قيامت توروي که سپين ؟
وږمه سباعامر
چې ماشومان وونومشرانوبه کله کله دقيامت کيسي راواخيستې اودقيامت دعلامو ذکرونه به يې کول . اوريدلي موووخوليدلي مونه وو ،هغه داچې دقيامت علامې دادي چې برکت به لاړشي ، مينه به په انسانانوکې کمه شي ،رښتيا به لاړه شي ، آبادي به ډېره شي ، دانصاف تله به نسکوره وي ، حيا به ورکه شي اووروستى داچې دقران پاک توري به له ځمکې نه وچت شي .
اوس چې موجوده انساني ژوند ته ګورو داټولې علامې راښکاره شوي خودقران شريف توري هم داسې ښکاري چې مخ په وچتيدودي . زما خبره به درواغ نه وي ولې چې دانسان نه ميزايل جوړشوى ،داانساني ميزايلونه په ډېرې چټکۍ سره په نړۍ کې مخ په خوريدودي . دورځ په رارسيدوسره په انسانانوکې وېره خوره وي ،هريوبل ته دشک په سترګه ګوري چې ګوندې مخاخ کس ميزايل نه وي . اوس چې دميزايلو دچاودونوخبره دعدالتونوتر دروازوپورې راورسيده نوتاسوووايئ چې قيامت توروي که سپين .؟؟ نه دخداى کور، ورڅخه محفوظ دى ، نه ښونځى ، نه دهوټل ودانۍ اونه دښار هغه واټونه چې دخلکوپکې دورځې سل ډوله ستونزې حل کيږي . زما دخبرې په اساس نن دمئي دمياشتې په ٢٩مه دپېښور دسترې محکمې سره نژدې کوم ځاى کې چې يوې خواته يې بالا حصاردى ، بل خواته يې نشترهال اوترخوايې دپېښور محبس دى او دراډيو پاکستان ودانۍ يې هم ترڅنګ ده ،ديوه غريب سړي خواته چې وړوکى ماشوم ځوي يې هم په خپلو وړووړولاسونودهغو خلکولپا
ره د ګوړې سوړ شربت جوړاوه تر څوعدالت ته راغلي دلرې ځايونونه غريب خلک خپله تنده ماته کړي اوکه څوک دخپل بندي ليدوته راغلى وي نوپه انتظار به ستومانه شوى اوله دې ارزانه ګيلاس شربت نه به خپله دګرمۍ تنده ماته کړي . په يوه ولاړ موټر کې زوروره چاودنه وشوه چې وړوکى شربت خرڅونکى اوڅوکسه ولاړ خلک پکې سخت ژوبل شول . ديوه ژوبل شوي ځوان ځلمي هلک مور راټول شويو راپورټرانو ته په ژړا وويل : (( زه به ستاسو تصويرونه څه کړمه چې زما زوى په پټوسترګوپروت دى اوماته ځواب نشي راکولى )) هغې په خپل سوچ رښتيا ويل ، دراپورټرانوتصويرونو اونړيوالوخواوس له هغې نه دادرد نشو کمولى . ديوې چاودنې په وخت کې ډېر تصويرونه واخيستل شي ، وحشت خپورشي خوهغه کسان چې ددې وحشت قرباني شوي هغوى ته کومه ګټه نه لري . کله چې رسنۍ ګورې دوه درجنه په عراق کې ددې وحشت قرباني شوي ، يودرجن په پېښور، اوبل درجن په افغانستان کې . په دې هيوادنوکې پراته بې ګناه خلکونه هم اوس دژوند لاره ورکه ده، دوى حيران دي چې کوم ځاى ته لاړ شي ، دځمکې نه بغير په کوم بل ستوري کې هم دژوند کولو امکانات نشته . اودلته په دې خلکوباندې دجومات دروازې بندې ،دمدرسې دروازې بندې اودروزي دګټلو دروازې بندې نو اوس تاسې ووايئ چې قيامت توروي اوکه سپين ؟؟
دمرګ دلالانو هم لور په لاس کې اخيستى اوداسانانولويې شروع کړى . بم اېښودونکو ته ويل کيږي چې دا بم والوزوئ اوجنت ته دتلوټکټ ترلاسه کړئ .خودوىله دې غافله دى چې الله پاک دجنت دجوړولو لپاره انسان دې دنيا ته راليږلى څود ښو انساني اعمالو په ترسره کولوسره ځانته په دنيا اوآخرت کې جنت جوړ کړي نه داچې دقران شريف يوه سوره دې په پوره معنا نه وي زده کړي ، دلمونځونواوروژ ه نيولو اونورعباداتو څخه تل قرضداره وي اودچاوديدونکي موادوواسکټ يې په تن کړى وي ته به وايې چې دبدر غزاته روان دى . اودجنت په دروازه کې ورته حورې په هرکلي ولاړې دي . خونه داسې نه ده زما په خيال دجنتي حورو په ځاى دعذاب ملايکې دوزخ ته دټيل وهلولپاره ورته په بدرګه سره ولاړي وي .