مينه په تلوراتلوزياتيږي
وږمه سبا عامر
دجون دمياشتې په پيځمه نيټه دپاکستان لومړي وزير شوکت عزيز له يوشمېر نورووزيرانوسره دافغانستان پلازمينې کابل ته سفروکړ .د شوکت عزیز دسفر موخه په هغه اقتصادي غونډه کې ګډون کول دي چې،دافغانستان ددولت او دکریم آغان په مرسته په کابل کې جوړه شوې ده.ددې غونډې د رابلل کیدو موخه په افغانستان کې دپانګی اچونې په برخه کې دنړیوالو سوداګرو ّهڅول دي . ددې ترڅنګ نوموړي دښاغلي حامدکرزي سره هم وليدل اودايې هم ويلي چې پاکستان دافغانستان دامن غوښتونکي دي اوپه سيمه کې دترهګرۍ دختميدوپه اړه هم سره وغږيدل . شوکت عزيز دخپل هيوادپرمختګ دافغانستان په امن کې تړلى وباله . اوددې ترڅنګ يې دراروانې جرګې لپاره هم ښې هيلې ښکاره کړې .
داخوددواړوهيوادونودلوړپوروچارواکوتودې خبرې اترې وې چې وشوې . ددې دواړوهيوادونوچارواکي چې کله له يوبل سره مخامخ شي نودڅارونکوپه اند يوبل ته ښې ټينګې غاړې ورکړي، ته به وايې چې ديوې ادې زامن دي . اويادليلااومجنون په شان يوبل ته دمينې ډکې وعدې ورکوي . دځان هوسايي ،ديوبل سره په نژدې والي کې ګوري . خوداخبرې بس دهماغه ماڼۍ ترچت لاندې راګيرې شي اوبيا دوى تش اوخالي خالي لاسونه راووځي . اوچې هريوچارواکى په هوايي ميدان کې په الوتکې کې پورته شو بيابلاپسې کړي ،په هغوژمنوچې يې کړې وې . خووعدې هله خوندکوي چې پرې عمل وشي ، اواولسونه ډاډمن شي چې ددې چارواکووعدې تشې وعدې دي . په خبرونورخلک نه خوشحاله کيږي . خوداخبره هم له حقيقت نه لرې نه ده . که دخولې اودزړه خبره يوه وي . اوپه ژمنوسره دادواړه هيوادونه ټينګ ودريږي . نولرې به نه وي چې په واقعيت سره دافغانستان په امن کې دپاکستان ترقي دشوکت عزيزپه وينا راښکاره شي . اودادتګ راتګ لړۍ که همداسې روانه وي نوزما په اند داتشې وعدې به له خيره سره پوره وعدې شي . هماغه لنډۍ به راژوندۍ کړي چې وايي (( مينه په تلوراتلوزياتيږي .... کله رځه کله به زه درځم مينه )) لکه څرنګه چې مشرف يا ښاغلى عزيزاونورچارواکي افغانستان ته ځي اوهلته ورته پوره پروټوکول ورکول کيږي . اودافغانستان په رسنيوکې ښه په کش ،پش سره خپريږي که دلته په پاکستان کې همداسې دافغانستان له چارواکوسره وشي . زه يقين لرم چې وعدې اوژمنې به هروخت دماڼيودچتونولاندې بندې پاتې نه شي، ا ولسونوته به رسيږي . زه داخبره له بخيلۍ نه نه کوم ،هغه داچې څوورځې مخکې دکعبې شريفې امام صيب پاکستان ته راغلۍ و، ترکومه ځايه چې ليدل کېده دپاکستان ټول تلويزوني چينلونو دومره وخت ورکړ چې پرته دهغه له ويناګانوڅخه بل څه نه ښکاريدل . داسمه ده چې هغه په ټولوباندې ګران دى . خوکله چې کرزى صيب دولي خان دفاتحې لپاره راغلى و،خبريالانوته هم اجازه نه چې ورسره وګوري اونه کرزي ته دومره موقعه ورکول شوه چې په رسنيو کې پوره ښکاره شي . داخوبيله خبره ده چې کرزى صيب دسړې سينې خاوند دى اودښه روابطولپاره هرڅه زغمي . که اسلام اباد هم دکابل پشان چلندولري اودافغانستان څخه هرراغلي پلاوي ته په ورين تندي وګوري نوداتګ راتګ به ورځ په ورځ زيات شي . ولې چې ميلمه تل دکوربه تندي ته ګوري نوکه تندى يې ورين وليده نوبيا بل ځل راتګ ته زړه ښه کوي .
داګست په مياشت کې دامن لويه جرګه په کابل کې جوړېدونکې ده اوداهم ټاکل شوې ده چې په دغه جرګه کې به ټول اوس سوه قومي مشران برخه اخلي چې نيمايي به يې دافغانستان او نيمايي به يې دپاکستان څخه وي .دپاکستان او دافغانستان دواړو دولتونو داخبره تاييد کړې ده چې دلويې جرګې پرانيستونکې غونډې ته به حامد کرزى او جنرال پروېز مشرف هم ويناوې کوي .څومره جالبه به وي چې دواړه مشران به په کابل کې ديوبل سره مخامخ شي ځکه چې جنرال تل په کرزي ډېر تېز ورغلى اوتردې چې شتر مرغ يې هم ورته ويلي دي .خودهغه جرګې نه مخکې کابل ته دشوکت عزيز سفر په دې هم داهميت وړ دى چې ډېرې خبرې چې تراوسه دافغانستان او پاکستان تر منځ لا ينحله پاتې دي په هغې به هم بحث وشي .
په کابل کې شوکت عزيز او حامد کرزي په ګډه خبري غونډه کې وويل چې دواړه هيوادونه په يو ډول د ترهګرۍ سره مخ دي او لازمه ده چې دترهګرۍ د ختمولو لپاره بايد دواړه هيوادونه په شريکه هلې ځلې وکړي .
خودلته بايد داخبره هم وشي چې د کابل او اسلام اباد اولسونه ديوبل سره ښې اړيکې لري او ديوبل لپاره په زړه کې دومره تاو تريخوالى هم نه لري خو داولسونو هيلي تل ددواړو غاړو چارواکو ناهيلې کړي دي .که د اسلام اباد او کابل چارواکي يو بل ته ددوستۍ لاس ورکړي اوداخبرې پرېږدي چې زه به تاته شتر مرغ وايم او ته به ماته ګوګوشتو وايې نو زما په اند اولسونه به پخپله يوبل ته نزدې شي .