په کچه ګړۍ بيلډوزرونه وروختل

دراپورتاژ جوړوونکې  :: وږمه سبا عامر

پاکستاني پوليسو او ملېشه ځواکونو دکچه ګړۍ افغان مهاجر محاصره کړي دي اوهره ورځ دبيلډوزرونو په واسطه لسګونه کورونه او دوکانونه دخاوروسره خاورې کوي .کيمپ ته ننوتونکې ټولې لارې ديادو شويو ځواکونو په واسطه پوښل شوي دي اودکيمپ دننه او د باندې تګ راتګ محدود شوى دى .په دې کيمپ کې هم دا اوس د کډوالو د نړېوالې ادارې د احسايې ترمخه لس زره کورونه يا څلور پنځوس زره مهاجرژوندکوي اوډيري يې په دې خبره ټينګ ولاړ دي چې په افغانستان کې لا شرايط هسې نه دي لکه دوى يې چې غواړي .

ددې کيمپ دتړل کېدو اخطارونه دپاکستان دولت لا د پخوانه کډوالو ته ورکول خو دا لومړى ځل دى چې دکيمپ په درشل بيلډزرونه درول شوي اويا هم د امنيتي ځواکونو او پوليسو په واسطه دا بنډ غالى پوښل شوى دى .

دحيات اباد دفيز تري يا دريمې ناحيې نه نيولې دفيز ون د چوک نه هم لږ مخکې دکمانډرۍ او جلال اباد اډې پورې هغه دوکانونه او کورونه چې د لويې لارې پر سر اباد ول يوشمېر يې د بيلډوزرونو په واسطه نړول شوي او پاتې نور به يې هم ښايي تردې وروسته اباد پاتې نه شي .

دکچه ګړى دکيمپ کمانډر صديق ،دکميشنرۍ افسر روغانى ،دپوليسو مشر اسدخان دخپلو پاکستاني پوليسو او ملېشه ځواکونو په ملتيا هره ورځ دکيمپ يوې څنډې ته ورځي اوديوشمېر کورونو اودوکانونو د نړولو تر څنګ په جوماتونو کې د لاسپيکرونو دلارې پر کډوالو غږ کوي چې نور نو خپل کارونه محدود کړئ او دبيرته ستنېدو تيارى ونيسئ .

په پېښور کې دافغان مهاجرينو رئيس عبدالحميد احمدزى وايي دپاکستان دولت سږ کال د څلورو کمپونو د تړلو امر کړى چې دوه پکې په سرحدايالت او دوه په بلوچستان ايالت کې دي .احمدزى وايي دپاکستان دولت کډوالو ته ويلي چې يادې هيواد ته ستانه شي او ياهم ددير اوچترال ولسواليو ته دې خپلې کډې ولېږدوي .

خودکچه ګړۍ دکيمپ دافغان کډوالويومشر حاجي دوست محمد وايي ددير او چترال خلک دمزدورۍ لپاره پېښور ته راځي  که دوى هلته لاړ شي نو څه به کوي ماران خو نه دي چې خاورې وخوري .

دهغه په ژبه دا خلک ډېر مسکين اوبيچاره دي ، دوى کله کولى شي چې په دېر يا چترال کې ځانوته نوي کورونه جوړکړي . هغه وايي

څرنګه چې  دلته داکډوال هريويې ځان ته  وړوکى کاروبارلري ،څوک ريکشې چلوي ، څوک ټيکسي چلوي او دچاپه بورډ يا کارخانو کې  کوم وړوکى دوکان دى نودپاکستان دولت نه داهيله کووچې دې خلکوته دې دااجازه ورکړي چې په ښاري سيموکې چېرته واړوي .

دااندېښنه اوس يوازې دکورونوله سړيوپورې محدوده نه  ده ،کډوالې مېرمنې هم پوره اندېښمنې دي . په لمبر چارکې اوسيدونکې کډوالې زروکۍانا چې عمريې داتياو کالو په شاوخواکې ښکارېده اوګرمۍ ښه تنګه کړې وه راته وويل : خداى دې يې لري دايوه(( پرقه ))لمسي به چېرته وران لغمان  ته وړمه ،هلته خوکورمورموهم نشته ...... وه زويه  ! مېراتې کې بجلۍ هم نشته،  دلته خوښه ده دپکي شمال ته خوناسته يمه ،که وايي چې ګرمي به نه وي ګرمي يوه ګرمي ده که کچه ګړى ده که لغمان .

دپاکستان دولت تېر کال هم ددې کيمپ اوسيدونکوته په کلکه ويلي ووچې کيمپ دې بايد زرترزره خالي کړي خودکيمپ اوسيدونکوددې لپاره چې خپل کاربارونه به راغونډوي ، دقومي مشرانودکوششونوپه اساس  دپاکستان ددولت څخه ديوه کال دپاتې کيدو وخت اخيستى و .

خواوس هم دتېر کال په شان په خلکوکې دکاروبارونو دراټولو وېره شته ،دکيمپ يوتن اوسيدونکى محمد ادريس چې په لمبر چار بازار کې پي سي او لري  وايي چې دوى تراوسه خپل کاروبار نه دى راټول کړى .

خو ډيري خلک په دې باور هم دي چې دکچه ګړۍ په کچه کورونو کې يوازې ناداره کډوال ژوند نه کوي بلکه ترمنځ يې قوي شته من خلک هم پراته دي .دکچه ګړۍ مخامخ دحيات اباد په فيز ون کې يو اوسيدونکى افغان کډوال قنداغا وايي ((دسرک اخوا په حيات اباد کې دوى د مياشتې لس زره کرايه ورکوي او دسرک دې خواته په کچه ګړۍ کې اوسيدونکي کډوال مفت کلذي ژوند کوي )) خو هغه وايي ددغه کيمپ په ورانېدو بيا هم خپه دى ځکه چې دده په وينا له کمپونو وروسته به دحيات اباد اونورو ښاري سيمو لمبر وي .

که افغان کډوال يو کال نور هم وخت غواړي نو له بله پلوه افغان کمشنر ناصر اعظم وايي چې دوى ته يې يوکال وخت  تېر کال هم ورکړى و چې دوى دې خپل کاروبارونه راټول کړي ،خودى وايي  کله چې هم دوى دکيمپ په خالي کولو لاس پورې کړي نوکډوال  همداخبره کوي اوکال په کال ديوه کال وخت غواړي .

دپاکستان دولت چې په عملي توګه ددې کيمپ په ورانولو پيل کړى تر اوسه يې د درېوو سوو په خواوشاکې کورونه او دوکانونه وران کړي دي خو

دUNHCRويانده رابعه علي  بيا وايي چې دکډوالو ستنيدنه په خپله خوښه ده ،خوداچې دپاکستان دولت اوس په کيمپ باندې بلډوزرې راوستي اوکيمپ يې محاصره کړى دازمونږ کارنه دى دادپاکستان ددولت  کاردى . UNHCRخووايي چې  واپسي رضاکارانه کاردى .

خودپاکستان دولت داسې نه ښکاري چې کډوالو سره به د پخوا په څېرمهربانه پاتې وي ددې هيواد صدراعظم شوکت عزيزهم دا تېره ورځ CNN تلويزيون ته خپله پخوانۍ خبره يو وار بيا تکرار کړه چې ((دکډوالو کمپونه د القاعده او طالبانو د سر تېرو د پاره خوندي جنتونه ګر ځېدلي دي . ))خو په کمپونو کې اوسيدونکي کډوال وايي دا هسې بانې دي .په پېښور کې دسهاک قوم د کډوالو يومشر چې نه يې غوښتل نوم يې ښکاره شي وايي : (( دپاکستان دولت هغو کمپونو ته څه نه وايي چې پخوا راهيسې پکې ځينې داسې ډلې ژوند کوي ، او هغه کمپونه ورانوي چې غريب کډوال پکې ژوند کوي .))

دهم دې کيمپ (( کچه ګړۍ )) دکډوالو سره د ليدلو لپاره څو ورځې وړاندې د جرمني دباندنيو چارو وزير ((فرېنک والټر شټان مير ))هم راغلى واودکډوالو ټولې خبرې يې واورېدلې خو پخپله يې هېڅ هم ونه ويل ،دهغه وياند ((مارټين -ييګا))رسنيو ته وويل چې د کډوالو خبرې يې واورېدلې اواوس به په خپل هيواد کې دننه او د ((جي -ايټ )) يا داتو سترو صنعتي هيوادونو په غونډه کې په دې خبرو نور بحثونه وکړي .

دجرمني د خارجه وزير کچه ګړۍ ته نزدې راتګ په خپل ځاى خو دکيمپ د کډوالو په وينا د افغانستان يو چارواکى هم تر اوسه ددوى پوښتنې ته نه دى ورغلى او ځيني خو يې تر دې وايي چې (( ځانونه ورته لاوارثه ښکاري ))

کچه ګړۍ به کله ورانيږي ؟دا پوښتنه به ښايي نږدې راتلونکې کې ځواب شي خو دادکډوالو دهغو لويو کمپونو څخه يو دى چې په نولس سوه اتيايمو کلونو کې په کډوالو اباد شوى واولا هم لس زره کورونه يا څلور پنځوس زره افغانان پکې ژوند کوي .