دننګرهار شاځوان (1)
چمتو کوونکى :: نجيب عامر
وايي نوم د انسان په شخصيت ډېر تاثير کوي .ډېر کم خلک وي چې دخپل نوم پر عکس کړه وړه يې وي که نه نو چې څنګه نوم وي خداى پاک يو چاته هماسې شخصيت هم ورکړى وي .((شاځوان ))هم داسې يو نوم دى چې دموسيقۍ په دنيا کې يې نوم پوره پوره ځلولى دى .نه پوهېږم دموسيقۍ ستر استاذ بادام منور به په کوم خيال دخپل دغه بچي نوم شاځوان ايښى و،هغه مهال به هغه ددغه کمکي په سترګو کې خامخا يوداسې درڼا څرک ليدلى و چې دده نوم يې شاځوان اېښى و .
استاذ بادام منور دافغانستان داولسي سندرغاړو په منځ کې ديوممتاز مقام خاوند و.دننګرهارخېوې اولسوالۍ دشګې کلي سره تړاولرونکي دغه هنرمندپه يوداسې جلا سبک کې سندرې وويلې چې دهغه مهال استاذان يې هم ځان ته حيرانه کړل .دراډيو افغانستان کابل اودننګرهارراډيو دپاره نوموړي په خپل وخت کې ډېرې ښې سندرې ويلي دي .
سربېره پر دې هغه دخلکو په ودونو ، په اولسي غونډو، کنسرټونواو ددېرې په مجلسونو کې هم استاذ بادام منور په خپل مخصوص انداز کې داسې خوږې سندرې ويلي چې تر ننه يې دهغه مينه وال خواږه په خپلو ذهنونو کې احساسوي .
داستاذ بادام منور يوه خوبي داهم ده چې دسلګونو خوږو سندرو تر څنګ يې خپل جانان اولس ته داسې زامن هم تر شا پرې ايښي دي چې نه يوازې دهغه نوم يې ژوندى ساتلى بلکه پخپله هم دنوښتونو ياران دي او دننګرهار خلک خو پرې په سر کې وياړي خو دپاتې افغانستان او دلرې پښتونخوا خلک يې هم په درنښت يادوي .
داستاذ بادام منور د زامنو سره زه ډېر له پخواراهيسې پېژنم .يووخت مې يادشي چې دطالبانوواکمني وه نو پېښور کې دهنر مندانو او فرهنګيانو ډېر ښه بيروبار و.دغلته دخيبر بازار نه مخکې ، دکيسه خوانۍ دکباړي بازارنه شاته يوه پلازه ده ،پاکستان پلازه ،هغه مهال داستاذ ايوب ،ارواښادسيدعالم ،استاذ غياث ،ګلو استاذ،شېرجان غروال ،بريالي صمدي ،ترڅنګ داستاذبادام منور د زامنو څاروان ،شاځوان او رضوان په شمول د ډېرو افغاني هنرمندانو دېرې دغلته ابادې وې .
پاکستان پلازه يوه زړه ودانۍ وه اواوس هم شته چې ډېرې نرۍ او تنګې زېني يې لرلې او تپه تياره به وه خو چې لږ به وربره شولې نوسترګو ته رڼا به هم پيدا شوه او غوږونو ته دښکلو سازونو شرنګا به هم راپيدا شوله . په هماغوشپو کې زما يو کلي وال دى نوم يې دلاور دى په راجا مشهور دى ،په سندرو ورک مين دى ،پخپله هم ښکلى اواز لري ،منګل جان يې دده په وينا پخوانى ياردى اووايي چې کله په کابل کې و د ډاکټر نجيب په دوران کې نو دنغمې سره يې هم پېژندل اوسندرې يې هم ورسره ويلي دي .والله اعلم زه نه پوهېږم چې دا خبره به يې څومره سهي وي خو په دې وروستيو کې ما دښاپيرۍ نغمې سره څو وارې مرکې وکړې خو هغې دراجا يادونه ونه کړه ښايي ترې هېر شوى به وي او يا به هم راجا هغه مهال دپېښوريانو خبره ((ډوزه ويشتې ))وي .هسې هم هغه کوم د مدراس يا د کشمير راجا و چې چا ته به ټول عمر په ياد پاتې کيږي ،خوسره ددې چې دا څو کاله مې نه دى ليدلى خو ماته ياددى .ما هم ډېر خلک هېر کړل خو دا ظالم راته ځکه په ياددى چې ده اول ځل په پاکستان پلازه کې دافغاني هنرمندانو سره اشنا کړم .
له هغه مهاله چې دموسيقۍ ددنيا د خلکو سره مې يو تړون پيدا شوى تر ننه پورې يې يا په زړه کې او يا هم په ښکاره ورسره پالمه .طالبان هم لاړل ،پاکستان پلازه هم نوې له سره ترميم شوله .له بره نه يې افغاني هنر مندانو او دلاندې نه يې معلم ظفر کډه وکړله .ځيني افغاني هنرمندان افغانستان ته لاړل او ځيني نور يې بيا تاکال او ياهم دپېښور نورو برخو ته وکوچېدل ، پاکستان څومره يوازې پاتې شو .
اوس چې زه په پېښور کې يم ،دمحصلۍ دوره مې ختمه شوې او هغه وخت هم تېرشوى چې ما به ويل ((عامره ! بې روزګاره ستا څه کار نشته نشته ...))اوس زه ديوې نړيوالې رسنۍ سره کار کوم اودخپل شوق له مخې کله کله هغوى ته او کله کله هم ځان ته د يونيم پښتنو هنرمندانو سره مرکې کوم .اواوس خو زرپاڼه هم راپغاړه ده اودخلکو مينه مونږ مجبوروي چې ددوى د خوښې کسان دوى ته مخامخ کړو.
نو چې کله هم داسې د يادوړ هنرمند مخې ته راشي نو مرکه ورسره کوم .دغلته په پېښور کې يو زلمى دى مختار نوميږي ،ما ورسره په اول ځل داستاذرحيم غمزده دکشري هنرمند زوى توريالي سره په لومړي ځل ليدلي وو،هغه زما نه هم لېونى دى ،دسندرو نه زيات د سندر غاړو سره مينه لري اوکله کله ماته هم وايي چې زه دفلاني هنرمند سره ناست يم راځه که مرکه ورسره کوې .څومره سوچه مينه او سپين زړه لري . ديو نيم نورو غوندې نه وايي چې ډالرې د عامر جيب ته لوېږي او دمرکې دپاره خلک ورته مونږه پيدا کوو .
نوربيا ...............