لیکنه: سعدالدين منګل📝

 

پښتون یا پښتانه 

 

پښتانه د افغانستان ۷۲ سلنه نفوس دې ، 

خو پښتو ژبې ته چا ۲ سلنه هم خدمت ندي کړې . 

 

هغو چې پښتو ژبې ته خدمت کولو ، همدې پښتنو د کمونیست او کافر او ملحد په نوم ووژل . 

 

نن ۳۰ سلنه پښتنو خپله مورنې ژبه پښتو هیره کړې . 

 

دا هغه ستر خیانت دې چې د پښتون توکم او دي پښتو ژبې سره شوې . 

 

دا ظلم هم زمونږ خپلو پښتنو مشرانو کړی . 

 

د بیلګه په توګه شاهې کورنۍ ، 

پاچایان او واکمنان او شاه هان وول . 

 

خو زیاترو یې پښتو زده هم نه وه ، لکه ښاغلې غازې امان الله خان ، 

 

ښاغلی داود خان کله نا کله به یې پښتو وویله ، 

خو غازې امان الله خان اصلأ پښتو ژبه زده هم نه وه . 

 

تیرو شوو شاه هانو او پاچایانو تل دا هڅه کوله چې په غیر پښتو خبري وکړي ، دوی ته دا عصرې توب معلومیدو ، 

 

دفتر او ارګ کې یې هغه چاته ځاې ور کړې ؤ ، چې په غیر پښتو ژبه یې لیک او لوست زده وو . 

 

پښتانه همغه وخت هم په خپل منځې تربینت او دښمنې کې غرق او ډوپ وول . 

 

زده کړه او علم ورته کفر ښکاریدو ، لکه نن ورځ . 

 

د هیواد اداري سیستم یې کفر بللو او نن هم ۶۰ سلنه پښتانه زده کړه او علم ته په ټیټه سترګه ګوري ، خو بیا مدرسه ورته هر څه دي 

 

د یووالې بوی خو اصلأ پکې نشته ، 

بس غټه لونګې ، ستر واسکټ او ټوپک ورته غیرت ښکارې . 

 

خو په دې خبر هم ندي چې دا بی ځایه غیرت پښتون توکم ټوټه ټوټه او تباه کړو . 

 

اصلې غیرت هغه دې چې ، علم او پوهه او زده کړه او تعلیم ولرې ، او د نورو توکمو نه شاته پاتې نشې . 

 

شاعر وایې چې : 

 

ټول سیال قومونه یې ویښ دې او روان دې 

دا چې پیتاوي ته ویده دې پښتانه دې

 

ستر بابا یې د ډهلې په تخت پاچا وو 

خوار لمسی یې بې کاله دي پښتانه دې . 

 

په درنښت ( سعدالدین منګل )