دننګرهار شا ځوان (2)))
چمتو کوونکى :: نجيب عامر
په هم دې تېرو لنډو شپو کې يې راته ټيليفون وکړ چې راځه اشنا چې دننګرهار ديوبلبل شاځوان سره دې مخامخ کړم ،مرکه به هم ورسره وکړې او غورې به هم وکړو .ما ورسره ومنله او دسبا ورځې دماسپخين وعده مې ورسره کېښودله .
په بله ورځ ،په هماغه کيسه خوانۍ کې ، خو دپاکستان پلازه په ودانۍ کې نه بلکه ديونوي هوټل (( ډيلکس ))په وروستي پوړ کې دشاځوان منور دېرې ته ورغلم .ښه وه دى ناست و ،ترڅنګ يې دده هنري ډله او زما ملګرى مختار هم ناست ول .ګرمي نوداسې ګرمي وه چې سړي ته يې هغه دملتان ټپه وريادوله چې : (( رنګ به مې ولې نه توريږي ،جانان په زمکه د ملتان کرلى يمه )) .اوزمونږ دخبريالانو نخرې خوهم دهنرمندانو نه کمې نه وي .ددې لپاره چې په ټيپ کې اواز صفا راشي نو ورته مې وويل چې پکه به بنده کړو .دوى بيچاره ګانو به نو راته څه ويل خو زړونه يې غټ وو او که په زړه يې غټه تيګه کېښودله او زما خبره يې ومنله .مرکه مو دپېښور په تاريخي ښارکې دبېڅارې ګرمۍ په عالم کې پيل کړله .
شاځوان په سرکې خپله پيژندګلوي داسې وکړله :
- زه شاځوان منور ،دبادام منور زوى دننګرهار ولايت دکوز کنړ دخېوې اولسوالۍ دشګې دکلي اوسيدونکى يم .اوس په پېښور کې اوسيږم اوتاسوته مخامخ يم .عمر به مې اوس پنځه دېرش کاله وي .مونږشپږ وروڼه ووخو يوورور مو دانقلاب په لومړيو شپو کې وفات شو،پاتې پينځو وروڼو کې زه په څلورم نمبر يم .
0 شاځوانه وروره داراته ووايه چې دموسيقۍ دنيا ته په خپله راغلې که استاذ منور مجبوره کړې چې سندرې به وايې ؟
- دابايدووايم چې زما پلار يولوى هنرمند و مونږ دهغه ځاى چېرته نېوى شو ،داچې په افغانستان کې انقلابي شرايط راغلل نو هغه په مونږه ټولو وروڼو باندې تعليم وکړو اونه يې ْغوښتل چې مونږ سندرې ووايو .خوزه تاغوندې يارانودوستانو مجبوره کوم چې اواز دې د پلار غوندې دى اوته هم سندرې ووايه خوده پخپله نه غوښتل چې مونږ سندرې ووايو .
0 نو استاذ منور خوستا په وينا نه غوښتل چې ته دې هنرمند شې نو بيا څنګه دې دنيا ته راغلې ؟
- کله چې په اول ځل دادننګرهار ملي راډيو جوړېدله ،نودې دپاره هلته يوپروګرام کېده چې ځيني سندرغاړي يې هم ورته غوښتي وواودراډيو افتتاح کېدله .زه هغه وخت دشپاړسو کالو وم او دپلار سره دې پروګرام ته تلى وم .نو ماته خداى بخښلي سيدعالم استاذ وويل چې دلته درباندې سندره ويمه .خو ماورته وويل چې سندره خو راباندې وى خو اول مې دپلار نه اجازه واخله ځکه زه ډارېږم چې راته په قار نه شي .بيادهجرې مجلس پيل شو اواستاذ سيدعالم زما نوم هم ورکړى و ،نودۍ بيا ماته دعوت راکړ اوکله يې چې زمانوم واخيست نو ما خپل پلار ته وکتل خوهغه غلى و نه يې ښه راته وويل اونه بد او زه هم لاړم اودپلارسره په خواکې کېناستم ،ده پخپله راسره ارمونه وغږوله اوداسندره مې په اول ځل وويله چې ((خانده خوشالېږه ،زماپالنګ له به بيا ډېر وکړې ويرونه ......ديدن به قات وي ))
0 ښه داخوشوه هغه کيسه چې ته اول ځل دننګرهار راډيو تلويزيون ته راغلې ،ددې نه پس کيسه راته وکړه چې چاته دې شکره کېښودله او څوک دې استاذشو ؟
- که زه داخبره وکړم چې دموسيقۍ په دنيا کې مې د چانه زدکړه نه ده کړې خو نو ته يې هم راسره نه منې ، بل يې هم نه مني . داچې زما پلار يوسندرغاړى واودلومړۍ سندرې دويلونه پس زه عسکرۍ ته لاړم اوهلته مې هم خپل هنري کار ته دوام ورکړو . خومرسته راسره دپلار وه نو چې کله به راته کومه پوښتنه پيدا شوه ده به راته ځوابوله اودخپلې کورنۍ نه دباندې مې دچانه زدکړه نه ده کړې .
0 داميداني کيسټونه خو به دې بيخي ډېر وي خو دسټوډيو يا کمپنۍ کيسټونه دې تر اوسه څومره خپاره شوي دي ؟
- تقريبا چې دالويې کيسټې ما کړي دي ،دوکاندارانو ته چې کومې کيسټې ما کړې دي چې په هغې باندې هغوى ډېر تاوانونه کړي ، پيسې يې پرې لګولي او مونږه هم پرې ډېر په عذاب شوي يو اوزحمت مو پرې ډېر ويستلى دى تقريبا دپنځه اتيا نمبره پورې لويې کيسټې زما راغلي دي چې له هغې جملې نه دسندر غاړې وږمې سره لس پنځلس ورځې کيږي چې زما يو کيسټ راغلى دى .ددې نه علاوه ځيني نورې کيسټې مې هم راروانې دي .
0 دکومو کومو راډيو ګانو دلارې تر اوسه ستا سندرې خپرې شوي ؟
- دننګرهار دراډيو اوټلويزيون دلارې زما سندرې تقريبا هره ورځ خپريږي ،ددې نه علاوه د کابل نه مې ځيني سندرې په تلويزيون باندې خپريږي اويوه نيمه سندره مې دلته دپېښور دتلويزيون نه هم کله کله چليږي .نورو نويو ټلويزيونونو ته يا زه نه يم ورغلى يا دوى نه يم غوښتلى خوتلويزيونې سندرې مې لږې خپرې شوي دي .
0 دموسيقۍ په دنيا کې ډېرې لارې يا سبکونه دي ،يوه داستاذ شاولي لاره ده ،بله داستاذ خيال محمد لاره ده اواستاذ منور هم ديو ځانګړي سبک خاوند و،داستاذ شاولي او استاذ خيال محمد لاره دهغوى زامنو اوشاګردانو خپله کړې ده ،نوداراته ووايئ چې داستاذ منور په زامنو کې څوک دهغه په لاره روان دى اويا نور څوک شاګردان يې شته چې په هماغه سبک سندرې ووايي ؟
- تاسو داسې ژوره پوښتنه وکړه ،ستاسو د پوښتنې په ځواب کې زه بايدووايم چې ،مونږ غواړو چې دخپل پلار لاره خپله کړو ، په هغه لاره روان شو ،خو دهغه ځاى نيول ډېره ګرانه خبره ده ځکه چې هغه يو ډېر منل شوى سندر غاړى و .هغه بېسواده و، خو ده ته به چې استاذ زاخېل د راډيو افغانستان کوم طرزورکړو نو ده به هغه طرز ډېر په اسانۍ سره يادولو او کوم مشکل به يې نه ايجادولو .زه خواري کومه چې دپلار طرزونه خپل کړم اودهغه سندرې ووايم خوڅومره ښه چې هغه ادا کوله مونږ يې نه شو ادا کولى . هر سړى خپل علاقه مند لري ،لکه داستاذشاولي زوى دى، ښه سندر غاړى دى ، ښه نوم لري ،فکر کوم هماغه دپلار لاره يې تعقيب کړې ده .هم داسې زما وروڼه او دمنور استاذ ځينې شاګردان هم کوشش کوي چې دهغه لاره خپله کړي خو بيا هم وايم چې استاذ منور ديوې سختې اوجلا لارې لاروى واو په هغه لاره تګ اسانه کار نه دى .
نوربيا .................