شاهنشا پاچا څنګه دنعت ويلوڅخه سندروويلوته راغى ؟
چمتو کوونکې :: وږمه سبا عامر
دپښتوژبې هره سندره راته خوند راکوي اوهره سندره چې په يوازيتوب کې اورم اويا دکومې لويې لارې مزل کوم نوپښتومويسقي راته دومره خوندراکوي چې داوږده مزل په ستومانتياهم نپوهېږم . داخوزما سوچ او دزړه خوښه ده خوستاسو په ذوق نپوهيږم چې څه ډول دى . خوپه دې سوچ به ټول سره يوه خوله يوچې موسيقي دروح غذاده . زه شخصادپښتوژبې ټولوسندرغاړوته احترام لرمه اودآوازسره يې مينه لرم . نن به موزه له خپل هنري ذوق نه که بده نه ګڼۍ خبرکړم اوهغه داچې دشاهنشا پاچا دغږ په مينه والوکې زه هم راځمه .
کله چې ددفتر دمشر له خواراته امر وشوچې داونۍ په خپرونه کې به دشاهنشا سره مرکه ضروري وي ،نوخداى شته چې خوشاله شوم . هغه لنډۍ راپه زړه شوه چې وايي (( ملنګه دوې ګټې دې وکړې .... يودې خير ټول که بل دې وکړل ديدنونه )) ماويل له يوې خوابه مرکه ورسره وشي اوله بلې خوابه يې له نژدې وګورمه چې څومره غنم رنګى دى . دحيرانۍ ځاى خودادى چې کله مې ورته ټيليفون وکړ نودزاهد په نوم سکرټريې ځواب راکړ . له پېژندنې څخه وروسته يې دپاچا لمبر راکړ . چې شاهنشا سره وغږيدمه نوراته عذر يې وکړ چې تر دريوو، ورځوپورې په څه کارونوباندې بند يمه . ورته مې وويل چې ژوند خوټول تړلى له کارونواوروزګارونوسره دى ، داهم يوکاردى چې ماسره مرکه وکړې اوغږ دې اولس ته ورسوم . دټيليفون د غږنه پوهه شوم چې مسکى شو او راته يې وويل : دزوى واده مې دى .
- څه وايې پاچا! زه خوپه دې سوچ يمه چې تابه لا واده نه وي کړى داڅه ټوکې خوبه نه راسره کوې ؟
- نه ټوکه نه ده .
بيايې راته وويل چې سبا نه بله ورځ يې په څلوروبجو په اباسين سټوډيوکې دده ديوه کيسټ ريکاډنګ دى نوزه کولى شم چې ورشم .
دوه ورځې په دې سوچ کې راباندې تېرې شوې چې شاهنشا به راسره ټوکه کړي وي اوکه دا خبره ريښتيا وي نوڅومره جالبه ده .
هغه شېبه هم راغله چې شاهنشا د سپېن کاټن نه جوړوشووجاموکې چې سپين رنګى ځنځيريې په لاس اوبله دا چې د فيروزې غمۍ داره ګوته يې هم په ګوته وه مخامخ دپېښور په اباسين سټوډيوکې راته ناست و . ترڅنګ يې سکرټر زاهد هم ناست و . ديوې پوښتنې په ځواب کې پاچا راته وويل چې څه باندې پېنځه کاله به کيږي چې دموسيقۍ دنيا ته راغلى .
- پاچا مين خوبه نه يې چې داسې له سوز اودردنه ډکې سندرې وايي ؟
- لکه دادردپه شاعر کې وي اکثر خلک وايي چې داهلک عاشق دى ،دغمه لګيا دى، دابه يې څوک خوښ وي ...... ټيک ده زمونږ خوټول انسانان خوښ دي خويو څه دردوي چې څوک شاعر شي ،څوک ګلوکارشي خودادعاشقۍ ماشوقۍ خبره نه ده .
_ لکه کوم دردونه روښانه يې کړئ؟
-- ددې ترڅنګ نوردردونه هم وي لکه زمونږ ډېره غريبي وه ، خويندې مې ګڼې وې ،خپل کورمونه و، دبل په کنډرکې اوسيدو ،مورمې دنورو په کورونوکې کارونه کول . مابه ويل چې خدايه پاکه له ډېرې غريبۍ نه مووساتې ، غريبۍ ډېر سره ځپلي يو . مايو رباب لرلوچې کله کله به دغريبۍ دردونوپه مخه کړم نوهغه به مې غږولو. له عمر نه وړوکى وم ، دومره همت خوپه ماکې نه وچې ماسينه ډال کړى واى نويوخوږ دردوچې زه يې دموسيقۍ دنياته راوستم . بل کوم دردنه شته .
_ دسندرو ويلونه مخکې دې څه کول اوپه دې لاره کې له کوموستونزوسره مخامخ شوى يې ؟
_ له ګلوکارى نه مخکې مې نعتونه ويل ،خوخپه په دې نه يمه چې اوس نعتونه نه وايم او سندرې وايم .دخلکوقدرته چې ګورمه ، ددنيا ژوند ته ګورمه چې له کومه ځايه کوم ځي ته راورسيدمه، ما به په جومات کې نعتونه ويل خو په هجره کې به دکلي ځوانانو او خاص کر يو ملګري ملک سيد انور چې شاعر هم وزه مجبورولم چې د رباب سره سندرې هم ووايم . ملک زما اولنى کيسټ هم په خپل مصرف بازار ته وويستلو او وروسته بيا خلکو زما اواز دومره خوښ کړو چې بيا دنعتونو دنيا پاتې شوه او د سندرو په دنيا ورګډ شوم . خو دسندرو په وجه دنيا زه وپېژندم ،مور مې اوس د خلکو په کورونو کې کار نه کوي .خوايندې مې په خپل کور شولې او خپل کور مې اباد کړ اوس په پردي کنډر کې نه اوسو نو زما خيال دى چې په سندرو ويلو ما کوم بد کار نه دى کړى خو کله کله وايم الله دې راته معافي وکړي . مابه چې کله رباب راواخيسته نوپلاربه راته غوسه شواوله کوره به يې وشړلمه . خو هلته يو هم ووم نوچې کله به مې دوه درې شپې دکوره بهر تېرې کړې نوبيا به راپسې راغى . همداسې ورو وروموسيقۍ ته راغلم چې په دې دنيا کې يا په دې لاره کې کوم استاذ نه لرم . په دې هم نه پوهيږم چې په کومه پرده کې يې وايم ،کله چې موسيقاران رانه تپوس کوي چې په کومه پرده کې يې وايې زه پرې نه پوهيږم بس ده الله راکړه ده اوبل داچې زه دې عواموکامياب کړمه ،دا دعواموکوشش دى .
- سکون په کومه لاره کې وه په نعتونوکې که په سندروکې ؟
- نه جې سکون خوپه دين کې زيات دى . اوس هرڅه شته هغه وخت کې غريبي وه ،هيڅ هم نه وخوسکون پکې و، يوخوږخوږ دردپکې و، خواوس هرڅه شته خوسکون نشته .
- تاسوهم دځينونوروسندرغاړوغوندې کله چې سندرې وايئ خامخا جونکۍ درته نڅاکوي ولې دلومړيو ورځوپشان هماغه ښه شاعري نه انتخابوې ؟
_ ګورئ جي ! که زما خو ښه وي نوزه دروند کلام خوښوم لکه خوشحال بابا شو ، حمزه بابا شو .....خاص کر غزل زماخوښيږي خومونږ دعواموپه خوښه وايو داعوام خوښوي ،لکه ټپې شوې اوداسې نور . مامخکې هم له عوامونه ګيله کړې وه چې ښه څيز ورته ووايې هغه نه خوښوي . لکه مونږه مخکې يوکيسټ کړى و((داميدونوډيوې )) په هغه کې دښوښو شاعرانوکلامونه دي . اخرکيسټونه مادوکاندارانوته وړل چارانه ،نه اخيسته . يودوکاندار راته وويل چې زما هم ښه شاعري خوښه ده .زه په کور کې چې ځان له يم د حمزه بابا کلام اورم خوعوام داخوښوي زه خوځان له کيسټ نه کوم ، دپيسولپاره يې کوم چې پيسه راته و ګټي .اوبل داکارخوزمونږ دې کمپيوټر راخراب کړى ، ولې چې په سټوډيوکې د ريکارډنګ په وخت يوزه يم ،يوموسيقاروي اويودکمپيوټر انجينروي .چې کله زه کيسټه ډکه کړمه نوسهارته چې مارکيټ کې ګورمه نوډلې ډلېجينکۍ پکې ډانسونه کوي .
_ نوچې خبره دپيسو شوه ته خوپيسوته ډېرضرورت لرې نوودونوکې ولې کم ښکاره کيږي ؟
- خبره داده چې کله ودونوياپرګرامونوته ځونوهلته عوام به درنه هر قسم فرمايشونه کوي چې پکې ډېرې سندرې په چم مالت کې دويلو نه وي اوزما دانه خوښيږي چې داقسمه سندرې دې په پرګراموکې ووايم . که چېرې زمونږ په چم ګاونډ کې واده وي او کوم ګلوکار سندره وايي چې ((مخ به ماسره جنګى )) نو زه خو دا نه شم برداشت کولى نو ځکه زه هم وادونو ته نه ځمه چې خلک دداسې سندرو فرمايش رانه ونه کړي .
- دافغانستان خلک دې غږ ډېرخوښوي ،افغانستان ته هم کله تلى يې که نه ؟
- زمونږه مشران چې دي لکه دافغانستان دي ،زمونږ نيکه له افغانستانه راغلى اودلته زماد پلارپيدايش شوى ،زه هم دلته پيداشوى يمه . زه جي افغانستان ته تلى يم ، کله چې دکوم واده پرګرام شوى ، لکه سرخ رود شو او لغمان ته هم تلى يمه . پخواهم دموسيقۍ نه مخکې کله چې ټاټکې موچلول دغريبۍ لپاره تلى ومه . درې مياشتې مې پکې تېرې کړي . که کله هلته کوم ادبي پروګرام جوړشي نوما که وغواړي نوخامخا به ځمه .
دشاهنشا دزوى دواده خبره مې په زړه ارمان و،نوپه اخرکې مې ورڅخه وپوښتل چې تاراته په پوښتنوکې وويل چې عوام وايي داهلک به عاشق شوى وي چې داقسمه سندرې وايي ځان ته هلک هم وايي دابل کوم هلک دى چې ددواده غم يې درسره دى ؟
- په خندا خندا کې يې ځواب راکه ....... زه خوځانته هلک نه يمه ،دادعواموسوچ دى ، داچې زه دموراوپلاريوزوى وم نود موراوپلارمې ډېر ارمان وچې زه دې واده وکړمه او زامن ولرمه ، نوهماغسې شوهم . اوس ماشالله ځلمى په واده برابرزوى لرمه چې څوورځې وروسته يې واده دى اوتاسوبه خوړې ته راوغواړمه .
اوس چې مې تاسوته دهغه مرکه په ليکه کوله نودهغه داخبره راپه زړه شوه چې دمرکې دپيل کيدونه مخکې يې راته وويل (( ګوره زمونږ دچولومغزه دي دومره څه پکې نشته تپوسونه به ډېر اسان اسانه کوې )) نوماهم دومره تاوراتاونه کړ نوداوتلې ټپه يې راترغوږه کيږي چې په خپل خوږ آوازکې وايي (( سبا دجګوغرو بهيردى .. دزلفو تار راکړه چې ملا پرې وتړمه )) هغه هم دموسيقۍ په دنيا کې ديوجګ غره بهير مخ ته درلود چې زما ترمرکې وروسته ورته مخکې و اويوه نوې کيسټه يې ريکارډوله .