خداى دې ښه کړي

وږمه سباعامر :

 

افغانستان خودجرګووطن دى ، دجرګودوداوکلتور دپښتون قوم له پېدايښت سره سم رازېږدلى چې ورو ورويې په افغانستان کې نورو وړوميشتو

 قومونوته هم لاره پيداکړې ده . خوژورتيا يې تل په دې ستر قوم پښتنوکې پرته ده . پښتانه تل جرګه مارخلک پاتې شوي دي . واړه  اولوى يې  تل فيصلېپه جرګوباندې  کوي . دجرګوفيصلوته تل غاړه ږدي . افغانان څومره چېدجرګو په فيصلوباندې  عمل کوي ترهغو زيات دجرګو اوجرګه مارو قدرهم کوي . زما دخبرو په اساس داڅوورځې کيږي چې دافغانستان اوپاکستان دجرګودکميسونونواستازي په خپلومنځوکې په اسلام اباد کې ناسته کوي اودې فيصلې ته رسيدلي چې ددواړوهيوادونوترمنځ به ترټولولويه جرګه په کابل ښارکې دراروان اګست مياشت په لومړۍ اونۍ کې  جوړيږي ،چې دې جرګې ته به دافغانستان اولس مشر  ښاغلى حامدکر زى اودپاکستان اولس مشر پرويز مشرف دواړه خپلې ويناوې اوروي . اورېدل کيږي چې په دې جرګه کې به اوه سوه مشران دبيلابيلو قومونوڅخه ددواړوهيوادوله اړخه برخه اخلي ،چې دادافغانستان په څوزرن تاريخ کې لومړۍ لويه جرګه ده چې ددووهيوادونوترمنځه جوړيدونکې ده  .

خوپه دې جرګه کې طالب جان ماما يې بې برخې کړى ، په اسلام آبادکې ددواړوهيوادونوناستواستازوپه ګډه  دافيصله کړې ده چې داډول خلکو ته چې دافغانستان پرضد ژبه په خوله کې لري په جرګه کې د ګډون موقع به نه ورکوي .. دڅارونوکوپه اند داپه دې خاطر دى چې طالب ماما ټوپک په لاس ټوله ورځ جنگيږي،هسې نه چې يوځل دهغه پاکستاني عسکر پشان چې تېره مياشت يې دافغانستان ،پاکستان او د امريکې ددرې اړخيزې غونډې پرمهال په تري منګل کې ډزې وکړې داسې طالبان هم دجرګې په استازوباندې  ډزې ونه کړي .خوخبره داسې نه ده ،طالب جان هم دجرګودوطن بچى دى ، څه کيږي  چى اوس مرورپه غرونوسردى ،زما په اند هغه هم دجرګواحترام کوي . اوکه موقع ورته ورکړل شوه نو ښايي ثابته به کړي چې  څومره جرګه ماردى .

دجرګې په جوړولو کې به دپاکستاني استازي آفتاب احمد خان شيرپاوسره پير سيداحمدګيلاني مرسته کوي . په دې جرګه کې به دواړو هيوادونوترمنځ دښو تعلقاتو په مظبوتولو، دپولې په غاړوباندې دکړکيچونودختمولواوپه دواړه هيوادونوکې ددهشت ګردۍ دختمولو په اړه خبرې اواترې وشي اوډاډمنې فيصلې به سره وکړي .

ددې جرګې جوړول هغه وروستۍ هيله ده چې ددواړوهيوادونو خلک اوپه خاصه توګه دپولې په غاړوپراته  اولسونه ورته خوشحاله کيږي . اولس فکر کوي چې داجرګه  دحل وروستۍ  لاره ده ، چې ددې جرګې دجوړيدوپه اساس  به ددواړوهيوادونوترمنځه دا اوږد کړکيچ چې له ډېرې مودې راپه دې خوا راپيداشوى له منځه لاړشي . اوددواړو هيوادونوخلک په سوله کې شپې سبا کړي . دابه هم له ياده نه باسو چې دامريکې ترخوانوربهرني هيوادونه چې په دې وروستيوکې دپاکستان اوافغانستان دمنځني کړکيچونوڅخه نورپوزې ته راغلي  دې لوې جرګې ته په ښه نظر  ګوري . اود همدې لپاره هم امريکې له بدې ورځې نه دادومره لوى بوج په غاړه اخيستى چې په ډېرلوى مصرف سره داجرګه جوړه شي ، اودې ته هم دافغانستان اوپاکستان داولسونوترڅنګ نړيوال هم سترګې په لاره دي چې پايله يې مثبته راووځي .

دڅارونکو په اند که ددې لويې جرګې پايلې مثبتې وې او ددواړوهيوادونوترمنځه دا لوى لوى کړکيچونه پاى ته ورسيده ،په سيمه کې که سوله ټينګه شوه نولرې به نه وي چې دجرګودودبه ورو ورو دپښتنوله کلتورڅخه نړۍته لاره پيداکړي اوهم دا رنګه به داجرګه  نړيواله بڼه واخلي .

اولسونه دا ډول جرګوته خوشحاله ښکاري اووايي چې (( هغه غوټه چې په لاس خلاصيږي  خولې ته څه حاجت دى)) نوکه داستونزې اوکړکيچونه په جرګوحل کيږي نودناندريو اوجګرو اودداړوهيوادونوترمنځ دچارواکوببولوته حاجت نه پاتې کيږي .