تردې لويه نېکمرغي او خوشحالي به کومه وي ، چې د بمونو د اورېدلو، د بېچاره خلکو په کورونو چاپه اچولو ، انسانانو د وژلو ، کورونو د ورانولو ، دوښمنۍ ، نفرت او د جنګ په اور د تيلو په پاشلو او دوام د خبرونو په ځای د امن ، سولې ، بښنې ، ورورګلوی ،مينې او د افغاني عزت د خونديتوب بيانونه د مېډيا ( داخلي او خارجي ، دولتي او ازاده ) له لوري خپريږي او نن افغانان په داسې فضا کې ژوند کوي ، چې نه ټک شته او نه د باروتو بوی . نه پاټک شته ، نه زورګويي . نه لڼډغري شته او نه لوچکي . نه ترور شته او نه تهديد .
پنځه ورځې مخکې ددې حالت تصور خيال او خوب و ، خو د الله پاک په مهربانۍ او د افغان اولس د سوچه او غيورو بچيانو په همت يوې معجزې صورت ونيولو او پرونی خيال نن په يوه ژوندي واقعيت بدل شو .
د الله پاک ددې سترې لورينې د پاره هر افغان بايد شکرونه وباسي او په قدر کولو، ساتنې ، پالنې ، تقويې او دايمي کولو کې يې خپل اسلاميت ، افغانيت او انسانيت ثابت کړي .
زموږ تېر تاريخ او حوادثو ته يې په کتو سره دا جوته کيږي ، چې افغانانو د الله په مهربانۍ او مرسته او د خپل اولس په بې مثاله ملاتړ د مستبدو ،ظالمو او شريرو حاکميتونو ( خارجي او يا داخلي ) سلطه چپه کړې ده او د بشر په تاريخ کې يې دا سې کارنامی سرته رسولې دي چې د انساني عقل د محاسبې او وړاندوينې نه پورته وو او د دنيا د ټولو متفکرينو ، شنونکو ، پوهانو ، مبصرينو ، صاحب نظرانو او متخصصانو تحليلونه او تيوري ګانې يې غلطې او باطله ثابتې کړي دي ، چې يو له دې کارنامو نه يې په افغانستان باندې د طالبانو کرامو برق اسا حاکميت او د اشغالګرو او دهغوی د تاليڅټو د شيطاني سلطې ختمول دي .
بدبختانه چې موږ په تېر تاريخ کې د داسې فرصتونو او چانسونو نه لکه څنګه چې لازمه او ضروري وه په تېرو دورو کې سمه ، عاقلانه ، مناسبه او مدبرانه استفاده نه ده کړې . د شکر په ځای مو انحراف ، تکبر او بغاوت ته رجوع کړې ده. د همدې ناشکرۍ او ناسپاسۍ له کبله په مصيبت او عذاب اخته شوي يو، ټول زحمتونه ، تکلیفونه او برياوې بېرته له لاسه ورکړې او سمه ورځ مو نه ده ليدلې .
نور نو بايد پخوانی ترخې تجربې تکرار نه شي او د اسلاميت -افغانيت تر چتر لاندې چې د اسلامي امارت اساس ، شعار او شعور دئ يو بل ته لاس ورکړو او دنيا ته ثابته کړو چې که د پرديو اشغالګرو په مقابل کې د جنګ قهرمانان يو ، همداسې د يوې سالمې ، عادلانه ، سوله ناکه ، مدني ، مترقي او مرفه ټولنې د جوړېدو اهليت او لياقت هم لرو .
اوس چې اشغال او د هغې نه د زيږيدلي شر او فساد لمن ټوله شوه ، نو په کار ده چې ټول هغه افراد ، سازمانونه او ډلې چې د اشغال ، شر او فساد په ضد وو او د ازادۍ -خپلواکۍ ارمان يې لرلو ، ددې الهي نعمت ، طلائي چانس او تاريخي فرصت ( د اشغال ، شر او فساد ختم ) نه بايد اعظمي استفاده وکړي .خپلې مټې را ونغاړي او د خپل وس او استعداد مطابق خپل جسمي او فکري قوت او ظرفيت د وطن د خدمت ، فقر د ورکولو ، ودانولو ، اجتماعي رفاه او په ځان بسيا افغانستان د جوړولو د پاره بې له کومې تمې او پاداشه په کار واچوي او خپله ادعا د ديندوستۍ ،وطن دوستۍ ، خپلواکۍ دوستۍ ، ملت دوستۍ ، سوله دوستۍ او خادمۍ عملاا وښيي . د نوي اسلامي - اولسي زعامت نه د زړه د اخلاصه په حمايت او ملاتړ د هغوی د افسانوي مبارزې او قربانيو احترام او قدر وکړي او د دوی تر قيادت لاندې وطن ته د صادقانه خدمت په کولو سره د فتحې او کاميابۍ دوهم پړاو چې د وطن ابادي ، دعدالت استوارول او د اولس رفاه ده تکميل کړي .
نور نو بانو ، تشو باټو ، لاپو او يو دبل دغولولو دور او وخت تېر شو او د خبرو او وعدو محاسبه او اندازه کول به په اعمالو سره کوو .
والسلام