دننګرهار شا ځوان 

             ( وروستۍ برخه )

  

                                            چمتو کوونکى  : :  نجيب عامر

 

0   ايا  په ودونو کې چې کيمپونو ته تاسو ځئ اويا هم دننګرهار ځينو سيمو ته ځئ اوس هم دشپې په شودياره زمکه خلکو تاسو ته کټونه اچولي وي اوتاسو ارمونيه په غاړه سندرې وايئ که نه اوس دادود په ختمېدو دى اواوس په ميکرافون د سټيج دپاسه سندرې وايئ ؟

-   نه ! په شودياره کې سندرې ويوخود برق يا د بجلۍ په زور يې ويو . زه بيګا هم دلته په پېښور کې په پروګرام کې ومه چې يوسپين ږيرى بابا په اخره کې اوچت شو اوډېر شکايت يې وکړو ،ويل يې راته چې دغه چلمچي ګانې ډنګوئ مونږه ام له غوږونو خلاص کړو .تاسو دپلرونو په لاره لانه ړۍ ...تاسو دمشرانو په قدم لانه ړۍ ...او ډېرې خبرې يې ماته وکړې ما ورته وويل چې بابا ته حق په جانبه يې ، ملامته مونږه يو ځکه چې داشرايط مخ په بره روان دي ،او مونږه ځان ددې سره عيارو ، چاره نه لرو ،دااوسنى نسل همداشيان غواړي .دپخوانۍ موسيقۍ نه دا ارمونيه ،رباب او تبله راپاتې دي نور هرڅه نوي شوي دي خو مونږ په دې خفه يو کوم خوند چې په پخوانۍ شرقي موسيقۍ کې و هغه په دې نوې موسيقۍ کې نشته .

0   ته خو دننګرهار دسيمې ښه هنرمند يې داراته ووايه چې دننګرهار موسيقي دافغانستان دنوروسيمو دموسيقۍ سره څه توپير لري ؟

-     ډېر فرق لري ،ننګرهار چې کومه موسيقي لري دافغانستان يوولايت يې هم نه لري .مونږ چې په کابل کې ملي ټلويزيون لرو زيات ساز غږوونکي پکې زمونږ دننګرهار دي .لکه تاسو يې دنومونو سره اشنا استئ .استاذچمن ګل ، استاذ مينا ګل ،هم داسې زمونږ مخور مخور پښتو ربابيان،اوپښتو ارمونيه غږ وونکى لکه خداى بخښلى استاذ زاخېل چې هغه هم دکامې واودننګرهار ولايت و.په دې خاطر چې زمونږ ځيني ولايتونه که موسيقي لري ،تاسو په شمالي ولايتونو کې که وګورئ نو دمبوره ،زېربغلي ،اوکه تاسو پخپله په کابل ولايت يا شا اوخوا کې يې په لوګر کې وګورئ ،تاسو يو ډول ،يو ارمونه ، يو رباب ،اورېدلى شئ مګرم ننګرهار په دې کې د ډېرو نه ښه دى چې دلته تبله ده ،ډول دى ، رباب دى او ارمونيه ده .ماشا الله زمونږ په ننګرهار کې ښه ښه استعدادونه شته دى ، ښه ښه سندر غاړي لرو .دننګرهار په موسيقۍ کې يو خاص قسم تبله غږول کيږي چې کله دېره يا هجره جوړه وي ،چارچاپېره کټونه پراته وي اوخلک ناست وي نو کله چې هنرمند په جذبه کې راشي نو په تبله يي باندې غږ کوي چې (( تبله يي ! اوړه باد کړه ))اوهغه بيا رښتيا هم په يو خاص انداز کې دتبلې سره لوبې کوي چې دا کار ټولو ته ډېر خوند ورکوي .نودا کار مونږ ته هم ډېر خوند راکوي .

0   داراته ووايه چې تر اوسه دې دکومو شاعرانو سندرې ، غزلې او بدلې ويلي دي ؟

-    بايد ووايم چې زمونږ دپشتو ژبې خو ټول شاعران پياوړي او خوږ ژبي دي ،زه دهغو شاعرانو شعرونه هم زيات وايم چې اوس مونږ سره په دې دنيا کې نشته دي ،لکه دهغې جملې نه مرحوم ملنګ جان  شعرونه زه زيات وايمه .اوداوسني نسل ددې ځوانوشاعرانوکلامونه هم وايم چې په دې کې بابرزى صيب دى ،عبدالمتين شيفته مل دى ،نعيم ماماخېل  ،پرهېز شګيوال او شفيق سيال چې په دې محفل کې هم راسره ناست دى زه ددوى شعرونه زيات وايمه .دامان زوى ، دفرياد عاشق الله ، دډاکتر عبدالقدير پښتون مل ،دقدير وطنوال ،دحضرت ښېوه وال او دمدهوش مامداغا اوداسې نورو ډېرو شاعرانو کلامونه مې ويلي دي .

0   زياتره سروکي وايې ولې ؟ولې غزل او داستان کم وايې ؟

-    ولې نه هرڅه وايو .مونږ خو چې کله واده ته لاړ شو ،چې کله مونږ ميدان کې ودرېږو اوسندرې شروع کړو نومونږ ته سم دماښامه فرمايشونه شروع شي تر سبا پورې .څوک راته وايي (( شولالى مې چرسي )) څوک وايي (( دشنو سترګو هلکه ..... )) ووايه نو مونږ نه حپله لاره ورکه کړي .بيامونږ خپلې طبعې نه دوى وباسي بيا ددوى په طبعې سندرې وايو .که څه ويو وايي تاسو مونږه هم دې لپاره راوستي استئ .نومونږ مجبوره يو چې د پنځوروپو دپاره خپل هنر خرڅ کړو او دهغوى په طبعه يې خرڅ کړو .

0   مونږ چې اورېدلي تا د ځينو بهرنيو هيوادونو سفرونه هم کړي دا راته ويلى شي چې دغو سفرونو ستا په هنري ژوند څومره تاثير کړى دى ؟

-    ولې نه . زه اول ځل ددې ځاى نه دعوت شومه جرمني ته ،هلته مې  خپل افغانان وکتل ،دوى زه ډېر زيات د زړه پورې ونيولم او ډېره مينه يې راکړله ،وې ګر ځولم ، بيا دهغه ځاى نه مې دوهم سفر سويډن ته و ،سويډن کې مې يو کانسرت ورکړو او بيا لاړمه ناروې ته ،هلته په يو هنري جشن کې سره ددې چې نور هنرمندان هم ډېر راغلي وو خو زه يې ډېر زيات ونازولم ښايي په دې خاطر چې زه د ډېر لرې ځاى نه تللى وم .دډېرو مجلو او راډيوګانو سره مې مصاحبې وکړې دبي بي سي راډيو سره ، دازادۍ راډيو سره ،او امريکا غږ سره دټولو سره مې مرکې وکړلې .ډېر په خوشالۍ سره بيرته وګرځېدم .اوس مې داسې هوډ کړى چې په کال دوو کې به يو وارې ورځم او دهغه ځاى د مسافرو زړونه به خوشالوم .

0   شاځوان ! که دخپل شخصي ژوند په اړه خپلو مينه والو ته معلومات ورکړې ؟

-   محترمه ! داچې زمونږ دپښتنو په ټولنه کې اکثره ودونه د مور او پلار په خوښه کيږي ،خو خير دمور اوپلار په خوښه کې زما خوښه هم وه ، ما واده کړى او اووه بچي لرم (په خندا.....)نور سپين ږيرى يمه .او بچي مې ټول تعليم کوي ،يوه وړه لور مې په کور کې ده نور درې ځامن او درې لوڼې مې مکتب ته ځي راځي .په پېښور کې خپل کور نه لرمه د کرايې په کور کې اوسيږمه .بس ژوند دى تيريږي .زما بچي دموسيقۍ سره شوق لري خو زه نه غواړم چې هغوى دې ميدان ته راشي ځکه دا لاره ډېرې سختۍ لري او زمونږ ټولنه دهنر مندانو سره مينه نه کوي نو زه غواړم چې اولادونه مې تعليم وکړي او دژوند په نوروڅانګو کې ځانونه وځلوي .

0   دموسيقۍ په دنيا کې که کومه نه هېرېدونکې خاطه لرې او مونږ سره يې شريکه کړې نو خوښ به شو ؟

-    زه يوځل افغانستان ته دتورخم په لاره تلمه ، دتورخم په ډک بازار کې يو چا ښکته کړمه ، بدرد يې راته ووي چې ته وطن پسې سندرې وايې ،بيا يې قيچي راواخيستله او زما ويښتان يې قيچي کړل ،ټولو خلکو تماشه کوله ،هغه خاطره مې په ژوند کې نه هيريږي .

قدرمنو لوستونکو! شاځوان منور دمرکې په منځ منځ کې په خپل خواږه غږ کې ډېرې ښې سندرې هم راته زمزمه کړلې خو زه هغه تاسو ته ځکه نه شم در اورولى چې تاسو مرکه دکاغذ(کمپيوټر) پرمخ لولئ .دشاځوان سره په دغه هنري ډله کې دوه تنکي زلمي هم شامل وو چې فيض الله ډېره ښه تبله غږوله او دخيبر جان په نامه يو ځوان ربابي په خپلو هنرمندو ګوتو درباب تارونه په داسې انداز کې چېړل چې زړونه يې له ځانه سره وړل .ددوى ټولو نه مې مننه وکړه او په خوشاله زړه ترې بيرته ستون شوم .