بې خولې خلک - بې احساسه زمانه
انسان له خداى پاک په خوله کې ژبه د هم دې لپاره ورکړې چې هغه پرې خبرې وکړي ،دنړۍ سره په تماس کې وي او په خپل وجود کې دننه موجوده دنيا پاتې دنيا ته وښايي خودخوله ورواو د ژبې د مداريانو په دې نړۍ کې يو لمن خلک داسې هم ژوند کوي چې هرڅه په زړه تېروي او په خوله هېڅ هم نه وايي .داسې نه چې ګوندې دوى په خوله کې ژبه نه لري او يا هم د اظهار چل ورته نه ورځي خو بس يا ددوى خټه هم داسې اغږل شوې وي چې څه به نه وايې او ياهم دوى ددې خبرې په تمه وي چې دنيا به پخپله هغه دنيا ولټوي چې ده په زړه کې ساتلى خوداداظهار دنياده او د خاموشۍ د ښار دغه اوسيدونکي د ژوند په منډه کې تل پاتې راځي .
انسان ته خداى پاک که ژبه ورکړې ده نو غوږونه يې هم ورکړي دي اودانسان په بدن کې د ژبې په تناسب سره د غوږونو شمېر هم يو په دوه دى نوبنده له ښايي چې خپله دې هم ووايي خو د بل دې هم واوري .خو اصلي ستونزه هلته راولاړيږي چې بې خولې خلک په خپل کار کې هم کار نه لري او د ضرورت په وخت کې هم څه نه وايي ولې مقابل لورې ته خوله ور کسان غوږونه بند ساتي او ژبه تېره،تېزه ، خوږه او چا لاکه .......... نو دوى کامياب هم وي ځکه چې دحق د لاس ته راوړلو په چل پوهيږي .
ژبه دانسان په خوله کې دتېرو تېرو غاښونو په منځ کې ژوند تېروي خوپه خپله څومره پسته وي ، دااندازه به تاسو ته هم شوې وي هم داسې مثال په دنياکې دبې ژبو اوژبه وروانسانانو هم دى ،هغه کسان چې غلي وي مثال يې د ژبې او هغه نور چې رند او چالاک وي هغوى لکه غاښونه ...... نو ژبه هله د غاښونو په منځ کې سوله ايزه او ارامه ژوند تېرولى شي چې په احتياط واوسيږي کنه نو دژبې د پرې کيدو وېره هره ګړۍ موجوده وي .اوداغلي انسانان په هم دې فلسفه ژوند تېروي .
ويل کيږي چې انسان د خاورې نه جوړ دى اودادسترګو کمال يا غلطي ورته وايئ چې دخاورو دې غونډۍ ته د غوښې بڼه ورکوي او ظاهرا داسې نه معلوميږي چې داغوښه له خاورې جوړه ده خو داچې قبر ټولو ليدلى نو ددې خبرې نه انکار هېڅوک نه شي کولى چې انسان به خاورې کيږي هم نه .نو د خاورې نه دجوړ انسان په خوله کې خاورينه يا غوښنه ژبه هم عجيبه تخليق دى ،هم دا دغوښې يوه لېشت هومره ټوټه ده او په نړۍ کې بيلابيل خلک پرې بيلا بيلې ژبې وايي .ښه هم پرې وايي او بد هم ،دهم دې ژبې نه دمحبت نغمې هم راووځي او د مرګونو فتوې هم ......
خوپوهانو خاوره د عاجزۍ نخښه ګڼلې نو خاکي انسانانو سره هم ښايي چې دعاجزۍ نه کار واخلي ،داسې نه چې غاښونه دې غاښۍ کړي او ژبه دې لور او دنورو بې خولې او بې ژبو انسانانو لو دې پرې شروع کړي .
خو څرنګه چې داد زورواکو نړۍ ده نو هغه کسان او هغه قومونه پکې پايلى شي چې زور ولري ،دمقابلې توان ولري ،دښکار کولو چل يې زده وي چې ښکار وکړي کنه نو ښکار به شي .
په ساينس کې يوه مفکوره داسې هم شته چې پخوابه مارانو پښې لرلې خوداچې دوى سست وواوټوله ورځ به په ازغو کې پټ ناست وواو تګ راتګ به يې نه کولو او پښو ته به يې تکليف نه ورکولو نو ځکه دهغوى په راتلونکو نسلونو کې پښې وړې کېدې تردې چې لمسي او کړوسي يې داسې هم ول چې لکه داوسنيو هغو يې له سره پښې نه درلودلې .ساينس هم دارنګه دزرافه ((يوډول اوږدغاړى ژوى ))مثال هم ورکوي چې اول اول به ددوى غاړې داسې دنګې او اوږدې نه وې خو کله چې په زمکه د واښو او خوراکونو قحطي شوه نو دوى به داونو دپاڼو پسې خپلې غاړې هسکولې اوداتمرين چې په پرله پسې توګه کېدونو ددوى دراتلونکو نسلونو غاړې ورو ورو دنګېدلې چې اوسنۍ زرافې بڼه يې غوره کړله .
نو اى دنړۍ هغو انسانانو! چې ژبه لرئ خو نه يې کاروئ دا مې واورئ چې که هم داسې په خپله لاره خاموشه روان استئ نو لرې نه ده چې ژبې به مو په خوله کې وچې شي او راتلونکي نسلونه به مو دساينس ددغه تيورۍ په وينا ګونګيان پيدا شي .
که تاسو د هغې ورځې په تمه آستئ چې داظهار نه پرته به دنړۍ انسانان ستاسو د زړه په خبره ورسيږي نو دا ستاسو خام خيالي ده ،هو تاسو هم ښه وايئ چې ((که ګل کې خوشبويي وي نودګل چين پام ځان ته ضرور اړولى شي ))خودګلونو هغه قدردان اوس په نړۍ کې نه دي پاتې اوس خلک دګلونو مينه په کاغذي ګلانو هم ماتولى شي .
خو ماته پته ده چې تاسو له خپله هوډه نه اوړئ اووايئ چې (( بدل به نه شمه هغه به يمه ......نګه دخلکو وم نګه به يمه ))نو دزمانې نه هم داخواست کوم چې يوازې هغه کسان ښاغلي نه دي چې خوله ور دي بلکه ترڅنګ يې داسې خلک هم شته چې که لاس پرې راتېر شي دزړه حال درته ويلى شي او دا زړونه هغه خزانې دي چې دردانې پکې پرتې دي .