زړورکرزى
وږمه سباعامر
خداى دې يې نورهم په امان کې وساتې، زمونږ دازړورپاچا کرزى صيب ، دپاکستان اولس مشر مشرف هم په يوې خصوصي پاڼې کې خپله خواشيني ښودلې ده په دې چې دغزني ولايت په آندړوولسوالۍ کې دوينا په مها ل دطالبانوله خواپرې راکټي بريدونه وشول . په دې به الله پاک پوهيږي چې مشرف په رښتيا پرې خواشينى و،که هسې يې دګاونډي توب حق پر ځاى کړ . که ووايوچې کرزي اوس خپله زړورتيا په دې پېښه کې دافغانستان خلکوته ثابته کړه، نه داسې نه ده هغه وخت يې ثابته کړه چې دافغانستان پاچاهي يې قبوله کړه . دځينو هوسا خوښونکوپه اند په امريکې کې ژوندکول هم دکابل ترپاچاهۍ ښه دى .
دڅارونکوپه وينا دحملې په وخت کې حامد کرزى هسې له خپله ځايه هم ونه ښوريده . خوداسې نه ده دلته دوه خبرې دي يا خوپه رښتيا زړور دى اويا به له ډېرې وېرې نه په خپل ځاى قايم پاتې شوى وي . داهم ډېره جالبه ده چې په دوه سوه قدمۍ کې راکټې ولکيږي . اوکرزى په کې ژوندى راووځي . خداى خبر چې کله طالب جان ماما پوه شوى وي چې سړى خوژوندى لاړ څومره به يې په زړه سخته تېره شوې وې . دومره به وايوچې دچاخداى نه وي پوره کړې بنده يې نشي پوره کولى .
خواصله خبره بيا بل ځاى ده دمشرانوڅخه راپاتې متلونه تل زمونږ په درد خوړلي دي (( وايي صدقه ردې بلا ده ))لنډ مثال به يې دادکرزي صيب پېښه درواخلئ هغه داچې څوورځې مخ کې داندړو له پېښې وړاندې کرزي صيب په پېښور کې دمرحبا هوټل په ځان مرګي بريدکې دهغوشهيدانو او زخميانوکورنيوته څه باندې شپيته زره ډالرې مرسته وکړه چې دهر شهيد کورنۍ ته څلور زره ډالره اوهرزخمي ته زر،زر ډالړې ورسېدلې .نودادهغو شهيدانودکورنيو دعاګانې وې چې دبلا سر يې وخوړ . داهغه کډوال ووچې دپاکستان دکورنيوچارووزير افتاب احمدخان شيرپاو له ليست ځينې پاتې شوي وو اويابلا پسې شوي وو . که کرزى صيب نورهم همداسې ښه ښه کارونه پيل کړي . چې په راتلونکې کې له ډېرو بلاو سره مخ دى . په دې پارلمان کې هم ډېرې بلاوې ورته پټې ناستې دي کرزى دې خداى ورڅخه لرې وساتي ، چې بيا به داخوارولس به په پېړيوکې هم دکرزي پشان پاچا پيدانه کړي دپاکستان اولس مشر مشرف خوپه پاڼه کې ويلي دي چې داکار دافغانستان ددښمنانوکاردى اوکرزى صيب به دبريدنه وروسته له نورې مېړانې اوپخې رادې سره دترهګرۍ پرضد په روانه جګړه کې خپل رول ترسره کړي . داخودمشرف تودې خبرې وې چې غواړي په دې شاباسۍ باندې يې وغولوي اويوه ورځ نه بله ورځ خويې خداى مکړه دبلاخولې ته ورکړي . خومونږ وايوچې نه کرزى صيب نورداسې زړور،زړورکيږه مه دامشوره ومنه دشاعر په دې لنډۍ که عمل وکړې ((ياري دې نه کوم ډاريږم ..... دلرې لرې تماشې به دې کومه )) نوبه هم ته ګل وګلزاروې اوهم به مونږ .
افغانان ډېر ښه دي مينه ناک خلک دي ، زړوردي ، خولږ څه سرشوخه خلک هم پکې موجوددي . چې لاسونه به پورته کووترڅوهغوى هم له سرشوخى نه واوړي . دکرزي لپاره نوره حوصله هم غواړوچې دوطن په بيا ودانۍ کې قدمونه اوچت کړي . داولسونوسره دې ژوندۍ اوچټکې مرستې وشي ، دکارزمينه دې بې روزګاروته برابره کړي ولې چې داخلک په ويناګانونه خوشحاله کيږي دلته دډاکتر نجيب دپاچاهى وخت راپه زړه کيږي . نجيب به شپه اوورځ اولس ته ويناګانې کولې . هماغه خبره وه چې (( هندوستړى اوخداى ناراضه )) اوس به دکرزي غريب خوله ستړي وي اواولس به هماغسې ورڅخه خپه وي .