څانګه لاړه ......څانګه لاړه

نجيب عامر

څومياشتې مخکې دازادۍ راډيودپنځمې کليزې په غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته تللى وم ،غوښتل مې دپښتو د خوږ ژبي شاعر شفيع الله بابر زي سره هم وګورم . چې ټيليفون مې ورته وکړ راته يې داومر دموزيم ادرس راکړ وې راشه کيسې به سره وکړو . زه هم بې له ځنډه ورغلم .دشمشاد ټلويزيون ودانۍ د اومر موزيم په ودانۍ کې دننه ده او خداى شته سړى يې په لومړي ځل ليدلو تر تاثير لاندې راځي . بابرزى په شمشاد ټلويزيون کې دهنري څانګې مشردى . هلته مې دبابرزي ترڅنګ دخپلو پخوانيو يارانو سيد اختيار سباوون ،داود عرب زي ،عبدالحليم همت ،سروش اوځينو نوروسره هم وکتل .شررکونړ ته په رخصتۍ تللى و نو ومې نه ليدلو .دخبرو اترو نه پس بابرزي دخپلې مهربانۍ له مخې دلاسه ونيولم او شعبه په شعبه يې وګرځولم او دټولوسره يې اشنا کړم .

هلته په هنري څانګه کې ځيني نطاقانې اوممثلين ناست ول چې يوه هم پکې شکېبا څانګه اماج وه .بابر زي ډېر په وياړ سره هغه مهال هغه ماته راوپېژندله چې دازمونږ دشمشاد تکړه نطاقه او خبرياله ده .

ددې سفر نه دادى څو مياشتې تېرېږي اواوس زه په پېښور کې يمه .کله چې په افغاني رسنيو کې مې داغلې څانګې دوژل کېدو خبر واورېدلو نو نېغه مې سترګو ته ودرېدله چې داخويې د ژوند کولو عمرودمرګ خو نه وه .

خوپه توره شپه کې د مرګ يو سوداګر هغه ووژله او دهغې د کورنۍ تر څنګ يې ډېر پښتانه او افغانان دوير په ټغر کېنول .اوس چې داکالم زه ليکم نوهغه خاورو ته سپارل شوې ده خو خاورې شوې ځکه نه ده چې يو خو به يې کړى خدمت ژوندۍ ساتي او بله داچې شهيدان نه مري هغوى تل ژوندي وي او په دې کې خو هېڅ شک نشته شته چې هغه يوه شهيده ده اودحق دلارې شهيده چې غوښتل يې درڼا مشال په لاس خپل اولس ته خدمت وکړي اونړيوالو ته داهم وښايي چې پښتنې هم دچا نه کمې نه دي اودژوند په هره څانګه ګې خدمت کولى شي .

زمونږ په ټولنه کې ددوديزه ستونزو او رواجونو له امله ډېرې کمې کورنۍ دې ته حاضريږي چې خپلو لوڼوته په راډيو ، ټلويزيون يا په کومه بله هنري څانګه کې د کارکولو اجازه ورکړي خوځيني کورنۍ چې دټولې دنيا خبرې پر سر واخلي او دخپلو زړونو ټکړې دټولنې خدمت ته وړاندې کړي نو په هغوى کې دډېرو نجونو برخليک  بيا دڅانګې خورکۍ په څېر وي چې دومره لوى غم يې کورنۍ ته پاتې شي چې بيا دهغوى زړونه دکوشېرېدو نوم هم نه اخلي .

هسې خو د هرانسان قتل لويه ګناده خو ديوې پېغلې په داډول قتلول بيخي دانسانيت نه پرېوتى کاردى ځکه که څوک نارينه دى او دچا سره دښمني پالي نو په رڼا ورځ دې په نره وپالي دا نو څه خبره شوه چې په توره شپه کې ورشه اوديوې تورسرې تور اوربل د خاوروسره خاورې کړه .نوزه دغه کس ته وايم چې ته به هم ځان ته ځوان وايې .....که ته ځوان يې نو بيا نا ځوانه څوک دى ؟

که څه هم دکابل دپوليسو پيژندل شوى مشر علي شا پکتياوال وايي چې دڅانګې قاتل يې نيولى اودڅانګې پلارهم دامنلې ده چې نوموړي تن تردې مخکې هم ددوى کورته بمونه اچولي وواودهغه لوڼې به يې مکتب يا وظيفې ته دتګ راتګ پرمهال زورولې خوهغه داهم وايي چې کېدى شي قاتل يو اجرتي وي او دبل چا له خوا به دڅانګې د وژل کېدو لپاره په کار ګومارل شوى وي .

که څه هم زه دپوليسو مشر نه يم اوپه دې هم ډارېږم چې خداى مه کړه زما خبره دشهيدې څانګې په کورنۍ بده ونه لګيږي اودهغو غم جنو انسانانو غم لا نور پسې زيات نه شي خودلته داويل هم ضروري ګڼم چې که هماغه وخت چې کوم سړي ددوى کورته بمونه غورځول اوياهم دڅانګې اودهغې د خوايندوشايې نيوله نوکه  بل چا ته يې نه ويل اويوازې علي شا پکتياوال ته چې ډېر محترم سړى دى او ډېر افغانان ورسره مينه لري ويلي واى نو زه باور لرم چې دومره بده پېښه به نه رامنځ ته کېده .

اوس هم که پوليسو ته هغه کسان وښودل شي چې دشهيدې څانګې دمحترم پلار په وينا قاتل ته به يې اجوره ورکړې وي نو زه باور لرم چې ښاغلى علي شا پکتياوال به هغوى خامخا د قانون منګولو ته وسپاري .

خوډيرې کورنۍ په داسې حالاتو کې  ډېرې خبرې پټې ساتي اوداکار د مجرم سره کومک کوي او دهغه څېره بيا هم تر نقاب لاندې پاتې کيږي .چې داسې بايد ونه شي .

زه له هغو کورنيو نه هم ډېر په ادب سره هيله کوم دچا څانګې چې په مطبوعاتو کې کار کوي نو کورنيو ته يې لازمه ده چې په کور کې د هغوى دبشپړ امنيت غم وخوري ځکه پيژندل شوي کسان او په ځانګړي ډول نجونې او مېرمنې تل دداډول ګواښونو سره مخ وي .څود څانګې خورکۍ دمحترم پلار په وينا (( زما څانګه خو ماته شوه ، خداى پاک دې نورې څانګې نه ماتوي .))