ټولې فيصلې مونږ په جرګو کوو
نجيب عامر
دکابل اواسلام اباد چارواکي دجمعې په ورځ د(( نتيا ګلۍ )) په سړه سيمه کې سره کېناستل اوپه سړه سينه يې د افغانستان او پاکستان دامن د راتلونکې لويې جرګې په اړه خبرې وکړې .ددواړوخواوو نه د جرګه مارو پوره يو يو ټيم يعنې دولس دولس کسان حاضرول او دجرګې د ايجنډا اوتشکيلاتو په اړه يې ديوبل سره بحثونه کول .
کابل او اسلام اباد اوس دې خبرې ته اماده شوي دي چې جرګه به يوه وي اوپه کابل کې به وي اوپه دغه جرګه کې به درې سوه او پنځوس دافغانستان او هم دومره دپاکستان قومي مشران برخه اخلي ،داهم ويل شوي چې د اووسوومشرانو دغې جرګې ته به دکابل پاچا حامدکرزى اوداسلام اباد پاچا جنرال پروېز مشرف هم ويناوې کوي .
په افغانستان اوپاکستان کې چې کوم اوه سوه قومي مشران دامن په راتلونکې لويه جرګه کې به برخه آخلي دهغوى نومونه تراوسه مخې ته نه دي راغلي اوچې نه دي راغلي نو ظاهره ده دا هم نه شي ويل کېدى چې په دې کې به څومره کره او څومره کوټه مشران شامل وي خوداخبره هم دپام وړده چې په افغانستان اوپاکستان دواړوکې داسې اوازې خورې دي چې دمصلحت له مخې به ډېر دکاروړکسان پاتې شي اوکابل اواسلام اباد ته نزدې ځيني کسان به جرګې ته لاره ومومي .
سره ددې چې دافغانستان اوپاکستان تر منځ په دې وروستيوکې دسرحدي شخړو تر څنګ ((تاويلي .....ماويلي ))هم زياتې شوي خو چې کله هم په کابل اواسلام اباد کې ددواړو خواوو مشران په خپلو کې سره کېني ديوبل سره دومره صميمي وي ته به وايي چې ((دچوتي ياران دي ))اوترمنځه يې هېڅ ډول اختلاف نشته خوټول پوهيږي چې ((غواکه توره ده نو شيدې يې سپينې دي )) دداډول ليدلو پرمهال خو دکابل اواسلام اباد چارواکي يوبل ته ددوستۍ لاسونه ورکوي خو تل ليدل شوي چې څوورځې پس بيا په سرحدونو ديوبل لورې ته دبارودوغونډوسکي ورول کيږي .خداى دې خير کړي چې دجرګې نه مخکې ددې وروستۍ غونډې پرمهال دکابل او اسلام اباد دامينه څه پايلې مخې ته راوړي .دکابل او اسلام اباد مينې ته چې ګورم نو ماته د((اجمل منصور))مينه راياديږي .هغه وايي : (( زمونږه مينه په والله د نندارو مينه ده .......هغه جامې وينځي او زه ورله اوبه وباسم )) خواجمل منصوردکابل او اسلام اباد مينه نه ده کتلې که نه نودسوباړو د ګوزارونو ذکر به يې هم خامخا کړى و .يوه خبره مې ذهن کې ګرځي ....وبه يې کړم نو، کابل اواسلام اباد که دومره مينه واقعا ديوبل سره لري نو بيا خو خبره له اوس نه جوړه ده ، جرګوته هم حاجت نشته .
داسلام اباد په اوسنۍ غونډه کې دامن دلويې جرګې دامنيت دساتلو او ددريم ګړوڅارونکو هيوادونو دموجوديت په اړه هم بحثونه شوي دي .دپاکستان د کورنيو چارو وزير افتاب احمد خان شېر پاووايي دلويې جرګې دامنيت دساتلودنده به د کوربه هيواد په غاړه وي او کوربه خو لکه چې ويل شوي افغانستان دى نو دا اوس د کابل د پاچا دنده ده چې خپل لښکر دامنيت ساتلو ته چمتو کړي .خو څارونکي په دې باوردي چې ترڅوپاکستان دخپل مخصوص جادونه په کار اخيستلو دامنيت په څانګه کې دلويې جرګې دامنيت ساتلوته هڅې نه وي کړې نو په يوازې ځان کابل ته به ډېره ګرانه وي چې داووسوو مشرانود دلويې جرګې امنيت ونيسي .
دناظرو هيوادونوضرورت هم ليدل کيږي چې په خپلواکه توګه ددغودواړو هيوادونو په لويه جرګه کې ددواړو خواوو خبرې واوري اوخپله رايه نړۍ ته وړاندې کړي څو نړيوال ددې جرګې په اړه خپل قضاوت وکړي .
د ځينو په اند په کار خو داوه چې دامن په دې لويه جرګه کې دکابل او اسلام اباد د چارواکو تر څنګ دواشنګټن ، لندن ،دافغانستان د ټولو همسايه هيوادونواو طالبانو او دحزب اسلامي مشرانو ته هم دګډون کولو موقع ورکړل شوي واى خو ښاغلى کرزى بيا وايي طالبانو ته بلنه ځکه نه شي ورکولى چې دهغوى ادرس ورته معلوم نه دى .او چې ادرس معلوم نه وي بيا خو نو رښتيا هم بلن ليک به په کوم ادرس ليږي .خو ادرس ته دومره ضرورت هم نشته که کرزى صيب يوازې ځان سره ووايي چې ((طالبانو ! راسئ خداى مو راوله ........))نو زما خيال دى چې خبره به هماغه ساعت کې دطالبانو اميرالمومنين ته رسېدلي وي ځکه چې ديوالونه هم غوږونه لري .
خودطالبانواودحزب اسلامي له خوا بيا واردمخه ويل شوي چې داډول جرګې دوى ته دمنلو وړ نه دي نو چې ورته دمنلو وړ نه دي نو زما په خيال نه به خپله په دغه جرگه کې برخه واخلي او نه به هم تر خپله وسه بل چاته اجازه ورکړي چې په دې جرګه کې ګډون وکړي .
نو دا خو هغه خبره شوه چې وايي ملا غره ته نه خيژي او زمرى ډاګې ته نه راکوزيږي .نو جرګه مار بايد په دې خبر وي چې په دې دواړو کې به يو د بل لورې ته وړل ضروري وي ،يا به زمرى ډاګې ته راوستل غواړي او يا به ملا غره ته خېژول غواړي څو دوى يو بل ته مخامخ شي ،يوبل ته په سترګو کې وګوري ،وموسيږي اوديوبل لورې ته منډه وکړي او دمينې غېږ ديوبل نه چاپېره کړي .