چې رښتيانه وايونوڅه ووايو؟؟؟

وږمه سباعامر

 

رښتياويل هم زورغواړي ، اوحقيقت تل تريخ وي . داخبرې به تاسوهم راسره منئ . کله چې رښتياووايو،نو دلږوخوښيږواودډېروبيابدې راځو . اوحقيقت موکه وويلو نوهغه به  دومره تريخ شي چې ترېنه سمه دښمني  به جوړه شي . لکه چې ګورى له دې لنډې مودې راهيسې په پاکستان کې درسنيو اودولت ترمنځ تاوتريخوالى راغلى . داتربګني له هغه وخت نه راولاړه شوه چې چوهدري افتخاردپاکستان سرکونوته راووت . اودخبريالانومجلس يې ښه راتودکړ . دافتخار هره ورځ وتل اوبيا په ميډيا راڅرګندېدل ، اودخلکوورپسې نارې وهل ، هغه دومره وځلولو چې دولت ته يې وېره ښکاره کړله .اوس مهال  دخبري چينلونولکه جيو ، اى ار واى ،آج اوداسې نورو ترپخواډېر ليدونکي راپيداکړي دي  ،چې همدې کارددولت غوصه راوپاروله . په لومړي ډزکې يې په اسلام آبادکې دجيو دتلويزون په دفتر باندې حمله وکړه ، چې دنړيوالوپام يې ځانته راواړاوه . په پايله کې ددولت پام شو چې غلط کارخووشو نوزرترزره پرويز مشرف په لوى ځان بخښنه وغوښته . په زخم پوره پټۍ نه وه اېښودل شوې چې په کراچۍ کې دجيو تلويزون په  دفتر کې دبم اېښودولو افوا خپره شوه . خوکامران خان په خداى ډېر ګران و،نوځکه آفواغلطه ووته اودى له خپلوانډيوالانوسره له مرګ نه بچ شو  . ددې وېرولونه وروسته به جيودڅوورځولپاره دچوهدري راپورونه سوکه سوکه خپرول . خودابايدووايم  چې  داصحافت اودصحافت دنياداسې دنياده چې کله دې قلم وچت کړ بيا نوته نشې کولاى چې دورغ وليکې . اوياغلى کښېنې . قلم دې هرومرورښتيا ويلوته مجبور وي . . دجيودتلويزون کيسه لاپه ژبو وه چې چوهدري په پېښورراپېښه وکړه اوله چوهدري سره قدم په قدم آج تلويزوني چينل روان و، چې په دې کارباندې آج هم پوره اوټينګ ګواښ سره مخامخ شو خودنرغازي چينل ترهغه ورسره وډزوله ترڅوچې چوهدري کراچۍ ته ورسيده نودچوهدري په ځاى دآج په تلويزون په دفتر باندې په کراچۍ کې ډزې وشوې .  اوداننداره ډېرو ليدونکوپه ژوندۍ توګه وليدله . چې(( خبره لاړه ډنډوره شوه ....جانانه خپل غم دې کوه خپل به کومه )) نودچوهدري تاو دولت له آج تلويزوني چينل نه وويست . چې  دې کارباندې صحافيانوتورې پټۍ وتړلې . دلته نواولس مشر بيا له چالاکۍ نه کارواخيست . اودآج تلويزوني چينل سره يې مرکه وکړه اوهغه خواران يې په تشه خوله خندا باندې وغولول . خوپه دې وروستيوکې دجيوتلويزيون څوساعته بندېدل اودولت له خواپه صحافت باندې پابندي لګول اودجرمانواعلانونوپه پاکستان کې  ټول دصحافت دنيا راپارولې ده . اوروزانه احتجاجي مظاهرې روانې دي . چې دې کارژورنالستان مجبورکړل چې خپلې خولې په تورو پټيووتړي . نواوس داسې ښکاري  چې دجنرال مخې ته دوه رقيبان ودريدل يوچوهدري اوبل صحافت . نوګوروبه چې مشرف په دې جګړه کې څومره بريالى کيږي .   په يوه ځان ددوه کسانوسره مقابله کول هم سخته خبره ده . که جنرال په دې لوبه کې بريالى راووت نودابه درواغ نه وي چې هغه به داوسنۍ زمانې رستم يا ((سوپرمين )) ونومول شي . نوتاسې ووايئ  .... چې خبريالان څه وکړي ؟ اولس ته رښتيا رسول که دخبريال کارنه دى نودچاکاردى ؟ دپوليسوکاردى ؟  هغه خواران خوترماښامه يوازې داولس دجيبونوله تشولونه وزګاريږي اوياکه فوجيان درواخلئ . هغوى خوټوله ورځ دترهګرو په نيولوکې ستړي ستومانه دي . اوپاتې نورخلک هغوى خوهم په خپل روزګارکې دومره لګيادي چې غوږونه اوماغزه يې  کله دومره مرسته ورسره کوي چې دهيواداونړۍ له حاله ځان سره خبرکړي . که خبريال رښتياونه وايي خوداحقيقت دى چې لمر په دوګوتونه پټيږي . دلته نودرحمان بابا شعر راپه ياديږي چې څه ښه يې ويلي دي . (( چې الله درسره مل نه وي رحمانه ... که لښکرې درسره وي يک تنهايې )) که دلته د صحافيانو په خولې پټۍ لګول کيږي نوپه افغانستان کې دورځ په تېريدوسره دژورنالستانودوژلولړۍ روانه ده هغه هم دښځينووژورنالستانوچې په روانه اونۍ کې يوه دشمشاددتلويزيون ويانده شکيبا څانګه اماج اوبله په جبل سراج کې دمزل په نوم ديوې راډيو مشره ذکيه ذکي   دنامعلوموکسانوله خوا په خپلوکورنوکې ووژل شوې .