دجهاد په جنګ کي اسلامي احکام: دناخبرو مسلمانانو دګټې لپاره

زه به دلته د الطبری او دحنفي فقهي لوړ فقیه الکاسانی له کتابه ځیني احکام ولیکم چه خدای دي وکړي دعامه مسلمانو دپوهي سره کمک وکړي. هغه کسان چه په خیټه ولاړ دلیلونه وائې او اسلام دخپل ناپوهه فکر په سر سم بولي او دهغه لمخي په طالبانو دنامسلماني حکمونه کوي هغوی ته وایو چه افغانان حنفي مسلمانان دي او حنفي مذهب خپل قانوني او عقیدتي اصول لري چه دهغوی له مخي دغني او طالبانو دکړو وړو په هکله باید حکم وسي. څوک له ځانه او دخپلي هوی او هوس په سره نسي کولای بل مسلمان نامسلمان وبولي. 

الکاسانی رح دجهاد دفرضیدو دلیل (جه زما په نظرهغه دجهاد دتعریف یوه څنډه  هم کرځولای سو) په داسې ډول ویلي دي: دهغه لپاره چه جهاد فرض سوی دي هغه واسلام ته دعوت دي، دحق دین اعلاء، او دکفارو دشر او قهر دفع کول دي، چه دځینو مسلمانو په لاس راتلای سي. اوس تاسو دکابل دلوی سرې چه وائې دالازهر څخه راغلی وپوښتۍ چه دهغه باداره اداره دا پورتنی کار کوي او که دهغه ضد.  

الکاسانی لیکلي کله چه دښمن په مسلمانو حمله وکړي بیا جهاد فرض عین کيږي. هغه وائې جهاد په نفس یا ځان، مال، لسان یا ژبه اوقلم، او نورو کارو باندي کېدلای سي. په دې مونږ کېدای سې اضافه کړو او ویلای سو دا کارونه باید دجهاد دهدف دلاس ته راوړلو لپاره وي: اعلای دین الحق یا اسلامي نظام راوستل. 

طالبان اسلامي نظام او اسلامي حکومت غواړي. باید متوجه سو چه اسلامي نظام او حکومت له یوبل سره فرق لري. یو کس به اسلامي نظام غواړي خو دهغه حکومت به کاملا اسلامي نوي. ځکه دهغوی ځینې کارونه به پوره اسلامي بڼه نلري. اوسني دولتونه همدا مشکل لري. په اساسي قانون کي ئې چیرته داسلام نوم لیکلی وي خو بیا هلته کفري خبري ډیري وي او ددولت چاري په غربي توګه چلوي. دمثال په توګه دافغانستان په اساسي قانون کي اسلام، کاپیتلیزم، او اخلاقي لیبرالیزم په یوه اونګ کي سره ټکول سوي او اوغاني معجون ئې ځیني ایستلي دي چه دکابل داوقافو لوی سری ئې اسلامیترین اساسي قانون بولې. په عمل کي هر هغه کفري فساد چه وي هغه عملي کوي. 

دشل کلن کفري اشغال او اوس دهغه معاونه اداره چه لاهم دکفر خوري څښي او په کفر نازیږي همهغسي په افغانانو باندي شر تحمیلوي (یاني، جمهوري نظام باندي اصرار کوي) او دکفر دقهر خبري کوي (یاني، که کاپیټلست سیستم او دبشري حقوقو تر نامه لاندي لیبرال ارزشتونه ونمنل سي، جنګ به اوږد سي، کفر به دخپل لاسپوڅي دولت لپاره په مسلمان ملت بمباري وکړي، طالبان به منزوي سي او دکفر کمکونه به باندي بند سي). 

که دکابل اداره دا کاپیټلیست او لیبرال مفکوري ردي کړي او دکفر تعاون دخپل ځان ټینګولو لپاره ونغواړي نو بیا به طالبان شرعي مسؤلیت لري چه له جنګه لاس واخلي. په دې کي باید سوال هم وسي چه له کفر سره دطالبانو ارتباط دضعف له نقطې پیل سوی او که دمساوي. یعني په هغوي داسي شرطونه خو ندي منل سوي چه هغه داعلای دین الحق سره تناقض لری؟ طالبان باید ودي ټکي ته متوجه وي.

اوس به راسو هغه نوې واقعې ته چه دیوه قوماندان په مرګ دکابل ډنډور چیانو ډیري نارې پورته کړي دي. هغه دجنګې اسیرانو خبره وه. له هغوی سره باید څنګه تعامل وسې؟  

دجنګې اسیرانو سره تعامل په دوو آیاتو باندي ولاړ دی:

مَا كَانَ لِنَبِيٍّ أَن يَكُونَ لَهُ أَسْرَىٰ حَتَّىٰ يُثْخِنَ فِي الْأَرْضِ ۚ تُرِيدُونَ عَرَضَ الدُّنْيَا وَاللَّهُ يُرِيدُ الْآخِرَةَ ۗ وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ

په دې آیت کي داسیر قتل ښه بلل سوی او فداء یا بدله نده خوښه سوي. په دې وخت کي مسلمان ضعیف ول. دمشرکینو قتل ښه بلل سوی ځکه هغوي باید ویرول سوي وای. 

دا پورته آیت دبدر دبندیانو په هکله کي نازل سوی دي. کله چه مسلمانانو اویا کسه مشرکان بندي کړل. دامام ابن حنبل په سند او دانس رض په راپور:نو نبي ص له خپلو صحابه کرامو سره مشوره وکړه. عمر رض دهغوي دقتل مشوره ورکړه. رسول ع هغه درې واره رده کړه. بیا هغه سوال وکړ او ووئې ویل چه دا بندیان مو پرون وروڼه وو. په څلورم ځل ابو بکر رض وویل چه یا رسول الله عفوه ئې کړه او فدا ځیني واخله. وروسته بیا رسول ص دابوبکر رض دمشورې سره سم هغوي ته عفوه وکړه او له دوي نه ئې فدا قبوله کړه. دابن عباس روایت دپورتنی مشورو دلیلونه هم ښولي دي. دعمر رض په فکر بندیان د کفارو مشران وو، او دکفر رهبران. دعبد الله رض په روایت کي راغلي چي عمر رض وویل دا هغه کسان دي چه په تاسو پورې ئې دروغ ویلي، له خپلو ځمکو ئې ایستلي یاست او له تاسو سره ئې جنګ کړی. دابوبکر رض په فکر دوۍ ئې خپل او خپلوان وو او دفدا یا بدلې په صورت کي هغه له مسلمانو سره کمک وو او کیدای سې دا آزاد سوي بندیان دخدای لیارې ته هدایت پیدا کړي. رسول ص دابوبکر رض په مشوره عمل وکړ. وروسته بیا پورتنی آیت نازل سو او دبندیانو قتل ئې ښه وګاڼو. په دې هکله ابن عباس رض روایت کړی چه ویلي ئې دي: دبدر په ورځ رسول ص خلکو ته وویل چه په جنګ  کي ځیني داسي کسان دي (له بنی هاشم او نورو نه) چه له مجبوري راغلي. که له هغوی سره مخ سوۍ مه ئې وژنۍ. که له ابا البختری سره مخ سوۍ مه یی وژنۍ او که له عباس سره مخ سوۍ مه ئې وژنۍ. 

دوهم ایت دادی: 

إِذا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّى إِذَا أَثْخَنْتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً حَتَّى تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا ذَلِكَ وَلَوْ يَشَاءُ اللَّهُ لَانْتَصَرَ مِنْهُمْ وَلَكِنْ لِيَبْلُوَ بَعْضَكُمْ بِبَعْضٍ وَالَّذِينَ قُتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَلَنْ يُضِلَّ أَعْمَالَهُمْ * سَيَهْدِيهِمْ وَيُصْلِحُ بَالَهُمْ * وَيُدْخِلُهُمُ الْجَنَّةَ عَرَّفَهَا لَهُمْ }  [محمد  4-6]

په پورتنې آیت کي دا ټکي راښول سوی دي: دجنګ په وخت کي مقابل لوري مړه کړۍ ترڅو ددوۍ شوکت او دبدبه ماته سي؛ کله چي مو اسیران کړل بیا نو هغه یا عفو کړۍ او یا بدله ځیني واخلۍ. بدله یا غلامول دي او یا هغوی دخپلې آزادۍ اخیستلو په عوض کي مال ورکول دي. 

دلته باید دجنګ فرصت ته متوجه سو. هغه وخت چه یو په بل وار کوي او له هغه وروسته. دپورتني دوو آیتو نه دا مالومېږي چه دجنګ په وخت کي او له هغه وروسته دمرګ خبره سوي. دپورتني آیت دا ټوک «فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّى إِذَا أَثْخَنْتُمُوهُمْ » نوموړي خبرې ته اشاره کوي. دا خبره کېدای سي له اول ایت څخه هم زده کړل سي. نو ددواړو آیاتو په رڼا کي دګرم جنګ او بیا وروسته ددښمن مړه کول جواز ولري. همدا خبره دابن عباس له روایت سره سمون لري.

قال ابن عباس رضي الله عنهما : كان هذا يوم بدر والمسلمون يومئذ قليل ، فلما كثروا واشتد سلطانهم أنزل الله في الأسارى " فإما منا بعد وإما فداء " ، " محمد - 4 " فجعل الله - عز وجل - نبيه - صلى الله عليه وسلم - والمؤمنين في أمر الأسارى بالخيار إن شاءوا قتلوهم وإن شاءوا استعبدوهم ، وإن شاءوا فادوهم ، وإن شاءوا أعتقوهم .

په هرحال دپورتنی آیت حکم متفق علیه ندي. ځیني علما وایي چه دا ایت هم منسوخ سوی. دا په دې معنی چه داسلام په آخیرو وختو کي دهر مشرک مرګ واجب سوی دي. هغه آیت چي همدا حکم ئې منسوخ کړي دي دا ده: فَاقْتُلُوا الْمُشْرِكِينَ حَيْثُ وَجَدْتُمُوهُمْ ... الآية 

نور علما وائي چه پورتنی آیت ندی منسوخ سوی. ابن عباس ددې آیت حکم دمسلمانو بندیانو په هکله لازم بللي دی. له حسن رض نه روایت ده چې اسیران تنها په جنګ کي وژل کېدای سي. عمر ابن عبدالعزیز یو مشرک هم ندی وژلی مګر یو ترکي کس. هغه ترکي کس دنورو په تله ئې ډیر مسلمانان وژلې وو. 

امام الطبری ویلي چه دوهم ایت نده منسوخ سوی. بلکه اول ایت او دوهم ایت دواړه عملي سوي. رسول ص اسیران هم وژلي او هم ئې ندي وژلي. 

له پورتنېو خبرو څخه دا مالومیږی چې داسیر وژل روا دي. خو دهغه وژل باید مسلمانانو ته یا ګټور وي او یا کوم اسیر ډیر شریر سړی وي چه دهغه پرښودل به دهغه له جنایاتو سره نامناسب ښکاري. دلته مونږ باید یو بل ټکي ته ځیر سو هغه دا چه دوهم آیت دبندیانو دتړلو امر کوي. دا په دې ارزیدلي دي چه مسلمانان ددوی له شره په امن سي؛ یاني دوي بیرته ونه تښتېږي او یا مسلمانان مړه نکړي. دا خبره له پورتنۍ خبري سره سمون خوري؛ یاني، دمسلمانو ګټه به د امن په معیار باندې تلل کېږي. 

دکفر سره په جنګ کي د الکاسانی له نظره هغه اسیران وژل کېږي کوم چه دهغوۍ وژل په جنګ کي روا دي. دکوچني او لیوني په استثناء. په دې چه قتل او وژنه دجزاء په ډول روا دي. کوچینیان او لیونیان دجزاء مستحق ندي. هغه ښځی او داسی نور چي په په یوه او یا بل صورت له جنګ سره کومک کوي هغه که اسیر سي مرګ یی روا دی.

داسلام غوښتونکو او جمهوریت غوښتونکو دجنګ په میدان کي بیلابیل کسان شتون لري. اکثریت ئې مجبور، خطا سوي، او خوشباوره مسلمانان دي. یو اقلیت ئې بیا داسلام دښمنان، دډیرو مسلمانو قاتلان، دهغوي په قتل باندي خوند اخیستونکي مرتدان او بیخی شریر مسلمانان دي.  دداسی کسانو مړه کول بیا هم بیرته یا دهغوۍ دجنایاتو په خاطر وي او یا دهغوۍ خوشیکېدل دسولې په خاطر به ضرر وي. 

زمونږ غوښتنه له طالبانو دا ده: مرګونه باید وځنډوي. مضر کسان باید خوسي نکړي او دهغوۍ لپاره باید خاص ځای ولري. کله چه زمینه برابره سي هغه کسان یا مجازات کړي او یا ئې اعدام کړي. دا باید داسنادو او ثبوتو په اساس وي. طالبان باید متوجه سې چه دبندیانو مړه کول او آزادول دامیر او امام په امر کېږي. نو اقلا باید هغه دیوی محکمې، چه دامام نمایندګي کولای سې، دامر سره مطابق وسي. که څه هم دجنګ په میدان کي ددوی حکمونه به جواز ولری خو نن سبا صرف دجنګ میدان، او افغانستان ندي مطرح. دنیا دمحکمې نه وروسته دمرګ جواز منلی دي. دا داسلامي اصل سره تضاد نلري. که طالبان داسي ونکړي نو ددوي عمل به دکفارو لخوا داسلام په بدنامې کي کمک وکړي. دا چه جهاد داسلامي دعوت لپاره روا ده، نو دطالبانو هر عمل داسلام له نړیوال ضعف او تقویت سره ارتباط لري. که دوی په افغانستان کي جنګ یوسې او دهغه له کبله په دنیا کي اسلام ضعیفه سي نو بیا دوۍ فاتحین نسو بللای. 

اسلام دغچ دین ندی او نه دپلمو. طالبان باید دطالبتوب په سر ځان ته امتیاز ونګټي. دوی هم مسؤل دي. داسلام په مقابل کي دوی کمکي دی. داسلام ګټه اواسلامي نظام نه بدنامول ددوی دځان څخه دفاع دفقهی په حکم نه بلکه داسلامپوهو او پوهنتونوالاوو په بې احترامي باندي ولاړه خبره غیرمعقوله دفاع ده. 

دکابل وډنډورچیانو او مدافعینو ته باید ووایو چه که تاسو په طالبانو تنقید کوۍ اول خو په اسلام ځان پوه کړۍ. که تاسو داسلام له اصولو نه خلاف کار کوۍ او اسلام په تحریفي ډول دطالبانو په ضد استعمالوۍ نو دا خو بیا ستاسو د بیعقیدي او نااسلامي څیرې دښکارولو نه سوا بله هیڅ معنا نلري.

لوی خدای دې مونږ ټول دهغه لیارې ته هدایت کړي. وماذلک علی الله بعزیز.