دسندرو ولي
نجيب عامر
بريالى ولي يو له هغو ځوانو هنرمندانو څخه دى چې دافغانستان په پښتو موسيقۍ کې يې ځان دغزل ويونکودلارې ديو کامياب لاروي په توګه اولس ته پېژندلى دى .دده کمال دادى چې په غږ کې يې په يووخت دافغانستان د څو غزل ويونکواستاذانو خواږه ليدل کيږي .داستاذشاولي سره خو يې داستاذۍ شاګردۍ سلسله ده نو ځکه هماغه خواږه چې داستاذ شاولي په غږ کې ليدل کيږي بريالى ولي ترې هم اغېزمن شوى دى .هم دارازداستاذ ايوب او داستاذ قديم ځيني غزلونه چې بريالي ولي دوباره ويلي نو په هغو کې د هغوى مينه وال او لاروى ليدل کيږي .
څو دېرش کلن بريالى ولي دافغانستان دننګرهار ولايت دسره رود داولسوالۍ اوسيدونکى دى اودده په کورنۍ کې دده نه مخکې هم نامتو کسان تېرشوي چې کله هم د ننګرهار د موسيقۍ خبره کيږي نو دهغوى ذکر پکې خامخا کيږي .دده پلار استاذ اسلم اودده ورور ګل جان صادق هم په دې لاره کې دښه شهرت څخه برخه من دي .
بريالى ولي لا هغه وخت خامه خوله زلمى و چې دانقلاب په زمانه کې يې د ننګرهار راډيو تلويزيون ته ((مابوبې وه ليلې .....لاورچينې ته مه ځه .....))سندره ويلې او هغه مهال خلکو ډېره خوښه کړې وه .خو وروسته چې جنګونو خلک پسې واخيستل نو دى هم دپاکستان پېښور ښار ته مهاجر شواودلته يې په ډبګرۍ کې دموسيقۍ د مختلفو استاذانو سره زدکړه پيل کړه چې يو هم پکې لکه مخکې مې چې وويل استاذ شاولي و.دازمانه دده له پاره ډېره دازمون نه ډکه وه ځکه چې لا دده د اواز خواږه داولس غوږونو ته نه وو رسيدلي نو ځکه اقتصادي وضعه يې ښه نه وه او دى پخپله هم وايي چې په هغو شپو کې يې ډېرې شپې نهرې تېرې کړي اودډبګرۍ او بورډ ترمنځ مزلونه يې په خپلو پښو لنډ کړي دي .
خو وروسته وروسته او په تېره بيا په تېرو لسو کلونو کې دافغانستان او د پېښور دسيمي خلکودبريالي ولي په غږ کې د غزل تومنه احساس کړه او نه يوازې دا چې غوږ يې ورته ونيولو بلکه دهغه ښه قدرداني يې هم وکړله .
سره ددې چې په پېښور، کابل او جلال اباد کې دپښتنو ډېري ودونه دده په غږ ښکلي شوي وي خو کيسټونه يې کم مخې ته راغلي وواوده به ويل هغسې کيسټ چې زه يې کول غواړم موزيک سنټرونو والا يې راسره نه مني او هغه څه چې دوى يې راباندې وايي هغه ماته د منلو وړ نه دي .خو سره ددې هم دنوموړي څلور کيسټونه مخکې هم خپاره شوي وو.خو اوس اوس يې چې د سحر په نوم کوم نوى واليوم راغلى په هغه کې ده دغزل ويلو خپل پوره مهارت په ډاګه کړى دى .
بريالي ولي په دې کيسټ کې دغزل د بابا اميرحمزه شينواري نه شروع کړې ،بيايې اوس مهال ددوو ترټولو غوره شاعرانو دروېش دراني اوپيرمحمد کاروان غزلونو ته دموسيقۍ جامې ور اغوستي دي او ددې تر څنګ دمصطفى سالک ،زېنب سالک ،عبدالهادي هادي ،بازمحمد عابد او زما يو غزل هم په خپل نوي کيسټ کې ويلى دى .
تر هغه ځايه چې زه معلومات لرم ،دافغانستان داوسنيو شاعرانودومره خوندور انتخاب دده نه مخکې چا نه دى کړى او ددې مانا دا هم نه ده چې ګوندې هم دا شاعران يوازيني ښه غزل ويونکي شاعران دي .ګڼ شمېر نور شاعران شته چې د بريالي ولي په وينا دى غواړي دې لړۍ ته پسې ادامه ورکړي اوداوسنيو شاعرانو هغه ګيله ختمه کړي چې ددوى غزلونه څوک نه وايي .
ددې غزليز بنډارموسيقي اوس مهال د پښتو ژبې نامتو موسيقي جوړوونکي ماس خان استاذ برابره کړې او دستايلو وړ ځکه دى چې ټولو غزلونو ته يې نوي طرزونه پيدا کړي چې دا خورا ګران کار دى ځکه مخکې نه موجود طرزونه سړي ته مخې مخې ته کيږي اودنوو طرزونو مخه نيسي خو ماس خان کې دا خواږه ځکه موجوددي چې درفيق شينواري په شان دى هم دستارشا باچا داستانې له ملنګانو څخه دى .
په دې لاره کې دکابل موزيک سنټر دمشر معلم ظفر دهمکارۍ نه هم بايد مننه وشي چې ددې کيسټ په خپرولو يې داوسنيو ځوانانو خواهش ته درناوى وکړ او د ځينو نورو غوندې يې دا ونه ويل چې غزلې نه خپروم چې بازار نه لري .بازار هر شى لري خو چې څوک يوشى په ښه انداز کې پېش کړي .نو دښه ذوق خاوندانو ! مبارک موشه بريالي ولي ستاسو د ذوق پوره پالنه کړې او اوس ستاسو واردى چې تاسو دهغه کړي کار ته په کومو سترګو ګورئ او څومره درناوى ورته ورکوئ ،