چې غمزده صيب مرکه نه کوي نو څه وکړو ..............؟   

 ( لومړۍ برخه )

نجيب عامر

درحيم غمزده نوم دافغانستان اوپاکستان دپښتنو لپاره اشنادى اوټول خلک يې د يوښه هنرمند ، فرهنګي شخصيت ، دروند مشر ،خوږژبي شاعر اوددردمن افغان په توګه پيژني .نوموړى دامهال په پېښور کې دکډوالۍ ژوند تېروي اوداسې ښکاري چې دسندرو ددنيا سره يې دتل لپاره خداى پاماني کړې ده ،ځکه چې اوس نه پروګرامونو ته ورځي ،اونه يې په راډيو اوتلويزيون کې نوې سندرې مخې ته راځي .

خوداسې هم نه ده چې ګوندې پښتنو هنرپالو دې رحيم غمزده ته شا کړې وي ،زما په څېر ډېرو هڅه کړې چې دوخت دغه ستر عظيم فنکاروغږوي ،دده مشکل معلوم کړي اوبيا يې پښتنو ته غږ ورسوي چې استاذ غمزده په دې غمجن دى ،خوهغه کسان چې نوموړى له نږدې نه پيژني هغوى به په دې خبروي چې دده سره خبرې کول داسې اسانه خبره هم نه ده .

سپينې جامې په تن،دمومندانوغوندې جګه شمله اوښائيسته واسکټ يې اغوستې ،خريلې ږيره اودبارعبه بريتونودلاندې په ښاييسته وو شونډو مرموزه مسکا دهغه ساحرانه شخصيت جوړوي .

داچې نوموړى تلويزيوني څهره لري نو که يوځل يې څوک وويني نو خامخا يې خوښيږي اوکه نه يې پيژني نوخامخا به په څنګ کې ناست ملګري نه تپوس کوي چې ......دا څوک دى ؟

هودارحيم غمزده دى ،دافغانستان هغه ستر هنرمند چې دوخت ډېرې تودې سړې يې ليدلي ،دافغانستان ملي ورځې او جشنونه به په هم دې ښاغلي باندې اباد وو.هغه هندي او پښتو موسيقي داسره يو ځاى کړه چې بيا يې پيژندل ګران وو چې هندي کوم دى او پښتو کوم دى ؟

خواوس داسړى خفه دى ، مروردى ،ماڼيجن دى ،زمانه ، دتانه ،دپښتنو نه دافغانانو نه اوپه پېښور کې د ګم نامۍ ژوند تېروي .ددې باوجود چې هماغه طلايي خنجره ورسره ده اوکه محفل کې ودريږي اوسندرې ووايي نو ډېر به حيرانه کړي چې داښکلى غږ خو لاهم تانددى خو اوس يې څنګه کوې چې هغه سندرې ويل خولرې خبره ده چاسره مرکه هم نه کوي ؟ وايي چې نه ځې نو په شا به دې کړم او چې نه خورې نو څه به دې کړم  ؟دنوموړي سره چې زه کله هم مخ شوى يم نو دهم داسې کيفيت سره مخ شوى يم .

داچې غمزده صيب په ډېرو محفلونو کې نه ګرځي نو ځکه ورسره ډېر ليدل کتل هم نه کيږي .په دې تېرو څوکلونو کې ما نوموړى په دوه درې ځايونو کې کتلى اوپه هر ځل مې چې ترې د مرکې کولو غوښتنه کړې نوداسې په مرموز انداز کې يې راته کتلي ته به وايې چې په زړه کې وايي چې ((خلک پرې تېرشوي دسرونو نه ......خوله رانه خاطر په تشه خوله غواړي ))بيا يې راته ډېر په ستغ انداز کې ويلي ((روکى ! وال به رانه وخورې ،زه چاسره مرکې نه کوم  ...... ))

يوځل مې دپېښور په يو هوټل کې دافغانستان ديو پيژندل شوي ځوان ربابي همايون سخي دورور په واده کې چې ميلمانه يې ټول هنرمندان ،شاعران او فرهنګي شخصيتونه وو وليدلو.هغه زما د بې روزګارۍ زمانه وه اوپه هيله مجله کې مي په دې هيله  ((کلينډري  )) کوله چې ګوندې موټرواني به زده کړم او پخپله به ډرايور شم ،زه بريالي ولي له ځانه سره بولى وم ،هلته نور ځوانان هنرمندان لکه ،زرولي افغان ،نوررحمان ،سيداګل مينا ، همايون حيرت اونور ډېر هم ناست وو.دګاډي موټروان يعنې د سټيج چلوونکى زه وم نو وار په وار مې ځوانان هنرمندان سندرو ويلو ته رابلل اوخلکو ته يې دخپل استعدادسره سم دخپل فن نمايش کولو .ماته يادشي چې دتبرک لپاره مې په اخره کې استاذ رحيم غمزده ته بلنه ورکړه .هغه په خپل مخصوص انداز کې سټيج ته راغلواو (( .......مستې پيالې راوړه ساقي .....اوبله پياله راوړه ساقي ......او ماله پياله راوړه .......))سندره يې شروع کړه .ما په ژوند کې په ژوندي پروګرام کې دچادومره خوږ اوژوندى اواز نه واورېدلى .زما مثال خو داجمل بابا دى چې وايي  (( خوار خټک ته ګوره چې شعرونه په اوبو ليکي ......)) خو هلته ډېر خلک داسې هم وو چې پيالې يې په سر اړولې  .تاسو اندازه ولګوئ چې درحيم غمزده غږ پر ما دومره تاثير کړى و نو دهغو به څه حال و چې پيالې پسې پياله يې جګوله .اوپه فضا کې د غمزده دا خوږ اوازهم خورېدو چې  (( ....مستې پيالې راوړه ساقي ...... .اوبله پياله راوړه ساقي ......او ماله پياله راوړه .......)) سندره خو چې هر څومره اوږده يې اخر ختميږي خوبلانوشو استاذ نه هم داخواست کولو چې باجه به نه بندوې .په پېښور کې هوټلونه دشپي تر يو ټاکلي وخت پورې خلاص وي نواخر دهوټل مالک راغلو اوبخـښنه يې وغوښتله چې دهوټل د بندولو اجازه دې ورکړي .....دهماغې سندريزې بلانوشې اوخومارې شپې په ماحول کې راته بريالي ولي وويل  ((عامره بې رزګاره ! چې نن يې هم نه څکې نو يابه غوث يې يا ........))ماورته وويل   ((ساده باده سړى دى په شوملو هم نشه کيږي ......عامر کله دجام اودکاسوسره جوړيږي .))

نوربيا ...........