نارينه ووته دمساج ورکولو په ذريعه باندې دپاکستاني ټولنې دهلکانوپام دفحاشۍ لوري ته وراړوي . نوله دې خبرې نه ښکاري چې هلکان به يې په دې تورنيولي وي چې دمساج لپاره هلته ورغلي وو اوځانونه يې مساجول . دجون ٢٣مه ورځ ټوله په دې خبر باندې دپشکال دګرمۍ پشان ګرمه تېره شوه چې شپه راغله لمر خپل مخ پټ کر نوپه تياره کې تللى خلک بېرته په تياره کې راغلل . چې دتورې شپې پشان تورې جامې يې هم په تن کړي وو . جالبه داده چې اسلام آباد يودى او نن سبا پکې دوه پاچاهۍ چليږي . چې يوه يې پوځي واکمني اوبله يې سورجوماتي واکمني . داسې ښکاري چې ددې دواړو واکمنيو پاچايان مشرف اوغازى رشيد ښه سره په خپلوکې جوړدي ځکه چې دغازي رشيد له دې خبرې نه ښه مطلب اخيستل کيږي کله چې يوخبريال ورڅخه پوښتنه وکړه چې داموولى خوشې کړل ؟؟ هغه په ځواب کې وويل : دپاکستان اوچين ددوستۍ له امله مو پرېښودل . خبريال بيا وپوښتل که داکارکوم امريکايي وکړي نوبيا ؟ هغه په ځواب کې وويل : (( که کوم امريکايي مو په دې عمل وليده نوزمونږ له سختې کاراوايۍ سره به مخامخ شي .)) اوس نوخبره روښانه ده چې مشرف دغازى لپاره څه کوي ،اوغازي بيا دمشرف لپاره تراسلامي قانون څخه وتلې ددوستۍ يې دومره احترام ساتي اودمشرف دښمني هم داسلام دنوم څخه په استفادې سره ښه په کلکه پالي . خومشرف هم له ده نه په خپل وارسره پاتې نه دى . هغه ته يې دخپلې سينې لاندې ځاى ورکړى په ټول اسلام بادباندې يې دحکومت چلولوواک ورکړى دى ، چې څه کوي هغه به کوي دلته داهم معلوميږي چې(( دکاسې لاندې بله کاسه ده )) د٢٠٠٧کال انتخابات هم راروان دي نودلته دملت پام هم بلې خواته اړول ضروري دي ، چې دلته غازي له خپلې ډنډه مارې ډلې سره دپاکستان اولس مشر لپاره خپلې ډنډې ښې کارولى شي . تاسوبه وګورئ چې دورځ په تېريدوسره دغازي ډله به هرچېرې داسې جالبې کارنامې کوي اوداولس پام به دځان په لوري اړوي نوکه غازي دومره نرغازي دى نوولې يې يوه ورځ خپلې ډنډه مارې صهبا مشرف ته و نه ليږلي چې کله يې هم اولس پوړنى په سرونه ليده . که دسياست خبره وي نوبېنظيرې هم ټول عمر پوړنى په سر حکومت چلولى اوسياست يې کړى اوکوي يې . خوصهبا مشرف پوړنى په غاړه دمشرف سره ،پاکستان څه کوې چې بهرنيوملکونوته هم ځي . خوکه داسلام په لحاظ سره وګورو نووينوچې مېرمن صهبا مشرف په سرتورسر سره داولسونوپه مخ کې راښکاره کيږي اولکونه، کروړونه نامحرمه نارينه يې ګوري . دلته نودغازي دډنډه ماروجينکيو ډنډه نه چليږي . چې يوه ورځ دې دهغې په لوري ورشي اوپه دې يې پويه کړي چې ستا اودکونډه ليزارايس په منځ کې ډېر توپيردى ته داسلامي هيواد داولس مشر مسلمانه مېرمن يې . اودپاکستان دمسلمانومېرمنونمايندګي کوې .
دڅارونکوله قوله اوريدل کيږي چې مشرف هم دپاچاهۍ نه مخکې هروخت پاخه ديګونه همدې سره جومات ته وړل اوله دې طالبانوسره به يې هم ډوډۍ په يوځاى خوړله . کيداى شي چې له هماغه وخته يې ددوستۍ تار دغازى سره نښلولى وي . چې دادى نن يې په بده ورځ غازى په دردخوري . اودمشرف دپايدارۍ لپاره وخت ناوخته په مظلوموخلکوباندې بې ځايه تورونه لګوي اودخبرو ميدان راګرموي .
غازي چينايي جينکۍ دده په وينا په دې اعتماد هم خوشې کړي چې نوربه چينايان خپل دمساجونومرکزونه په پاکستان کې بندوي نوبه وکتل شي چې داکارترکومه اندازې پورې ترسره کيږي ؟ نولرې به نه وي چې يوه ورځ به داهم واوروچې غازي به وايي دادمساج ورکولو مرکزونه موهم دپاکستان اوچين ددوستۍ په اساس ازاد پرېښودلي دي .