د بدن ګرمېدل يا تودوخه، درملنه او لاملونه !

د بدن ګرمېدل يا تودوخه بېلابېل لاملونه لري،  د ځينو درملو کارول، هورموني بدلونونه یا نورې ستونزې... (چې په دې ليکنه کې به ورته اشاره وشي) کولی شي چې د خولې یا ډېرې تودوخې لامل شي.

 

د بدن د تودوخې او ګرمېدلو يو څو لاملونه:

۱ - اسټرس او اضطراب:

اسټرس او اضطراب کولی شي له بدن څخه د فزیکي عکس العمل لامل شي. ځکه چې بدن د هوښیارۍ حالت کې دی او د احتمالي ننګونو یا خطرونو سره مخ کیدو لپاره چمتو دی، نو همدا لامل شي چې بدن د تودوخې او ګرمېدلو سره مخ شي.

 

هغه کسان چې د اضطراب يا اسټرس په ناروغۍ اخته وي، ممکنه ده چې بدن يې سور يا ګرم شي. د اسټرس نښې پر لاندې ډول دي:

• د زړه ډېر تېر تکان

• د خولې وچوالی

• تر حد زياته اندېښنه

• لړزه

• د خوب ستونزې

• د ارامښت کنټرول لپاره ناتواني

 

په داسې حال کې چې څوک په دې ناروغۍ اخته شايد بايد جداً يوه اروا څېړنيز متخصص ډاکټر ته مراجعه وکړي.

 

۲• د ځينو درملو ضمني اغېزې:

د ځینو درملو کارول انسان د عادي حالت څخه اړوي او بدن یې په دوامداره توګه د تودوخې احساس کوي، چې بېلګې یې لاندې درمل دي:

• د مسکن يا درد ارامونکي درمل

• د زړه ناروغۍ اړونده درمل

• آنتي بيوتيک او د ویروس ضد درمل

• د پوستکي درمل

• امیندوسوپریسي درمل

• د اعصابو او رواني اختلالاتو درمل

• د اداري ناروغيو اړونده درمل

 

که چېرې د ناروغانو له خوا د کارول شويو درملو ضمني اغیزې شدیدې وي، نو بايد د موجوده درملو ځای په ځای کولو په اړه د خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ. په دې توګه: معالج ډاکټر کولی شي د درملو اندازه کمه کړي یا د نورو درملو وړاندیز وکړي.

 

۳ - انها هایډروسیس

انها هایډروسیس یو اختلال دی په کوم کې چې بدن د خولې د پټولو توان نه لري. دا اختلالات په ټول بدن کې کېدای شي یا د بدن کوچني برخو پورې محدود وي.

 

دا ناروغي کولای شي چې د انسان بدن په غير طبيعي توګه ګرم کړي، او په دې توګه انسان د ډېرې تودوخې څخه وکړېږي، ځکه چې خولې د بدن په یخولو او د تودوخې مخنیوي کې کلیدي رول لوبوي.

 

د انها هایډروسیس اخته خلک ښايي د تمرین یا ګرمې هوا په بهير کې دا ستونزه احساس کړي. په داسې حال کې يوازې ستاسو ډاکټر کولی شي د انها هایډروسیس تشخیص لپاره د خولې ټیسټ وکاروي او ناروغي مو وڅېړي.

 

د انها هایډروسیس درملنه د هغې شدت پورې اړه لري. که چیرې په بدن کې یوازې پر کوچينۍ برخه اغیزه ولري، ښايي هېڅ درملنې ته اړتيا ونه لري.

 

۴ - فایبرومالګیا

فایبرومالیا یوه اوږدمهاله ناروغي ده چې په ټول بدن کې د درد لامل کیږي. دا ناروغي کولی شي د بدن د تودوخې عکس العملونو کې د بدلون لامل هم شي. له همدې امله ، د فایبرومالګیا اخته خلک ممکن د دوی بدن غیر معمولي تودوخه احساس کړي.

 

د فایبرومالګیا ناروغۍ ځينې نښې:

• په بدن کې د سوځېدلو احساس (د مثال په توګه ستاسو په بدن کې يو ډول سوخت رامینځ ته کېږي ، لکه یو څوک چې ستاسو په بدن ستنه يا چاړه ووهي.)

• ستړيا او کمزوري

• د هډوکو سستي

 

د دې ناروغۍ درملنه ښايي ځانګړې درملنه او د ژوند کولو طرز بدلول واوسي.

 

۵ -: څوګونی سکلیروسیس؛

هغه خلک چې د څوګونې سلیروسیس (MS) په ناروغۍ اخته شي د پاراکیسومال (يعني په بدن کې د ناڅاپي درد احساس,) نښې ښیې. دا علایم کولی شي په دوراني ډول او ډیر ناڅاپي واقع شي او یوازې څو ثانیو څخه څو دقیقو پورې دوام وکړي. نښې يې د ورځې په بهير کې احساس کېدای شي.

 

په دې ناروغۍ اخته کسان د بدن د تودوخې احساس کوي. نښې يې په لاندې ډول دي:

• د برېښنا نيولو په څېر احساس

• په بدن کې د هډوکو درد

• په خپلو خبرو نه پوهېدل

•بې حسي

 

د 65 کالو څخه ډېر يا لږ عمر لرونکي خلک د نورو په پرتله د تودوخې اغېزې لپاره ډیر حساس دي. د عمر سره ، د بدن وړتیا د هوا تودوخې کې ناڅاپي بدلونونو ته د تطبیق وړتیا ټیټوي او نور هم سخت کیږي.

 

پايله ؛ د دې ټولو ناروغيو په حالت کې بايد حتماً متخصص ډاکټر ته مراجعه وشي.

 

د ليکنې ژباړونکی: اسحاق عزيزي