چې غمزده صيب مرکه نه کوي نو څه وکړو ..............؟

( دوهمه برخه )

                     نجيب عامر

  

په بل وارې مې استاذ رحيم غمزده څو کاله وړاندې پېښور کې دافغانستان د خپلواکۍ په جشن کې وليدلو.په کانټي نينټل هوټل کې دافغانستان قونصلګرۍ دخپلواکۍ پرتمين جشن نمانځلو.افغان مشران ، دقونصلګرۍ چارواکي ،شاعران ، ليکوالان ، هنرمندان اوفرهنګي شخصيتونه يې بللي وو.په هغه محفل کې غمزده صيب هم موجود و.دپروګرام نطاقه دافغانستان تکړه نطاقه اوشاعره فريده هوډسيفي وه چې هغه مهال لا ازادۍ راډيو ته نه وه راغلې .نوم يې ما پخوا ډېر اورېدلى وخوپه هغه محفل کې مې په لومړي ځل وليدله .خداى شته ښه په خوږه ژبه يې دپروګرام چارې سنبالولې .دنورو هنرمندانو سره سره استاذ غمزده هم دوطن ترانې په دغه محفل کې وويلې اودنورو ترڅنګ يې افغان جنرال قونصل حاجي عبدالخالق فراهي هم ښه خوشاله کړ ځکه چې کومه ترانه يې ويله چې په هغې کې يې بار بار دده نوم هم اخيسته .دډېرو ښو اوتل پاتې سندرو دويلو ترڅنګ استاذرحيم غمزده ددې نه مخکې هم په مختلفو نظامونو کې لنډمهاله سندرې ويلي چې په هماغه وخت کې دهماغه خلکوله خوا بدرګه شوي ولې د نظام په بدليدوبيا هغه سندرې دناچله لوټونو په څېر په نوي بازار کې بې ارزښته وې اوکله کله خويې ده ته ستونزې هم پيداکړې ،په هم دې تور يې څوکاله په افغانستان کې محبس هم تير کړى دى .دلويو استاذانو نه خلک داتوقع نه لري چې خپل هنر شعاري کړي ځکه که دوى دا کار کوي نو بيا خوهغه نوي هنرمندان هېڅ ملامته نه دي چې وايي (( مادکونړ له سينه جارکړې ......چې عجب شا به پکې مخ وينځلى وينه ((  .....

اوله هغې وروسته مې څوکاله پس استاذ رحيم غمزده څوورځې وړاندې په پېښور کې يوځل بيا وليدلو . زما همکار ابراهيم اميري پېښور ته راغلى واودهغه هنرمند ورور اسحاق خان ((ليلا داپېښوري بنګړي دې مات شه ....))دهغه په وياړ کې يوه غونډه اوميلمستيا برابره کړې وه چې ګڼ شمير فرهنګيان يې غوښتي وو . قدرت زه او غم زده صيب بيا ديوبل سره مخامخ کړو .خبره مو هماغه دقونصلګرۍ دجشن نه پيل کړه . ما ورته وويل (( په هغه جشن کې دې فراهي صيب ښه خوشاله کړ .....))ده راته په ځواب کې وويل ((خوزه ترې خفه راغلم ....چې کله محفل خلاص شو اوراوتلو والله که يې خداى پاماني هم راسره کړې وي ،))خوترهغه ځايه چې فراهي صيب زه پيژنم په هرکلي اوخداى پامانۍ دواړو کې تکړه دى خو خداى شته پوى نه شوم چې غمزده صيب ترې ولې خفه و .

دابراهيم اميري ، اسحاق خان اودهغوى دنورو خپلوانو په وړاندې مې يوځل بيا استاذ غم زده وچېړلو چې استاذ ولې مونږ سره مرکه نه کوې ؟راته يې وويل (( دامرکه څه فايده لري ؟ ته به پرې ډالرې وګټي او ما به په چا بندي کړې ....)) ماورته وويل چې نه پرې زه ډالرې ګټم اونه تا څوک بندي کوي ، هغه زمانه لاړه چې تش په خبرو به هم خلک بنديانېدل اويا هم وژل کيدل .خير دا خو زما خبرې وې خو په هغه باندې به چا منلې .ماورته وويل (( استاذ په داسې وخت کې خداى زما مخې ته راوستلې چې زه خالي صلاح يم ،نه راسره ټيپ شته اونه کمره ....)) دى مسکى شو او څودقيقې چرت يې وهلو ما زړه کې وويل استاذ به وايي هغه دوه وارې مخکې چې راسره مخامخ شوې او دواسکټ جېبونه دې د ځان مرګي بريد کوونکي په څېر دخبريالۍ په وسله سنبال وو څه توره دې کړې وه لا چې اوس وايي زه خالي صلاح يم .

ماته يې په زړه کې دملا نصرالدين اخوند هغه ټوکه راياده کړله ،وايي چې په داتېر عمر کې ملاصيب په خپل خره باندې جوار بار کړي وو او بر کلي ته روان و چې خر يې په مستۍ کې بار په زمکه وغورزولو .ملاصيب ډېر کوشش وکړو چې دجوارو بوجۍ بيرته په خره کيږدي خو داچې سپين ږيرى شوى و نو زور يې پرې ونه رسيدلو .اخر يې له خولې ووتل چې ......ارمان دى ځوانۍ نو........بيايې اخوادې خوا وکتل چې څوک نشته نود ځان سره يې وويل والله که په ځوانۍ کې به هم چندانې سړى وم .

بيا رحيم غمزده ماته مخ راواړولو او راته يې وويل ((اوس به دې هم په جيب کې پټ ټيپ ايښى وي ،تاسې خبريالان خو هم لکه د جاسوسانو په شان يئ ((

نوربيا ........