محترمو دوستانو زه شاعر نه يم خو ددی عکس
په تړاو می يو لڼډ شعر ليکلي غواړم چه تاسو سره يي شريک کړم.

 د خواږه ارګ ګل خانه کی ډير هوسا يم
لکه پروت چه يو ماشوم په غيږ د مور وي
د ناټو د بيرغونو لاندی ژوند کړم
لکه خاص په واشنګټن کی د چا کور وي
سياف ګل به يي نور څنګه رانه خپل کړي
اشرف خان به له دی وروسته زما ورور وي
ما خو نه منله اوس ورته تسليم شوم
په ډالرو کی خو هم عجيبه زور وي
که هر څو می څوک شړي بيا به تری نه ځم
دروغ سياست سره تړلي خور او ورور وي
د زرداد قلم چمن وختونه تير شول شول
اوس ولاړ به می تر څنګ سور بريتی ورور وي
اسلاميت او افغانيت سره به ګورو
 چه ددی پسی څوک ګرځي شکور بي سپور وي
د تهران او د پنجاب ياري شه ورکه
په تالي کی د غربيانو څه خوند نور وي.
د ماڼيو او د قصرونو نه قربان شم
اوسيدل د تورو غرونو لوي پيغور وي
هر سړی به ګل مرجان په څير سور سپين شي
چه يي سر د ګل خانی په ټنګ ټکور وي.
زما ولسه د اتصاف نعری عبث دي
هغه مير دی چه په مټ کی د چا زور وي
مونږ سيايون نه سوداګر د خپل ولس يو
چه پر مونږ باندی باور کړي ژوند به يي اور وي.

                                     په درنښت
                                    ميرويس شينواری