ماته شوې څانګه

(( واردنادرونجونوتېرشو

 اوس رالوئيږي خاټيسۍ ماټيسۍ جونه ......))

زه اوس هم ددې لنډۍ دويونکي شاعر سره موافقه نه يمه . څوچې پښتون ملت ژوندى وي نوپښتون حسن اوښايست به په نړۍ پاچاهي کوي . داهغه نه ورکيدونکى حسن دى . چې تل به دپښتوادب پرې ښيرازه وي . دهم داسې يو ښايسته حسن لرونکې پښتنه پېغله شکيبا اماج هم وه چې دشمشاد ټلويزيون سره يې همکاري درلودله . چې په څومره بې رحمۍ اوبې خبرۍ سره په خپل کورکې ووژل شوه .

دادويمه خبرياله پېغله  ده چې دکابل په پلازمينې کې وژل کيږي . دشيمارِضايي له مرګ څخه دادى دوه کاله تېرشول خوڅرنګه چې په بې روحه جسد باندې يې خاورې واړول شوې ، دوژل کيدوپه قضيې باندې يې هم خاورې واچول شوې . ددې تنکۍ ګلالۍ څانګې کيسه هم هماغسې دربولئ ،  نه به يې قاتل ته په روښانه ميدان سزا واورول شي ،اونه به په دې پېښه کې ککړمجرمين ونيول شي . جالبه خوداده چې دڅانګې پلارپه سړه سينه دومره رسنيوته خوله خلاصو وي چې (( دې تاو تريخوالي زماڅانګه ماته کړه او هغه يې وخوړه خوخداى دې نورې څانګې نه ماتوي )) پوښتنه راولاړيږي چې کوم تاوتريخوالي ؟ په داسې حال کې چې قاتل ددوى سره کومې اړيکي نه لري اودبل کس په واسطه دې قتل ته چمتوکيږي دلته انجينر اماج ولې پوره غوټه نه خلاصوي ؟

داهغه پوښتنې دي چې دهرلوستونکي لپاره دځواب غوښتونکى دي . دولت اونړيوال ځواکونه سره دخپل  ټول قوت  بياهم ددې ډول پېښودمخنوي نه  په پلازمينه کابل کې  پاتې راغلي . دکابل دپوره امنيت څېره هله راڅرګنديږي چې څانګه په خپله کوټه کې وژل کيږي اوقاتل په تېښتې بريالى کيږي . له دې معلوميږي چې قاتل پوره هندي اونوردهاليوډسينمايي فلمونه په غورسره ليدلي وو . چې په پردى کورکې په داسې وخت کې چې دکورنۍ ټول غړي ويښ وي په څومره زړوتيا اومهارت سره ځان دويم پوړته اود څانګې کمرې ته رسوي .

څانګه خوبختوره وه چې يوڅوکسانوديوې خبريالې په نوم پېژنده اويوڅوخواخوږوخوپرې خپله خواخوږي ښکاره کړه . ارمان ددې ځاى دى چې په دې وروستۍ لسيزې کې ډېرې څانګې ياماتې شوي اوياوسوځول شوې ، چې چايې نوم هم په خوله وانه خېست  . داسې ښکاري چې دڅانګودماتولو دوران راغلى . دښځونړيوالې ټولنې موسسسې به هم په افغانستان کې په کاربوختې وي . اوخپل کاري جدولونه به ډکوي چې په افغانستان کې يې دښځودحقوقولپاره خومره کارکړى دى . خوټولنه ورځ په ورځ دښځوپه وړاندې داخلاقي فسادنه نيولې ترتباهي فساده پورې رسيږي . په روان کال کې دافغانستان  نوخبره تاسوته پريږدو په يوې اسلامي ټولنه کې داډول پېښې اندېښنې نه راولاړوي ؟؟؟

نوڅنګه به په راتلونکي باندې باورترلاسه شي . چې په ښځوکې يوه نادره راپيداشي څانګه شي غوټۍ وکړي خودفصل ترپخيدومخکې  دظالم په لاس راماته شي .

په هيواد کې تل دانيوکه په مېرمنو کيږي چې په ټولنه کې افغاني مېرمنې تر نړيوالومېرمنو دکور نه دباندې چارو کې کمزوري دي اودوى د پوره استعدادخاوندانې نه دي خو دا خبره سمه نه ده . په دې ټولنه کې کله چې يوه مېرمن خپل استعداد اولياقت په کاري لحاظ ښودلى تل دنارينه وو له خوا د پوره مخالفت اوخشونت سره مخ شوې ده .هم دا لامل دى چې کمې کورنۍ دې ته غاړه ږدي څودهغوى لوڼې او خوايندې دکور نه د باندې کار وکړي .

خوداسې مېرمنې کمې پيدا کيږي چې په پوره صبر او زغم سره ددې ناخوالوپه وړاندې دطاقت نه کار واخلي . ددې تر څنګ ډېرې پښتنې مېرمنې شته چې پوره او تر نارينه وو زيات استعداد لرونکي دي ، خو په پوره بې شرمۍ سره په ټولنه کې  دهغوى دکار مخه نيول کيږي .