ګرده مې لمن ادکې مورې .......
وږمه سبا عامر
افغاني جونو ته خداى پاک هسې هم ډېر ښايست ورکړى خو چې کله خپل دوديزه افغاني ګنډه کميسونه واغوندي نو هغه د چا خبره ښايست يې بيا داسمان سره خبرې کوي .سره ددې چې زمانه هره ورځ نوي دودونه له ځانه سره راوړي خو دلاس نه جوړشوو افغاني کميسونو لا هم خپل ارزښت د لاسه نه دى ورکړى .
له څولنډو ورځوراپه دې خوا په پېښورکې دډ اکاردموسسې له خواچې اوس د((زردوزي )) په نوم ياديږي دافغاني ښځوودلاسي صنايعو جوړشوي توکي په بيلابيلو ډولونودخرڅلاواونندارې لپاره دخلکو په مخ اېښودل شوي دي . په دې نندارتون کې هغه ښايسته افغاني کميسونه ترسترګوکيږي ،چې دافغانستان دبيلابيلو قومونودفرهنګ اودودودستور پېژندګلوي کوي .
ددې ترڅنګ په خنجري خامک باندې جوړشوي دکمرې پوښونه ، قلم دانۍ ، دستکولونه ، دموبايل پوښونه ، دسړيو واسکټونه ، دماشومانوپه ښکلي ډيزاينوجوړشوي افغاني ګنډونه ،هراتي وريښمين څادرونه اونورمختلف شيان په نندارتون کې ترسترګوکيږي . ددې موسسې کارکونکې رافعه سلطانه وايي چې دا لاسي شيان ټول دافغاني مېرمنوپه واسطه جوړشوي دي . ددوى سره اکثر هغه مېرمنې په کاربوختې دي چې بيوزلې اودکورسرپرست نلري اوډېرې مېرمنې په کيمپونوکې دي چې دوى دخپلوکارکونکوپه واسطه هغوى ته موادورليږي اوترجوړيدووروسته يې بيرته راغونډوي .
دداکاردلاسي صنعتي موسسسه د١٩٨٤کال نه راپدېخوا په پېښورکې په کاربوخته ده ،چې په کال کې دوى څلور يا پينځه ځلې دخپلو لاسي صعنتونو نندارتون دنوموړې موسسې په انګړ کې چې د پېښور ديونيورسټي ټاون په ګل موهار لين کې دى جوړوي اوددې ترڅنک کال کې څوځلي دپاکستان په نوروصوبوکې هم داډول نندارتونونه جوړوي اوپه کال کې يوځل خپل جوړشوي توکي دپاکستان څخه بهر په نوروهيوادونوکې نندارې ته وړاندې کوي .
ددې موسسې معاون محمدصديق وايي چې دوى خپل توکي نه يوازې دپېښوردکډوالوله کيمپونونه ترلاسه کوي بلکه ددوى کارکونکي دافغانستان په داخل کې ځينوولايتونولکه ننګرهار ، لغمان ، هرات ، باميان ، غزني ، اومزار شريف کې هم ددوى کارکززنکي شته چې ددوى خپلو کارکونکوته خام مواد او دهغوى اجوره وخت په وخت لېږي . اکثر افغاني ګنډونه چې په ګرافوباندې پرې ګنډل شوي وي، دلغمان په ولايت کې جوړيږي . دوړيو نه مختلف ډول باندې جوړشوي پکولونه اودنارينه وو واسکټونه په کنړونوکې جوړيږي . دالاسي صنعتي شيان نه يوازې په پاکستان کې ښه اخيستونکي لري بلکه په بهرنيوهيوادونوکې هم ډېر اخيستونکي او مينه وال لري .
ديادونې وړده چې نوموړى نندارتون به تريوې اونۍ نورهم داخيستونکواونندارچيانوپه مخ خلاص وي . که تاسو دافغاني مېرمنو په لاس جوړ شوي دغه توکي واخلئ نو يو خو به مو خپل فرهنګ سرهمينه ښکاره کړې وي او بله داچې ستاسو پيسې به ددغو غريبو مېرمنو جېبونو ته لاړې شي او دغه هنرمندې مېرمنې به پرې خپل ضرورتونه پوره کړي .