کرزى او مرحبا هوټل
دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي دمرحبا هوټل په چاودنه کې د وژلو شوو اوټپي شويو کسانو خپلوانوسره نغده مالي مرسته وکړله چې داکار که څه هم دوژلو شويو کسانو ددرد جبران خو نه شي کېدى خو دا يو ډول اډاڼه ضرور ده او هغوى ته ددې خبرې احساس ورکول هم دي چې تاسو يو څوک لرئ ،لاوارثه نه استئ او څوک شته چې ستاسو پوښتنه وکړي .
دجون په نهمه نېټه دپېښور د قونصلګرۍ په انگڼ کې په هم دې اړوند په جوړې شوې غونډې کې دوژل شويو اوټپي شويو کسانو خپلوانو ګډون کړى وخو چې هرڅوک به يې سټيج ته دکومک له پاره غوښتلويوازې يوه مېرمن يا يوه ماشومه او ماشوم به سټيج ته حاضر شول اوکومک به يې تر لاسه کړ.دلته داخبره د پام وړ ده چې داکثرو وژلو شويو کسانو وارثين يا مېرمنې او يا هم ماشومان دي چې دکفالت يې هېڅوک نه دي پاتې نوپه داسې حال کې ددوى سره کومک کول ، دوى ته تسلي ورکول او ياهم دوى ته ددې خبرې احساس ورکول چې تاسې يوازې نه استئ ،يوملت موترشا ولاړدى اودملت مشر هم بې غوره نه دى په تاسو پوره نظر لري نو دا خبره ددوى دردونه يو څه کمولى شي او زما په خيال اولس مشر حامد کرزي په لومړي ځل دخپلو سرحدونو نه دباندې د زورېدلو افغانانو سره کومک کړى دى چې دا خبره مونږ په نېک فال نيسو اوورته وايو چې (( ښه ده چې ته پوى شوې خداى دى ټول پښتانه پوى لري .....نوم دې خالق لوى لري .))
دلته داخبره هم دپام وړ ده چې دچاودنې نه پس دصوبه سرحد اعلى وزير محمد اکرم خان دراني دپېښې په ترڅ کې د وژل شويو اوټپي شويو کسانو سره دمرستې اعلان هم کړى و چې نه پوهېږم ځايي خلکو ته به يې ورکړي وي او که نه خو افغانو ادعا کوله چې دوى ته يې يوه شانزه پولۍ هم نه ده ورکړې ، نو دلته داخبره هم خفه کونکې ده چې بم خو دچاودنې پر مهال دې ته نه ګوري چې دا افغان دى ، که پاکستانى دى نو کله چې مرسته ورسره کيږي نو ولې دې دا توپير وپالل شي .
په پاکستان کې په دې وروستيو کې چاودنې او ځان مرګي بريدونه زيات شوي دي اودډېرو بريدونو نه پس اکثر ځايي پوليس وايي چې دبريد ترشا افغانان لاس لري خو دمرحبا هوټل چاودنې دغه مفکوره غلطه ثابته کړله ځکه دا په افغانانو بريد واودا معلومه نه ده چې د بريد تر شا څوک و ؟ خو د بريد په مخکې يوازې افغانان وو.
دلته په پاکستان کې اوسيدونکي افغان کډوال تل دافغانستان ددولت نه دا ګيله کوي چې ددوى د کتاب پاڼه نه اړوي خوداسې ښکاري چې دافغانستان دولت ته اوس ددې خبرې پوره پوره احساس شوى دى چې دخپلو مهاجرو پوښتنه به ارومرو کوي . زه وايم دا يو ښه شګون دى که نن کرزى صيب دمړو مهاجرو پو ښتنه کوي نو لرې نه ده چې سبا ته د ژوندو پوښتنه هم وکړي .
دمرحبا هوټل په چاودنه کې دوژل شويوپه منځ کې څوارلس اودټپي شويو کسانو په منځ کې يې اته تنه افغان مهاجر وو او دصدرالدين خو پکې ټوله کورنۍ تباه شوې وه ،دهغه يوتازه ځلمي زوى چې په غونډه کې يې ګډون کړى و خبريالانو ته وويل چې په پاکستان او افغانستان کې اوس دوى خپل ژوند هوسا نه ويني . ده زياته کړه چې په پاکستان کې اخبارونه ددوى پرضد خبرونه خپروي او دوى دداسې ډلو پورې تړل غواړي چې اصلا دوى يې نوم هم نه پېژني .ده وويل دوى ته پخوا هم ا خطارونه ورکول کېدل او اوس هم داکار ادامه لري .
نو دادپاکستان ددولت مسئوليت دى چې دشهيد صدرالدين دکورنۍ دپاتې مظلومو او بې وزلو غړو سره کومک وکړي ، که نه خداى مه کړه هغه ناڅرګند بريد کوونکي چې مرحبا هوټل يې په نخښه کړ خداى مه کړه داسې نور بريدونه ونه کړي .
دلته زه په پېښور کې دافغان جنرال قونصل حاجي عبدالخالق فراهي دمنډو ترړو ستاينه هم کوم چې نه يوازې د چاودنې په ورځ دپېښې ځاى ته ورغلو بلکه دافغانستان ددولت پام يې هم د کډوالو په لورې واړولو . فراهي صيب ! په ځوانۍ دې برکت شه ،افغانان ميړني خلک دي نو ستا مېړانه به هم هېڅ کله نه هېروي .