بې وينې افغان کډوال ماشومان وينه او مينه غواړي

نجيب عامر

 

اوه کلنه نصيبه هغه بدنصيبه افغانه ده چې دويني د کمبوت د يو مرض تيلي سيميا سره مخ ده او ددې پلار ددې د زېږېدو د ورځې نه تر دې ګړۍ هغه دپېښور په تهکال سيمه کې د فرنټير فاونډيشن په نامه هغه خيريه روغتون ته په پرله پسې توګه راولي چې افغاني او پاکستاني ماشومانو ته په ويړيا ډول دوينو بندوبست کوي .

افغانه نصيبه سره ددې چې ډېره وړه او کم ځانې ده خوپه معصومه او وړه لهجه دخپل دردېدلي ژوند کيسه کوي اوداهم وايي چې دافغانستان چارواکي او په ځانګړي توګه دصحت وزير ولې ددې او ددې په ډول د نورو مهاجرو ماشو مانو پوښتنه نه کوي .

 

 

په طبعي ډول په ديارلس يا څوارلس کلنۍ کې نجونې دپېغلتوب پر درشل قدم ږدي خو که دتيلي سيمياپه مرض اخته څوارلس کلنه وږمه چې دافغانستان دلغمان ولايت اوسيدونکې ده اودامهال په پېښور کې کډواله ده مو وليدله باور به مو رانه شي چې داښايسته وړه ماشومه به ددې دادعا سره سم څوارلس کلنه وي .

وږمې چې عينکې يې هم په سترګو کړې وې خوددې ددرد داظهار او داوښکو لاره يې نه شوه نيولې په ژړغوني غږ يې وويل چې کله ځان له وي نو په ځان ژاړي اووايي چې دا ولې و خپلو نورو همزولو نه کمزورې او بيماره ده .

 

 

په پاکستان کې افغان کډوالو ته ويل کيږي چې دوى دې د ټاکلي وخت سره سم هيواد ته ستانه شي .په دغه هيواد کې اوسيدونکي افغان کډوال دبيرته نه ستنېدو په وړاندې نور عذرونه هم وړاندې کوي خو دتيلي سيميا په مرض د اخته ماشومانوکورنۍ وايي دوى که افغانستان ته ستانه شي نو بويه چې په لوى لاس به يې خپل اولادونه وژلي وي ځکه چې هلته دتيلي سيميا دتداوۍ مرکزونه نشته .

نو يوه مور چې اولاد يې په دې سخت مرض اخته وي په زړه به يې څه تيريږي دوږمې مور خپل دردېدلى احساس داسې بيانوي .

 

 

(( زمونږ عمر ددې سره بيخي نيم شوى دى ځکه چې دا ځان ته زوريږي او مونږ ددې په خفګان خفه کيږو . ))

 

په فرنټير فاونډيشن روغتون کې يو افغان ډاکټر عطا الرحمن فطرت وايي په دغه روغتون کې دځايي ماشومانو ترڅنګ  دافغاني ماشومانو درملنه هم په منظمه توګه کيږي او هيڅ قسمه توپير دلته نه پالل کيږي .هغه وايي دا روغتون دتيلي سيميا په مرض داخته افغانو ماشومانو لپاره ډېره ګټوره ده .

دفرنټېر روغتون مشر صاحبزاده عبدالحليم وايي څنګه چې دوى دافغاني او پاکستاني مريضانو تر مينځ توپير نه پالي نو هم دارنګه په پاکستان ، افغانستان او بهرنيو هيوادونو کې اوسيدونکو شته منو افغانانو سره ښايي چې ددوى مالي ملاتړ وکړي .نوموى هم داراز وايي چې که دافغانستان دولت ورسره موافقه ولري نو دوى دې ته چمتو دي چې په افغانستان کې هم د تيلي سيميا دتداوۍ مرکزونه جوړ کړي .

 

 

تيلي سيميا يو داسې مرض دى چې کوم ماشومان پرې اخته وي نو دهغوى وجود دا ظرفيت نه لري چې وينه توليد کړي نو دوى مستعارې وينې اخيستو ته اړتيا لري نو دغه بې ويني ماشومان وينې او مينې ته اړتيا لري او که پرې پام ونه شي دللمې د ګانو په شان بې وخته مړاوې کيږي او رژيږي .