نجيب عامر

 

 

 

 

مرګه مرګه ځواني مرګ شې
او اخته دځان په وير شې
ته مفلس د زمانې شې
او د دوو ټکو فقير شې

ته را پرې اوځې له زوره
پهلوان چې پاتې نه شې
دمرګي په سفر لاړشې
په جهان چې پاتې نه شې

ماشومان بچي دي مړه شه
چې د پلار په درد خبر شې
ښايسته ناوې دې مړه شه
چې ديار په درد خبر شې

په سر خوږي باندې مړشې
ډيسپرين په تا حرام شه
يا د شوګر يو مريض شې
چې شيرين په تا حرام شه

دانو څه انسانيت دى
هره ورځ پرما يلغار کړې
دګرېوان نه مې رانيسې
او لمن راته تار تار کړې

دجمال نه ناخبره
په ګلانو باندې پښې زدې
ړوند خو نه يې چې ته داسې
ماشومانو باندې پښې زدې

کله مور راځينې وژنې
کله بريد مې پر بابا کړې
چې له ځانه راته ګران دي
له هغو نه مې جدا کړې

مرګه لاس ته که مې راغلې
تا محبس کې بندومه
دمرغۍ غوندې دې هر وخت
په قفس کې بندومه

د ويرونو سوداګره
تا جرګې ته کېنومه
ځان له زه به هلته نه يم
په تا کلى خبرومه

ملامت به خامخا شې
چې حساب درسره کړمه
ستا سزا به خودکوشي وي
تا په دار به خېژومه

خو ته هم لکه همايې
دا ستا سيورى رانه ورک دى
څنګه ستا کلي ته درشم
چې ستا لورى رانه ورک دى

مرګه مرګه ځواني مرګ شې
او اخته دځان په وير شې
ته مفلس د زمانې شې
او د دوو ټکو فقير شې

2005  جنوري  25

پېښور