کابل په سور کميس کې
نجيب عامر
کابل بيا په سرووينو کې ولامبل ،يوځل بيادباروتو يوه پوقانه راغله اودځان په چولو يې لسګونه نور افغانان اوځيني بهرني مسافر دخاورو سره خاوړې کړل .دخيرخانې دتم ځاى سره نزدې دپوليسو په بس کې سپاره ځوانان خپلې وظيفې ته روان وواوډېر يې نوي دافغانستان د بيلا بيلو سيمونه دزدکړو په موخه کابل ته راغلي ووخوپه هغه سهار چې دوى د خپلې وظيفې په لورې روانېدل ښايي يوه ته به يې هم دا معلومه نه وه چې داروښانه ښکاريدونکى سهار به ددوى لپاره يو خونړى سهار وګرځي اودوى به په نوي ځوانۍ کې دخپل يو مسلمان او افغان ورور دلاسه دتل لپاره دنړۍ نه سترګې پټې کړي .
کابل ته که خداى ښائيست بې شانه ورکړى او دنړۍ د حسن پېژندونکيو پام يې تل ځان ته اړولى دى نو د ټولو ښائيسته وو په شان دا هم دنظره شوى اودجنګ هغه اور چې دېرش کاله پخوا بل شوى و نن هم غرغنډې وهي اود کابل تر څنګ د ټول افغانستان ښائيستونه پکې سوځي .
په دې ښار کې تل د ژوند او مرګ لوبه روانه وي .يو چې ارامې ته راشي هغه بل غره ته خېژي اوبيا په دغه ښار کې اوسيدونکي ټول انسانان ورته د ځان دښمنان ښکاري ،دانه وايي چې پرون چې ددې ښار د سرو اوسپينو واک زما په لاس کې وو نو ددې ښار وګړي ماته هم په سلام وو .ددې ښار مظلومو انسانانوهرچاته هرکلى ويلى اوهر څوک ورته نېغ شوى دى ،خداى زده دانسانانو نه به دغه چنګيزي خويونه کله ورکيږي ،انسان به کله په پوره مانا انسان کيږي .ددى ښار مظلومو انسانانو دانسانيت لټون دپټکي ،پکول ، قراقولۍ ،چپنې ، نکټايۍ ،پتلون .......اغوستونکو ټولوانسانانو کې کړى دى خو دې ښار ته هغه څوک ډېر کم راغلي چې ددې ښار مظلومه انسانان يې لټون کوي .دلته خو مسلمانان راغلي ، کافران راغلي ،کمونستان راغلي ،خلقيان ،پرچميان ،مجاهدين ، طالبان او........راغلي خودهرچا په لاس کې ټوپک و،دمرهم پټۍ ديوه په لاس کې هم نه وه .ددې ښار خلک ديوبل سره هېڅ دښمني نه لري خوددې ښار چارواکي ديوبل سره تربګنۍ لري ،يو که په سمه وي بل يې په غره کې وي اودهم دوى په اور کې ددې ښار مظلومه انسانان هم له تېرو دېرشو کلونو راهيسې سوځي .
له څلوېښتو پورته دغه افغان ځوانان په دې موخه دحامد کرزي په فوځ کې شامل شوي وو چې داردويا دپوليسو زدکړې وکړي اودافغانستان په کارراشي خويوبل تن چې هغه هم افغان و درانه بمونه په ځان پورې وتړل اودځانه سره يې ټول والوزول .
څومره دردونکې صحنه وه څلوېښت کټونه په مړو سنبال څلوېښتو کورونو ته روان واوپه هر کور کې ويرو، ژړا وه ، انګولا وه اوهلته په غره کې ناست يو چا ډېر په فخر سره ويل چې داکار مونږ کړى اوبيا به يې هم کوو .اوس څوک دې ووايي چې دپوليسو ديو افغان ځوان ګنا څه وه چې ووژل شو ؟ ايا په غره کې ناست ماما ټول هغه افغانان وژني چې دامهال په هيواد کې اوسيږي ؟ که دماما وينا وي چې دوى ولې دولتي وظيفې پر مخ وړي نو مامادې ووايي چې داخلک به څه کوي چې کار ونه کړي پخپله به څه خوري او اولادونه به يې څه خوري .؟ .دوى ته خو تاسو غوندې په ارامه من او سلوى هم نه راځي چې بې خاره يې وخوري .
هرڅه به شي سم باور مې نه راځي
چوپ به شي داچم باور مې نه راځي
کور کې دالله دمسلمان له خوا
والوتلو بم باور مې نه راځي