مورې په مينه مينه چې راګورې .....

وږمه سباعامر

دجون څوارلسمه چې دموردنړۍ والې ورځې سره نومولې شوې ده ، داورځ دځمکې په سر دهرې ژبې ، دهرمذهب اوهرنژادلرونکې مورته دزړه له کومې دمبارکۍ اواحترام ورځ ده او زه هم د نړۍ هرې مور ته مبارکي وايم . تاسوته به جالبه وي  اووايئ به چې دمورورځ يوه ورځ مخکې تېره شوه اوستامبارکي اوس راغله . هغه متل به تاسوته درپه زړه کوي چې وايي (( داخترنه پس نکريزې په ديوال وتپه )) خوخپل عذر په دې وړاندې کوم چې زه هم يوه موريمه ديوې وړې لس مياشتنۍ ((پاڼې ))مور،کله چې په جنترۍ کې مې وليدل چې دجون څوارلسمه ده ،نوټوله ورځ مې په ژړا ژړا کې تېره کړه . که څه هم زه اوس شکر دى په خپله يوه موريمه خوبيا هم خپله خداى بخښلې مورمې سترګوته ټوله ورځ نيغه ولاړه وه . څووارې مې ځان دکالم ليکولوته وزګارکړ اووړه ماشومه پاڼه مې له غيږې نه کوزه کړه، په زانګوکې مې ويده کړه . خو دبرېښنا پرچاوۍ ( لوډشيډنګ ) رانه وخت غلاکړ، چې ګړى ته مې کتل نوورځ رانه تللې وه .

څنګه چې دمورنوم خوږدى همدومره هم مورخوږه ده . که هغه دهرې ژبې دهرمذهب اوهرنژادڅخه وي . مورمورده . دماشوم  لپاره دمورغيږه ددنياپه سر هغه وړيا ښکلى جنت دى چې په هغه کې لوى سکون ماشوم ته ورکول کيږي . که يوازې ماشوم يادکړوخونه داهم غلطه خبره به وي ، که ښځه يانارينه دعمر نيمه پېړۍ يې هم وهلي وي اوخداى پاک دمورله سيوري نه وي لرې کړى خوچې کله هم دخپلې مور خواته ورشي نوځان کله هم لوى نه بولي ځان ورته هماغه وړوکى ماشوم ښکاري . اودموردمينې تږى وي . چې داهم دمور دمقام لوى والى دى . اومورته هم همداسې ده ،که هرڅومره بچيان يې دلوى عمر خاوندان وي خوبيا هم هغې ته هغه واړه اومعصوم ماشومان ښکاري اوسوچ کوي چې اوس هم هغوى ددې مرستې ته اړتيا لري . دماشوم په سترګه ورته ګوري . زړه يې ورباندې سوځي ، مينه يې پرې راځي ، شپه اوورځ بېقراره وي چې خداى مکړه په کوم مصيبت کې راګير نشي . دلته به ووايم چې څه موده مخکې يوې بهرنۍ خبريالې دپاکستان داولس مشر پرويز مشرف دمور . اغلې مېرمن زرين سره يوه تلويزوني مرکه درلوده .اود پروېز مشرف مور دمشرف دژوند په اړه ځينو پوښتنوته  په جالبه انداز کې ځوابونه ورکړل  . په يوه ځاى کې مېرمن زرين وويل چې پرويزمشرف ته يې په کوچنيوالي کې دمينې نه  ((پلو)) ويلې اوپه دې نوم يې نومولو . خودهغې دخبرو له انداز نه داسې ښکاريده چې جنرال صيب همدااوس هم هماغه وړکى شوخ پلودى . په مرکه کې به يې دهغه دژوندخاطرې په ډېره مينه ناکه لهجه بيانولې. چې په اوريدواو ليدوبه يې هرانسان ته خپله مورورپه زړه کوله .

مور خودبچوڼولپاره ځان قربانوي اوزحمتونه ګالي ځکه ورته  آسمان دومره لوى مقام ورکړى، خپل ښکلى جنت يې دهغې دپښولاندې جوړکړى . بيا مونږ ورته څه کړي ، ډېر څه موکړي دهغې حق موپه نره خوړلى ، پروا مونه ده ساتلې ، چې په پښودريدلى يو نوترځان موهغه کم عقله ګڼلې ده، دکور ټولې ملامتۍ مودهغې په سر ايښي دي . داټول هغه کارونه دي چې په هره ټولنه او په هرمذهب اوهر نژادکې شوي اوکيږي .

لنډه به يې راواخلو له نورملکونوڅخه به تېرشو خپل وطن کې خپل ملک کې به پاتې شو . داسې ميندې لږې نه ډېرې شته چې دموردورځې نوم يې هم نه دى اوريدلى اونه يې په مقام خبرې دي که چېرې ورته دمورپه مقام خبرې وکړې نوستا خبرې به يې هوش له ولاړې شي هکې پکې به پاتې شي اوپه تاباندې به دليونې ګمان کوي .  هغوى صرف همدومره اوپه دې خبرې ښه پوهيږي چې(( دخداى نه پس که سجده کېښودل کېده هغه به خاوندته وه اوبس )) نورنوخداى پاک له هرڅه نه بيغمه کړي . داسوچ کوي چې دوى دبچو دراوړلولپاره دي چې ډېر بچي راوړي اوخدمت وکړي . په کورکې دوړوکي نارينه ماشوم نه نيولې تر مشره پورې په ځان باندې خبرې واوړي ، اوټول عمردې ملامته وي بس .... خوډېره جالبه خبره داده چې کله زوى ښه په عمل پوه لوى شو تل ويل کيږي چې دپلارزوى دى په پلارياديږي . اوکه لږڅه بدعمله وي نو دادې زوى دى اومورتل پرې ملامته وي .

نودغه سوچونه به بدلول غواړي ،مياندو ته به احترام کول غواړي څوهغه هستۍ چې تر پښو لاندې يې جنت دى مونږ نه په هغه جهان کې ګيله ونه کړي چې زه خو په خپل مقام نه ومه خبره خو تاسو چې پوهېدئ هم نو بيا مو ولې ځان ناګاره اچولى و .